لوقا - Luke

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 1

ښاغلی تیوفیلوسه:ډېرو خلکو کوښښ کړی دی ترڅو هغه پېښې بیان کړي چې زمونږ په منځ کې رامنځته شوې دي.
2 هغوی هغه څه لیکلي دي چې مونږ ته د عیني شاهدانو او د خدای د کلام د خدمتګارانو له خوا رارسېدلي دي.
3 ښاغلی تیوفیلوسه، ما هم په خپل وار سره دا ټولې پېښې له پیل څخه په غور سره وڅېړلې، نو دا راته ښه ښکاره شوه چې هغه تاسو ته په ترتیب سره ولیکم.
4 دا کار د دې دپاره کوم ترڅو ته د هغو ټولو شیانو په هکله چې ورڅخه خبر شوی یې، په حقیقت پوه شې.
5 د یهودیې د پاچا هیرودیس په زمانه کې یو یهودي کاهن ؤ چې زکریا نومېده او د ابیا د ډلې څخه ؤ. د هغه ښځه الیزابت نومېدله او هغه هم د هارون کاهن د کورنۍ څخه وه.
6 هغوی دواړه د خدای په نظر کې رښتیني خلک وو او په پوره توګه یې د څښتن په ټولو قوانینو او حکمونو باندې عمل کاوه.
7 خو هغوی اولاد نه درلود، ځکه چې الیزابت شنډه وه او دواړه ډېر زاړه وو.
8 کله چې د خدای په کور کې د خدمت وار د زکریا ډلې ته ورسېده، نو زکریا د کاهن په توګه په خپله وظیفه کې بوخت شو.
9 د کاهنانو د دود له مخې هغه د پچې په وسیله غوره شو، ترڅو د خدای کور ته ننوځي او خوشبویي وسوځوي.
10 د خوشبویۍ د سوځولو په وخت کې ګڼ شمېر عبادت کوونکي دباندې ولاړ وو او دعا یې کوله.
11 په دې وخت کې د څښتن یوه فرښته زکریا ته ورښکاره شوه چې د قربانۍ د ځای ښي خواته چې خوشبویي په کې سوځېدله، ولاړه وه.
12 کله چې زکریا هغه ولیدله نو ټکان یې وخوړ او وېره ورباندې راغله.
13 خو فرښتې هغه ته وویل: «ای زکریا، مه وېرېږه! ستا دعا قبوله شوې ده او ستا ښځه الیزابت به تاته یو زوی وزېږوي او ته به په هغه باندې یحیی نوم کېږدې.
14 هغه به ستا دپاره د خوښۍ او خوشحالۍ سبب شي او ډېر خلک به د هغه په زېږېدلو خوشحالي وکړي.
15 ځکه چې هغه به د څښتن په نظر کې لوی سړی وي. هغه باید هېڅکله شراب او یا داسې کوم شی ونه څښي چې ورباندې نشه شي. هغه به د مور د ګېډې نه د روح القدس څخه ډک وي،
16 او ډېر اسراییلیان به د خپل څښتن خدای خواته راواړوي.
17 یحیی به په هماغه روح او قدرت سره چې الیاس نبي درلود د څښتن په مخکې روان وي، ترڅو پلرونه او اولادونه سره پخلا کړي، سرکښه کسان د نېکانو د حکمت نه ډکې لارې ته راوګرځوي او خلک د څښتن راتللو ته تیار کړي.»
18 زکریا فرښتې ته وویل: «زه څنګه په دې باور کولای شم چې داسې به وشي؟ ځکه چې زه زوړ سړی یم او ښځه مې هم زړه ده.»
19 فرښتې په ځواب کې وویل: «زه جبراییل یم چې د خدای په حضور کې ودرېږم. زه رالېږل شوی یم چې ستا سره خبرې وکړم او دا زېری درته درکړم.
20 خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدو پورې به خبرې نه شې کولای، ځکه چې تا زما په خبرو چې په ټاکل شوي وخت کې به رښتیا شي، باور ونه کړ.»
21 په دې وخت کې خلکو د زکریا دپاره انتظار کاوه او حیران وو چې هغه ولې د خدای په کور کې دومره زیات وخت تېر کړ.
22 کله چې هغه راووت، د هغوی سره یې خبرې نه شوې کولای. نو دوی پوه شول چې هغه د خدای په کور کې کومه رویا لیدلې، ځکه چې هغوی ته یې په لاسونو اشارې کولې خو خبرې یې نه شوې کولای.
23 کله چې د خدای په کور کې د زکریا د خدمت موده پای ته ورسېدله، نو هغه بېرته خپل کور ته لاړ.
24 څه موده وروسته د هغه ښځه الیزابت امیدواره شوه او پنځه میاشتې یې خپل ځان د خلکو څخه پټ وساته او د خپل ځان سره به یې ویل:
25 «څښتن اوس زما دپاره دا کار وکړ او په ما یې رحم وکړ او زه یې د خلکو په مخکې د شرم څخه خلاصه کړم.»
26 د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصرې په نوم یو ښار ته ولېږله،
27 ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پاچا د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ.
28 فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.»
29 مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي.
30 فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې، مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی.
31 ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې.
32 هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي.
33 هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.»
34 مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر اوسه واده شوې نه یم.»
35 فرښتې په ځواب کې وویل: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي.
36 وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه او بې اولاده ویل کېدله، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده.
37 ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.»
38 مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.
39 څه موده وروسته مریم روانه شوه او په بیړه یو ښار ته چې د یهودیې په غرنۍ سیمه کې ؤ، لاړه.
40 هغه د زکریا کور ته ورننوتله او په الیزابت یې سلام واچاوه.
