تِسالونيکانو دويم

1 2 3


څپرکی 3

نو ای خویندو او ورونو! په پای کې غواړو زمونږ دپاره دعا وکړئ چې د څښتن عیسی پیغام زر خپور شي او په عزت سره د خلکو له خوا قبول شي، لکه څنګه چې ستاسو په منځ کې خپور شو.
2 همدارنګه دعا وکړئ چې خدای مونږ د بدکارو او خرابو خلکو څخه وژغوري، ځکه چې ټول خلک ایمانداران نه دي.
3 خو تاسو کولای شئ چې په څښتن توکل وکړئ، ځکه چې هغه به تاسو قوي کړي او د شیطان د بدۍ څخه به مو وساتي.
4 څښتن ستاسو په هکله مونږ ډاډمن کړي یو چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې مونږ یې درته حکم کړی دی او هغوی ته به دوام ورکوئ.
5 څښتن دې تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خدای په مینه او د مسیح په صبر او زغم باندې پوه شئ.
6 خویندو او ورونو! اوس مونږ تاسو ته د خپل څښتن عیسی مسیح په نوم حکم درکوو چې د هغو ایماندارانو څخه لېرې اوسئ چې په تنبلۍ سره خپل ژوند تېروي او په هغه تعلیم باندې عمل نه کوي چې مونږ ورته ورکړی دی.
7 تاسو خپله ښه پوهېږئ چې څنګه باید زمونږ د مثال څخه پیروي وکړئ، ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو نو مونږ تنبلان او لټان نه وو.
8 مونږ د هېچا ډوډۍ مفته نه ده خوړلې، بلکې شپه او ورځ مو کار کړی او زحمت مو ویستلی دی، ترڅو په چا باندې بار ونه اوسو.
9 دا له دې امله نه ؤ چې مونږ حق نه درلود چې ستاسو څخه خواړه وغواړو، بلکې مونږ غوښتل چې ستاسو دپاره مثال شو، ترڅو زمونږ څخه پیروي وکړئ.
10 کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو تاسو ته مو دا حکم کاوه: څوک چې نه غواړي کار وکړي، نو هغه دې ډوډۍ هم نه خوري.
11 ځکه چې مونږ اورېدلي دي چې په تاسو کې ځینې خلک شته چې خپل ژوند په تنبلۍ سره تېروي، هغوی کار نه کوي، بلکې د نورو په کارونو کې لاس وهنه هم کوي.
12 مونږ داسې خلکو ته د څښتن عیسی مسیح په نوم حکم کوو او ورڅخه غوښتنه کوو چې په ارامۍ سره دې خپل کار کوي او خپله ډوډۍ دې په خپله ګټي.
13 خو ای خویندو او ورونو! تاسو هېڅکله هم په ښه کار کولو کې زړه مه تنګوئ.
14 که چېرې څوک هغه خبرې چې مونږ په دې لیک کې لیکلي دي نه مني، نو د هغه سره ملګرتیا مه کوئ، ترڅو هغه وشرمیږي.
15 خو هغه دښمن مه ګڼئ، بلکې د یو ایماندار ورور په شان ورته نصیحت وکړئ.
16 اوس دې څښتن چې په خپله د سولې او سلامتۍ سرچینه دی، تاسو ته په هر وخت او هر حال کې ارامي درکړي. څښتن دې تاسو ټولو سره مل وي.
17 دا سلامونه ما پولوس په خپل لاس تاسو ته لیکلي دي او د ثبوت دپاره زما په ټولو لیکونو کې دا زما د لیکنې نښه او طریقه ده.
18 په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.