تيموتيوس دويم

1 2 3 4


څپرکی 2

نو ای زما زویه، په هغه فضل سره چې په عیسی مسیح کې دی، قوي اوسه.
2 کومې خبرې چې تا د ډېرو شاهدانو په مخکې زما څخه اورېدلي دي، هغه داسې وفادارو کسانو ته وسپاره چې نورو ته د تعلیم ورکولو وړ وي.
3 لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه.
4 هېڅ عسکر خپل ځان په ملکي کارونو کې نه راګېروي، ځکه چې د هغه مقصد د خپل قوماندان خوشحاله ساتل دي.
5 همدارنګه هېڅ لوبغاړی نه شي کولای چې د لوبو په سیالۍ کې جایزه تر لاسه کړي، ترڅو د هغې لوبې قوانین مراعت نه کړي.
6 کوم دهقان چې زحمت یې ویستلی وي، هغه باید لومړنی کس وي چې د خپلو حاصلاتو برخه واخلي.
7 څه چې زه درته وایم د هغو په هکله فکر وکړه، نو بیا به څښتن درته پوهه درکړي چې په ټولو شیانو باندې پوه شې.
8 یاد ساته عیسی مسیح چې د داود د نسل څخه دی او هغه د مرګ نه وروسته راژوندی شوی دی. دا هغه زېری دی چې زه یې اعلانوم
9 او د همدې زېري له امله دی چې زه کړاوونه وینم، تر دې چې د یو مجرم په شان په زنځیرونو تړل شوی یم. خو د خدای کلام په زنځیر تړل کېدای نه شي.
10 نو زه دا هرڅه د خدای د غوره شویو په خاطر زغمم، ترڅو هغوی هم هغه خلاصون او تلپاتې جلال چې په عیسی مسیح کې دی، تر لاسه کړي.
11 دا خبرې رښتیا دي:«که چېرې مونږ د هغه سره مړه شوي یو، نو د هغه سره به ژوند هم کوو.
12 که چېرې مونږ صبر او زغم ولرو، نو د هغه سره به پاچاهي کوو هم.که چېرې مونږ د هغه نه انکار وکړو، نو هغه به هم زمونږ نه انکار وکړي.
13 که چېرې مونږ بې وفا شو، نو هغه به وفادار پاتې شي،ځکه چې هغه نه شي کولای د خپل ځان نه انکار وکړي.»
14 دا شیان خلکو ته ور په یاد کړه او د خدای په حضور کې ورته حکم وکړه چې د لغتونو په سر شخړه ونه کړي، ځکه چې دا هېڅ ګټه نه لري، بلکې اورېدونکو ته زیات زیان رسوي.
15 ډېر کوښښ وکړه ترڅو خپل ځان د خدای په نظر کې داسې وښایې چې هغه دې خوښ کړي، لکه د یو مزدور په شان چې په خپل کار نه شرمیږي او په سمه توګه د حقیقت د پیغام تعلیم ورکوي.
16 خو د بې دینه او بېځایه خبرو نه ځان وساته، ځکه چې دا خلک نور هم د بې ایمانۍ خواته وړي.
17 نو د هغوی خبرې لکه د ناسور زخم په شان دي چې ټول بدن ته خپریږي چې په دې ډله کې هیمناوس او فیلیتس شامل دي چې داسې خبرې کوي.
18 دغو کسانو چې د حقیقت لاره پریښې ده، وایي چې د بیا راژوندي کېدلو ورځ لا پخوا رارسېدلې ده او په دې ډول هغوی ځینې خلک د خپل ایمان څخه اړوي.
19 خو خدای چې کوم بنیاد ایښی دی، هغه ټینګ دی او په هغه باندې داسې لیکل شوي دي: «څښتن خپل خلک پېژني» او «څوک چې د هغه نوم په خوله یادوي، باید د بدۍ نه لاس واخلي.»
20 په یو لوی کور کې یوازې د سرو زرو او سپینو زرو لوښي نه وي، بلکې د لرګیو او خاورین لوښي هم وي. د هغو څخه ځینې یې د ځانګړو کارونو دپاره او ځینې یې د عادي کارونو دپاره دي.
21 نو له دې امله که چېرې څوک خپل ځان د بدیو نه پاک کړي نو هغه به داسې لوښی شي چې د ځانګړو کارونو دپاره به ورڅخه کار اخیستل کیږي، ځکه چې هغه وقف شوی دی او د خپل بادار دپاره ګټور دی او هر ډول نېک کار ته تیار دی.
22 نو د ځوانۍ د وخت د نفساني غوښتنو څخه ځان وساته او د هغو کسانو سره چې په پاک زړه څښتن ته دعا کوي، د عدالت، ایمان، مینې او سلامتۍ دپاره هلې ځلې کوه.
23 خو د کم عقلتوب او جهالت بحثونو نه ځان ساته، ځکه چې ته پوهېږې چې د هغو پای شخړه ده.
24 د څښتن خدمتګار باید جګړه مار نه اوسي بلکې په ټولو باندې مهربانه اوسي، ښه ښوونکی او زیات صبر او زغم ولري.
25 په نرمۍ سره دې خپل مخالفین اصلاح کړي. کېدای شي چې خدای هغوی ته موقعه ورکړي چې توبه وباسي، ترڅو حقیقت وپېژني.
26 بیا کېدای شي چې د هغوی سره عقل پیدا شي او د شیطان د دام نه چې په کې راګېر شوي دي او مجبوره کړي یې دي چې د هغه اراده پوره کړي، خلاص شي.