کولسیان

1 2 3 4


څپرکی 2

نو زه غواړم چې تاسو پوه شئ چې زه ستاسو دپاره او د خدای د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه کې دي او د هغو ټولو دپاره چې تر اوسه پورې یې زما مخ نه دی لیدلی، څومره ډېر زحمت وباسم،
2 ترڅو هغوی زړور شي او د مینې په تار یو د بل سره وګنډل شي او د ارزښت نه ډکې پوهې باندې پوره باور ولري او د خدای په پټ راز چې خپله مسیح دی، پوه شي.
3 په هغه کې د حکمت او پوهې ټولې خزانې پټې دي.
4 زه دا تاسو ته د دې دپاره وایم چې څوک مو په داسې دلیلونو باندې چې په ظاهره معقول ښکاري ونه غولوي.
5 ځکه که څه هم زه په جسماني توګه ستاسو نه لېرې یم، خو په روحاني توګه ستاسو سره یم. زه خوشحاله یم چې تاسو وینم چې په خپل منځ کې په څومره ښه نظم او ترتیب ژوند تېروئ او په مسیح باندې ستاسو ایمان څومره قوي دی.
6 نو لکه څنګه چې تاسو عیسی مسیح د خپل څښتن په توګه قبول کړ، نو د هغه سره په یووالي کې خپل ژوند کوئ.
7 په هغه کې خپلې ریښې وځغلوئ او په هغه باندې خپل ژوند جوړ کړئ. لکه څنګه چې درته تعلیم درکړل شوی دی، په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ او ډېره شکرګزاري کوئ.
8 پام کوئ چې څوک مو په پوچو فلسفو سره چې خلک غولوي راګېر نه کړي، ځکه چې دا د انساني رواجونو او د دې دنیا د بدو روحاني قوتونو سره تړلي دي، نه د مسیح سره.
9 ځکه چې مسیح په انساني جسم کې د خدای کامل خوی او فطرت لري
10 او تاسو هم په هغه کې چې د ټولو حکومتونو او د واک خاوندانو سر دی، کامل شوي یئ.
11 تاسو د مسیح سره په یووالي کې سنت شوئ، خو دا سنتېدل د انسان په لاس نه دي شوي، بلکې مسیح تاسو په روحاني توګه سنت کړئ، ترڅو ستاسو نفساني فطرت لېرې شي.
12 کله چې تاسو د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح سره ښخ شوئ او ستاسو د ایمان په وسیله د خدای په قدرت سره چې مسیح یې بېرته راژوندی کړ، تاسو هم د هغه سره د مړو نه راپورته شوئ.
13 تاسو یو وخت د خپلو سرغړونو او له دې امله چې په جسماني توګه ناسنته وئ، مړه وئ نو بیا خدای تاسو د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړئ او ستاسو ټول ګناهونه یې وبخښل.
14 خدای هغه ټول ثبت شوي تورونه چې د قانون څخه د نافرمانۍ له امله په مونږ لګېدلي وو، پاک کړل. هغه یې په صلیب باندې مېخ کړل او لېرې یې کړل.
15 مسیح حاکمان او د واک خاوندان بې وسلې کړل او هغوی یې د ټولو په مخکې رسوا کړل او د صلیب په وسیله په ټولو باندې بریالی شو.
16 نو له دې امله هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې د خوراک څښاک یا د اختر یا د نوې میاشتې او یا د سبت د ورځې د مراعت کولو په هکله په تاسو حکم او قضاوت وکړي.
17 دا شیان یوازې د هغه حقیقت سیوری دی چې راتلونکی دی او دا حقیقت خپله مسیح دی.
18 مه پرېږدئ چې څوک په ظاهري عاجزۍ او د فرښتو په عبادت کولو سره تاسو د اجر او انعام د اخیستلو څخه بې برخې کړي. داسې خلک د رویاګانو د لیدلو په تفصیلي بیان او خپلو انساني فکرونو سره بېځایه غرور کوي.
19 هغوی د مسیح سره چې د ټول بدن سر دی، خپلې اړیکې پریښي دي. د هغه په وسیله ټول بدن قوت اخلي او ټول بندونه او پلې سره یوځای کیږي او لکه څنګه چې خدای یې غواړي، هغه وده کوي.
20 کله چې تاسو د مسیح سره مړه شوئ، نو د دې دنیا د بدو روحاني قدرتونو څخه هم ازاد شوئ، نو بیا ولې داسې ژوند تېروئ چې ګواکې اوس هم د دنیا سره تړاو لرئ؟ ولې داسې مقرراتو ته غاړه ږدئ لکه څنګه چې هغوی وایي:
21 «دا په لاس کې مه اخلئ، دا مه څکئ، دې ته لاس مه وروړئ؟»
22 کله چې دا ټول شیان وکارول شي نو له منځه ځي، ځکه چې دا یوازې انساني حکمونه او تعلیمونه دي.
23 که څه هم دا شیان په هغو عبادتونو کې چې هغوی په خپلو ځانونو باندې منلي دي او ظاهري عاجزي او په ځان سختي راوستل په ظاهره معقول ښکاري، خو په حقیقت کې دا شیان نه شي کولای چې د نفساني غوښتنو مخه ونیسي.