اول يوحنا

1 2 3 4 5


څپرکی 1

مونږ تاسو ته د هغه کلام په هکله لیکو چې ژوندون ورکوي یعنې هغه کلام چې له ازله موجود ؤ او مونږ هغه اورېدلی او په خپلو سترګو مو لیدلی دی. هو، مونږ ورته وکتل او زمونږ لاسونو هغه لمس کړي دي.
2 هغه ژوندون مونږ ته ښکاره شو او مونږ هغه ولیده. نو مونږ د هغه په هکله شاهدي ورکوو او د هغه تلپاتې ژوندون نه چې د پلار سره ؤ او مونږ ته ښکاره شو تاسو خبروو.
3 څه چې مونږ لیدلي او اورېدلي دي تاسو ورباندې خبروو، ترڅو په هغه ملګرتیا کې چې مونږ یې د پلار او د هغه د زوی عیسی مسیح سره لرو، تاسو هم زمونږ سره شریک شئ.
4 دا مونږ د دې دپاره تاسو ته لیکو چې زمونږ او ستاسو خوشحالي پوره شي.
5 دا هغه پیغام دی چې مونږ د عیسی نه واورېد او تاسو ته یې اعلانوو: خدای رڼا ده او په هغه کې هېڅ تیاره نشته.
6 که چېرې مونږ وایو چې د خدای سره ملګرتیا لرو خو بیاهم په تیارو کې اوسېږو نو مونږ دروغجن یو او د رښتینولۍ د لارې سره سم ژوند نه تېروو.
7 خو که چېرې مونږ په رڼا کې ژوند کوو لکه څنګه چې هغه په رڼا کې دی، نو بیا مونږ په خپلو کې یو د بله سره ملګرتیا لرو او د هغه د زوی عیسی وینه مونږ د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاکوي.
8 که چېرې مونږ ووایو چې بې ګناه یو، نو مونږ خپل ځانونه غولوو او په مونږ کې حقیقت نشته.
9 خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی. هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي.
10 که مونږ ووایو چې مونږ هېڅ ګناه نه ده کړې، نو خدای دروغجن ګڼو او د هغه کلام زمونږ په زړونو کې ځای نه لري.