ارام


  • ت څښتن په ځواب کې وفرمایل: <زه به په خپله ستا سره لاړ شم او بری به درکړم.>
    هجرت 33: 14
  • کله چې دوی د ښار پولې ته راښکته شول، سموئیل شائول ته وویل: <خپل نوکر ته ووایه چې زمونږ څخه مخکې لاړ شي.> نوکر مخکې شو او سموئیل زیاته کړه: <دلته یوه شیبه ودرېږه ترڅو د خدای پیغام درته ووایم.>
    سموئیل 9: 27
  • هغه د یهودا خلکو ته وویل: «راځئ چې د دې ښارونو دپاره دېوالونه او د څارنې برجونه جوړ کړو او داسې دروازې ورته جوړې کړو چې په اړمونو بندیږي. دا هېواد تر اوسه پورې زمونږ دی، ځکه چې مونږ خپل څښتن خدای ته رجوع کړې ده. هغه د ټولو دښمنانو څخه په ارامۍ کې ساتلي یو.» خلکو ښارونه آباد کړل او نېکمرغه شول.
    ۔توارِیخ 14: 7
  • وېرې نه ولړزېږئ نوره ګناه مه کوئکله چې تاسو خپل بستر کې غلي پرېوزئپه دې هکله کې ژور فکر وکړئ
    زبور 4: 4
  • کړه توکل په څښتناوسه مضبوطه او پرېږده زړه دې چې جرات پیدا کړيکړه توکل دې په څښتن
    زبور 27: 14
  • وکړه انتظار غلی څښتن په مخ کې صبر شهاندېښنه مه کړه د هغه چا په هکله چې خوشبخت دییا هغه چې دی کامیاب په خپلو بدو پلانو کې
    زبور 37: 7
  • په صبر ما انتظار وکړ د څښتن کومک تهبیا هغه راته غوږ کېښود او فریاد یې زما واورېد
    زبور 40: 1
  • څښتن وویل: «جنګ بس کړئپه دې پوه شئ چې زه خدای یمټولو قومونو څخه لوړ یمه زهټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»
    زبور 46: 10
  • خپل مشکلات دې څښتن ته پرېږدههغه به وکاندي ساتنه د ستاهغه به هېڅکله پرېنږدي نېکان خلکچې دوی وغورځیږي
    زبور 55: 22
  • ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدایخپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئځکه هغه دی پناه ځای زمونږ
    زبور 62: 8
  • د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
    أيشعياه 26: 3
  • قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
    أيشعياه 30: 15
  • د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
    أيشعياه 32: 17
  • خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
    أيشعياه 40: 31
  • خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى.
    يرمياه 17: 7
  • کیونکہ میں تمہارے حق میں اپنے خیالات کوجانتا ہوں خداوند فرماتا ہے یعنی سلامتی کے خیالات ۔بُرائی کے نہیں تاکہ میں تم کو نیک انجام کی اُمید بخشوں۔
    يرمياه 29: 11
  • مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى. دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.
    ممرثيى 3: 25, 26
  • ای تاسو ټول چې د خپلو درنو بارونو څخه ستړي شوي یئ، ماته راشئ او زه به ارام درکړم. زما جغ په خپله غاړه کېږدئ او زما څخه یې زده کړئ، ځکه چې زه په زړه نرم او عاجز یم او ستاسو زړونه به ارام ومومي. ځکه چې زما د جغ وړل اسانه او بار مې سپک دی.»
    متى 11: 28-30
  • نو بیا د خدای سوله او سلامتي چې د انسان د پوهې نه بهر ده، ستاسو زړونه او خیالونه به د عیسی مسیح په وسیله خوندي وساتي.
    فيليپيان - فيليپيان 4: 7
  • له همدې امله زه کړاوونه زغمم، خو په هغه باندې نه شرمېږم. خو په چا باندې چې ما ایمان راوړی دی زه هغه پېژنم، ځکه زه یقین لرم چې هغه دا توان لري هغه څه چې هغه راته سپارلي دي، د خپل بېرته راتګ تر ورځې پورې یې وساتي.
    تيموتيوس دويم 1: 12
  • او خپلې ټولې اندېښنې هغه ته پرېږدئ، ځکه چې هغه په تاسو باندې پام کوي.
    اول پطروس 5: 7