نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 6

سنبلط، طوبیا، جشم چې عرب ؤ او زمونږ نورو دښمنانو واورېدل چې مونږ د دېوال د ودانولو کار پای ته رسولی دی او په هغه کې هېڅ سوری پاتې نه دی. یوازې د دروازو د پلو د ایښودلو کار پاتې ؤ.
2 نو سنبلط او جشم ماته یو پیغام راولېږه او دا وړاندیز یې وکړ چې د هغوی سره د اونو په ډاګ کې په یوه کلي کې وګورم. زه پوه شوم چې دا د هغوی یو چل ؤ او غوښتل یې چې ماته زیان ورسوي.
3 هغوی ته مې استازي ورولېږل چې داسې ورته ووایي: «زه په یو مهم کار باندې بوخت یم. زه نه شم کولای چې خپل کار پرېږدم، هلته درشم او ستاسو سره وګورم.»
4 هغوی څلور ځلې هماغه پیغام راولېږه او ما ورته هر ځل هماغه ځواب ورلېږه.
5 نو سنبلط خپل خدمتګار د پنځم ځل دپاره د یو لیک سره راولېږه، دا یو سرخلاصی لیک ؤ.
6 په هغه کې داسې لیکل شوي وو:«جشم وایي چې د ګاونډیو قومونو په منځ کې داسې اوازې دي چې ته او یهودیان اراده لرئ چې سرغړونه وکړئ، نو په دې خاطر تاسو دا دېوال ودانوئ. دا هم وایي چې ته غواړې خپل ځان د هغوی پاچا کړې.
7 همدارنګه تا نبیان هم ټاکلي دي چې په اورشلیم کې داسې اعلان وکړي چې نحمیا د یهودا پاچا دی. نو دا خبر به بېرته پاچا ته ورسیږي، ښه به دا وي چې زما سره وګورې، ترڅو په دې اړه یو د بل سره مشوره وکړو.»
8 ما هغه ته ځواب ورولېږه: «ته چې څه وایې په هغې کې هېڅ رښتیا نشته. دا ټولې خبرې تا د خپله ځانه جوړې کړې دي.»
9 هغوی ټولو هڅه کوله چې مونږ ووېروي او د دې کار څخه لاس واخلو. خو ما خدای ته دعا وکړه چې ماته قوت راکړه.
10 شمعیه د دلایا زوی او د مهیتبییل لمسي نه شو کولای چې خپل کور پرېږدي، نو زه د هغه د لیدلو دپاره لاړم. چې کله یې زه ولیدم، ویې ویل: «باید د خدای په کور کې پټ شو او دروازې قلف کړو، ځکه چې هغوی د شپې راځي چې تا ووژني.»
11 ما ځواب ورکړ: «زه داسې سړی نه یم چې وتښتم او پټ شم. ایا ته فکر کوې چې زه به د خدای په کور کې په پټېدلو سره خپل ژوند وژغورم؟ زه به دا کار ونه کړم.»
12 کله چې ما په دې اړه فکر وکړ نو پوه شوم چې خدای شمعیه نه دی رالېږلی، بلکې طوبیا او سنبلط هغه ته رشوت ورکړی دی چې ماته دا خبرداری راکړي.
13 هغوی هغه اجیر نیولی ؤ چې ما ووېروي او ګناه وکړم، ترڅو هغوی وکولای شي چې زما نوم بد کړي او ومې شرموي.
14 ما دعا وکړه: «ای زما خدایه، هغه څه چې طوبیا او سنبلط وکړل هغه در په یاد کړه او هغوی ته سزا ورکړه. همدارنګه نوعدیه پیغمبره او نور ټول نبیان در په یاد کړه چې غوښتل یې ما ووېروي.»
15 دېوال په دوه پنځوس ورځو کې د ایلول د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه پای ته ورسېده.
16 کله چې زمونږ ټول دښمنان خبر شول چې کار پای ته ورسېده، نو شاوخوا قومونه ووېرېدل او رسوا شول، ځکه چې هغوی په دې پوه شول چې زمونږ خدای د دېوال په بیا ودانولو کې زمونږ سره مرسته کړې ده.
17 په دې ټوله موده کې یهودي مشرانو او طوبیا یو بل ته لیکونه استول.
18 دوه دلیلونه وو چې په یهودا کې ډېرو خلکو د طوبیا سره قسم کړی ؤ: یو دا چې شکنیا د آرح زوی د هغه خسر ؤ او بل دا چې د طوبیا زوی یهوحانان د برکیا د زوی مشلام د لور سره واده کړی ؤ.
19 خلکو به زما په مخکې د طوبیا د ښو کارونو په اړه خبرې کولې او زما خبرې به یې هغه ته رسولې. نو طوبیا به لیکونه رالېږل چې ما ووېروي.