ارم


  • زه څملمه ویده کېږمټوله شپه ساتي څښتن مې
    زبور 3: 5
  • څملم او ویده به شم په سوله کېای څښتنه صرف ته یې چې خوندي به مې ساتې
    زبور 4: 8
  • د شپې به نه وېرېږئ تاسې له هېڅ خطرهیا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا
    زبور 91: 5
  • دا بې فایدې ده چې سخت کار وکړئ خواړه پیدا کړئچې شپې ویده شئ تر ناوخته، سهار وختي پاڅېږئځکه څښتن ورکوي رزق هغو ته چې مینه کړي ورسرهکه ویده هم پراته وي
    زبور 127: 2
  • کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږېاو د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.
    متلونه 3: 24
  • د یو مزدور خوب خوږ وي، که هغه ډېره خوري یا لږهخو د شتمن سړي مړه ګېډه هغه خوب ته نه پرېږدي
    مُعلِم 5: 12
  • څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.
    أيشعياه 57: 2
  • <د څښتن ثناه دې وي! هغه خپل قوم اسراییلو ته د وعدې سره سم ارامي ورکړه. هغه ټولې سخاوتمندانه وعدې چې د خپل خدمتګار موسیٰ په وسیله یې کړې وې سرته ورسولې.
    سلاطِین 8: 56
  • او ستا به اعتماد پېدا شى، ځکه چې اُميد شته، او تۀ به بچ شې او په حِفاظت کښې به آرام کوې.
    ايُوب ايُوب 11: 18
  • څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.
    أيشعياه 57: 2
  • ”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ، نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
    أيشعياه 58: 13: 14
  • نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ.
    اول کورنتيان 10: 31
  • نو بیا د خدای د خلکو دپاره د سبت ارامي تر اوسه هم په خپل حال پاتې ده. ځکه کومو خلکو چې هغه ارامي موندلې ده چې خدای یې وعده کړې وه، نو د خپلو کارونو څخه به هم ارام ومومي، لکه څنګه چې خدای د خپلو کارونو څخه موندلی دی.
    العبرانيين 4: 9, 10