فيليمون

1


څپرکی 1

دا لیک د پولوس له خوا چې د عیسی مسیح په خاطر زنداني دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا خپل ګران د خدمت ملګري فیلیمون ته
2 او خپلې خور اپفیې او ارخیپوس ته چې لکه د یو عسکر په شان زما همکار دی او ستاسو د کور کلیسا ته.
3 زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
4 ای فیلیمونه، کله چې زه تا په خپلو دعاګانو کې یادوم نو تل د خپل خدای شکر کوم،
5 ځکه چې زه ستا د مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې لرې او په څښتن عیسی باندې د ایمان نه خبر یم.
6 او زما دعا دا ده چې ته خپل د ایمان شراکت داسې ښکاره کړې، چې د دې سبب شي ترڅو زمونږ پوهه د هغو برکتونو په اړه چې په مسیح کې یې لرو، زیاته شي.
7 ای زما وروره، ماته ستا د مینې له امله ډېره خوشحالي او تسلي پیدا شوې ده، ځکه چې ستا له امله د خدای د خلکو زړونه قوي او تازه شوي دي.
8 سره له دې چې زه په مسیح کې دا زړورتیا او جرات لرم چې تاته حکم وکړم چې هغه کار وکړه چې مناسب وي،
9 خو زه د هغې مینې له امله چې تا سره یې لرم او زه پولوس د یو سپین ږیري سړي په توګه چې اوس د عیسی مسیح په خاطر زنداني یم، ستا نه د یو څه غوښتنه کوم.
10 زه د خپل زوی اونیسیموس له خوا چې د خپل بندیتوب په وخت کې د هغه روحاني پلار شوم، ستا نه غوښتنه کوم.
11 هغه یو وخت ستا دپاره ګټور نه ؤ، خو اوس هم ستا او هم زما دپاره ګټور دی.
12 زه هغه تاته بېرته درلېږم چې زما د زړه سر دی.
13 ما غوښتل چې هغه د خپل ځان سره وساتم، ترڅو تر هغه وخته پورې چې زه د زېري په خاطر په زندان کې یم، هغه به ستا په ځای زما خدمت کوي.
14 خو ما ونه غوښتل چې ستا له غوښتنې نه پرته کوم کار وکړم، ترڅو ستا نېکي د مجبوریت له مخې نه بلکې ستا په رضا سره وي.
15 ښایي هغه د دې دپاره ستا نه د لږ وخت دپاره جدا شو چې هغه د تل دپاره ستا سره وي.
16 خو هغه اوس نور د یو غلام په شان نه، بلکې د غلام نه ډېر لوړ دی، لکه د یو ګران ورور په شان. هغه چې دومره ماته ګران دی، نو څومره به تاته هم د غلام او هم په څښتن کې د یو ورور په توګه ګران وي.
17 نو که چېرې ته ما خپل شریک ګڼې، نو لکه څنګه چې ما قبلوې، هغه هم قبول کړه.
18 که چېرې هغه ستا سره کومه بدي کړې وي او یا ستا ورباندې کوم پور وي، نو هغه زما په حساب ولیکه.
19 زه پولوس دا درته په خپل لاس لیکم چې زه به دا هرڅه بېرته درکړم. زه دا نه وایم چې ته څومره زما پوروړی یې، حتی ته په خپله او ستا ځان هم.
20 ای وروره، د څښتن په خاطر ماته ګټه ورسوه او احسان وکړه او په مسیح کې زما زړه قوي او تازه کړه.
21 زه ستا په تابعدارۍ باندې باور لرم، نو زه دا شیان تاته لیکم او په دې پوهېږم زه چې درڅخه څه غواړم، د هغې نه به زیات وکړې.
22 بله دا چې زما دپاره یوه کوټه تیاره کړه، ځکه زه هیله لرم چې خدای به ستاسو دعاګانې قبولې کړي او ما به بیا تاسو ته درولي.
23 اپفراس چې د عیسی مسیح په خاطر زما سره په زندان کې دی، تاته سلام وایي.
24 همدارنګه مرقوس، ارسترخوس، دیماس او لوقا چې په دې خدمت کې زما ملګري دي، هم تاته سلام وایي.
25 په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.