عاموس

1 2 3 4 5 6 7 8 9


څپرکی 8

ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې مې د پخې مېوې يوه ټوکرۍ وليدله.
2 مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“
3 قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“
4 واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.
5 تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.
6 غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“
7 هغه مالِک خُدائ چې يعقوب ورباندې فخر کوى قسم وکړو چې، ”زۀ به هيڅکله هغه کارونه هېر نۀ کړم چې دوئ کړى دى.
8 د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“
9 مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.
10 زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
11 قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى، کله چې زۀ په زمکه باندې قحط راولم. خو دا به د لوږې او تندې قحط نۀ وى، بلکې دا به د خُدائ پاک د کلام د نۀ اورېدلو قحط وى.
12 خلق به د يو سمندر نه بل سمندر پورې او د شمال نه تر مشرق پورې ګرځى، چې د مالِک خُدائ کلام ولټوى، خو دوئ به يې پېدا نۀ کړى.
13 په هغه ورځ به ښائسته پېغلې او ځوانان د تندې نه بې‌هوشه شى.
14 کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“