41 کله چې الیزابت د مریم سلام واورېد، نو په ګېډه کې یې ماشوم ټوپونه ووهل. الیزابت د روح القدس نه ډکه شوه
42 او په لوړ اواز سره یې وویل: «ته په ټولو ښځو کې یوه ډېره مبارکه ښځه یې او هغه ماشوم مبارک دی چې ستا نه به پیدا شي!
43 زه څوک یم چې زما د بادار مور دې زما لیدلو ته راشي؟
44 کله چې ستا د سلام اواز زما تر غوږ شو، نو ماشوم له خوشحالۍ نه زما په ګېډه کې ټوپونه ووهل.
45 ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»
46 مریم وویل:«بیانوي مې زړه لویي د څښتن
47 دی زما روح خوشحالهځکه خدای مې دی ژغورونکی
48 ځکه زه یې کړمه یاده، خپله عاجزه خدمتګارهله همدې اوس نه به ټول خلک ما بختوره بولي
49 ځکه قادر خدای کړي لوی کارونه ماتهچې سپېڅلی یې دی نوم
50 د یو نسل نه تر بله کړي رحمتپه هغو خلکو باندې چې کوي وېره ځینې
51 هغه کړي دي قوي کارونه په خپلو مټوکبرجن خلک یې خواره واره کړلد خپلو زړونو د خیالونو سره
52 راغورځولي یې شاهان خپلو تختونو څخهسرلوړي کړي یې دي عاجزه خلک
53 ماړه کړي یې دي وږي په ښو شیانوشتمن خلک یې شړلي تش لاسونه
54 مرسته یې کړې د خپل خادم اسراییلو سرهرحم یې کړی تل په خپلو خلکو
55 لکه یې څنګه چې وعده کړې وه زمونږ نیکونو،ابراهیم او اولادې سره یې د تل دپاره»
56 مریم نژدې درې میاشتې د الیزابت سره پاتې شوه او بیا بېرته خپل کور ته لاړه.
57 هغه وخت راورسېد چې الیزابت ماشوم وزېږوي او د هغې زوی پیدا شو.
58 ګاونډیانو او خپلوانو یې واورېدل چې څښتن په هغې باندې ډېر رحم کړی دی او ټولو ورسره خوشحالي وکړه.
59 کله چې ماشوم د اتو ورځو شو نو هغوی راغلل چې سنت یې کړي او غوښتل یې چې د خپل پلار زکریا نوم پرې کېږدي.
60 خو مور یې وویل: «نه، د هغه نوم به یحیی وي.»
61 هغوی ورته وویل: «خو ستاسو په خپلوانو کې په دې نوم څوک نشته.»
62 بیا هغوی د هغه پلار ته اشاره وکړه او پوښتنه یې ترې وکړه چې په ماشوم باندې کوم نوم غواړي کېږدي.
63 زکریا یوه تخته راوغوښتله او په هغې باندې یې ولیکل: «د هغه نوم یحیی دی.» هغوی ټول ډېر حیران شول.
64 زکریا سمدلاسه بېرته په خبرو راغی او خدای ته په ثنا ویلو یې پیل وکړ.
65 ټول ګاونډیان ووېرېدل او د یهودیې په ټوله غرنۍ سیمه کې خلکو د دې شیانو په هکله خبرې کولې.
66 هر چا چې دا خبره اورېدله نو د هغې په هکله یې فکر کاوه او پوښتنه یې کوله: «د دې ماشوم څخه به په راتلونکي کې څه جوړ شي؟» ځکه چې د څښتن لاس د هغه په سر باندې ؤ.
67 د یحیی پلار زکریا د روح القدس نه ډک شو او داسې پېشګويي یې وکړه:
68 «ثنا او صفت دې وي څښتن ته چې دی خدای د اسراییلوځکه راغی چې وکړي مرسته د خپل قوم سره چې کړي ازاد هغوی
69 هغه پیدا کړ مونږ ته زورور ژغورونکید اولادې نه د داود چې خدمتګار یې ؤ خپل
70 لکه څنګه چې پخوا یې وو ویليپه خوله د سپېڅلو پخوانیو پیغمبرانو
71 چې مو خلاص کړي د خپلو دښمنانو ځینېد هغو خلکو څخه چې کوي کرکه له مونږ
72 رحم وبه کړي هغه زمونږ نیکونو باندېاو رایادوي به خپل سپېڅلی لوظ
73 هغه قسم چې ؤ خوړلی هغهزمونږ د نیکه ابراهیمه سره
74 چې به کړي خلاص هغه مونږ له دښمنانو ځینېچې بې له وېرې وکړو مونږه خدمت د هغه
75 په ټول ژوندون کې د پاکۍ او رښتینولۍ سره
76 او ای ماشومه زماته به یادېږې پیغمبر د خدای تعالیځکه چې ځې به له څښتنه مخکېچې کړې تیاره لاره ته د هغه دپاره
77 چې په دې پوه کړې قوم د هغهچې دوی به ومومي خلاصوند خپلو ګناهونو په بخښلو سره
78 زمونږ د خدای د رحم او مهربانۍ په سببپه مونږ را وبه خېژي لمر د سهارپاس له اسمانه څخه
79 ترڅو چې راولي رڼا په هغو خلکو باندېچې تېروي ژوند په تیارو کې د مرګاو برابر کړي قدمونه زمونږ د سولې او سلامتۍ په لاره»
80 هغه ماشوم غټېده او په روحاني توګه قوي کېده او تر هغه وخته پورې په دښته کې اوسېده، ترڅو د اسراییلو خلکو ته په څرګنده توګه ورښکاره شو.