اول تِسالونيکيان

1 2 3 4 5


څپرکی 5

ای خویندو او ورونو! اړتیا نشته چې مونږ تاسو ته ولیکو چې څنګه او څه وخت به دا هرڅه پېښیږي،
2 تاسو ښه پوهېږئ چې د څښتن د راتللو ورځ به د هغه غله په شان وي چې د شپې راځي.
3 کله چې خلک وایي چې سوله او امنیت دی، نو ناڅاپه به په هغوی باندې داسې مصیبت راشي لکه څنګه چې په امیدوارې ښځې باندې د ماشوم د پیدا کېدلو درد راځي او هغوی به تښتېدلی نه شي.
4 خو ای خویندو او ورونو! تاسو په تیاره کې ژوند نه کوئ چې هغه ورځ به تاسو د غل د راتللو په شان حیران کړي.
5 ځکه چې تاسو ټول د رڼا او د ورځې اولادونه یئ. مونږ د تیارې او شپې خلک نه یو.
6 نو بیا راځئ چې د نورو په شان ویده پاتې نه شو، بلکې ویښ او هوښیار اوسو.
7 ځکه چې خلک د شپې ویده کیږي او د شپې نشه کیږي.
8 خو څرنګه چې مونږ په رڼا کې ژوند کوو، نو راځئ چې هوښیار اوسو او زمونږ ایمان او مینه دې د زغرو د کالیو په شان وي. زمونږ د خلاصون هیله دې د اوسپنې د خولۍ په شان وي.
9 ځکه چې خدای مونږ د دې دپاره نه یو غوره کړي چې خپل غضب په مونږ نازل کړي، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون پیدا کړو.
10 هغه زمونږ دپاره مړ شو، ترڅو کله چې هغه بېرته راځي، که مونږ مړه یو یا ژوندي یو، وکولای شو د هغه سره یوځای ژوند وکړو.
11 نو بیا تاسو یو بل وهڅوئ او قوي یې کړئ لکه څنګه چې اوس یې کوئ.
12 ای خویندو او ورونو! له تاسو نه غوښتنه کوو چې د هغو خلکو درناوی کوئ چې په تاسو کې زیار وباسي او د څښتن په کار کې تاسو ته لارښوونه او نصیحت کوي.
13 د هغه کار له امله چې هغوی یې کوي، په مینه د هغوی ډېر درناوی او احترام کوئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند کوئ.
14 ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو څخه غواړو چې لټانو او بېکاره خلکو ته نصیحت کوئ، بې زړه خلک تشویق کوئ، د کمزورو خلکو سره مرسته کوئ او د هغوی ټولو سره د صبر څخه کار اخلئ.
15 ګورئ، په تاسو کې دې هېڅوک د هېچا سره د بدو په بدل کې بدي نه کوي، بلکې کوښښ کوئ چې تل یو د بل سره او د ټولو خلکو سره نېکي وکړئ.
16 تل خوشحاله اوسئ.
17 هر وخت دعا کوئ.
18 په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده.
19 د روح القدس د کار مخه مه نیسئ.
20 د نبیانو کلام ته په سپکه سترګه مه ګورئ،
21 بلکې هرڅه وازمایئ او کوم څه چې ښه وي په هغه باندې عمل وکړئ.
22 د هر ډول بدیو نه ځان لېرې ساتئ.
23 خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه دی هغه دې تاسو په پوره توګه پاک کړي او ستاسو ټول روح، ځان او بدن دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ په وخت کې بې عیبه وساتي.
24 خدای چې تاسو ځان ته رابللي یئ، د باور وړ دی او هغه به دا کار وکړي.
25 ای خویندو او ورونو! زمونږ دپاره هم دعا وکړئ.
26 ټولو ایماندارانو ته سلامونه ووایئ او په پاکه مینه هغوی ښکل کړئ.
27 زه تاسو ته د څښتن په نوم حکم کوم چې دا لیک ټولو خویندو او ورونو ته ولولئ.
28 په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.