اول يوحنا

1


څپرکی 1

د کلیسا د مشر له خوا ګران ګایوس ته چې په رښتیا راباندې ګران دی.
2 زما ګرانه ملګریه! زه دعا کوم چې په هر کار کې بریالی اوسې او لکه څنګه چې په روحاني توګه روغ او جوړ یې، نو همداسې په جسماني توګه هم واوسې.
3 کله چې ځینې ورونه راغلل او ماته یې ستا د وفادارۍ په هکله شاهدي راکړه او دا چې ته تل په رښتینې لاره ژوند تېروې، نو ډېر خوشحاله شوم.
4 د دې نه زیاته خوشحالي ماته په بل هېڅ شي کې نشته چې کله واورم چې زما اولادونه په رښتینې لاره روان دي.
5 ګرانه دوسته! ته په هغه خدمت کې چې دې مسیحیانو ته یې کوې ډېر وفادار یې، که څه هم ته هغوی نه پېژنې.
6 هغوی د دې ځای کلیسا ته وویل چې د هغوی سره څومره مینه کوې. مهربانې وکړه د هغوی سره په سفر کې داسې مرسته وکړه لکه د هغو خلکو په شان چې د خدای خدمت کوي.
7 ځکه چې هغوی مسیح ته د خدمت کولو په خاطر په سفر روان شول او د بې دینه خلکو نه هېڅ مرسته نه غواړي.
8 نو مونږ باید د داسې خلکو سره مرسته وکړو او د حقیقت په خپرولو کې د هغوی سره ملګري شو.
9 ما ستاسو کلیسا ته یو لیک ولېږه خو دیوترفیس چې خپل ځان د نورو څخه لوړ ښایي او زما واک نه مني.
10 که زه درغلم نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي بلکې خپله هم مسیحیان نه مني او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووايي او د مېلمنو مسیحیانو مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي.
11 زما ګرانه دوسته، د بدۍ پیروي مه کوه، بلکې د نېکۍ پیروي کوه. کوم خلک چې نېک کارونه کوي، هغوی د خدای اولادونه دي او څوک چې بد کارونه کوي، هغوی هېڅکله هم خدای نه دی لیدلی.
12 ټول خلک د دیمیتریوس په هکله ښه شاهدي ورکوي او حقیقت همدا دی. مونږ هم د هغه په هکله ښه شاهدي ورکوو او ته پوهېږې چې زمونږ شاهدي رښتیا ده.
13 زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاته یې ولیکم، خو زه نه غواړم چې تاته هغه په قلم باندې ولیکم.
14 زه هیله لرم چې ډېر زر دې ووینم او مخامخ در سره خبرې وکړم.
15 سلامتي دې وي په تا باندې. ټول دوستان دې درباندې سلامونه وایي، زمونږ هر یو دوست ته سلامونه ووایه.