لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 1

څښتن حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راوغوښت او ورته ویې فرمایل:
2 <اسراییلیانو ته ووایه: کله چې ستاسو څخه یو څوک څښتن ته یوه نذرانه راوړي، هغه دې د خپلې پادې یا رمې څخه یو حیوان د خپلې نذرانې په توګه راوړي.
3 که چېرې هغه د خپلې پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یو داسې غویی راولي چې څه عیب په کې نه وي. هغه باید د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې وړاندې کړي، ترڅو څښتن هغه قبول کړي.
4 هغه به د حیوان په سر باندې خپل لاس کېږدي او دا به د هغه د ګناهونو د لېرې کولو دپاره د کفارې په توګه قبول شي.
5 هغه باید د څښتن په حضور کې غویی حلال کړي او د هارون زامن به چې د کاهنانو په توګه خدمت کوي، د هغه وینه راوړي او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې چې د مقدسې خېمې د دروازې په مخکې ده وشیندي.
6 بیا به د هغه حیوان پوستکی وباسي او ټوټې ټوټې به یې کړي،
7 او کاهنان دې د قربانۍ په ځای باندې لرګي په ترتیب سره کېږدي او اور دې ولګوي.
8 هغوی دې د حیوان ټوټې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي.
9 هغه نفر باید کولمې او پښې ومینځي او کاهن دې هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
10 که چېرې هغه نفر له خپلې رمې څخه یو حیوان وړاندې کوي، هغه باید نر وي او څه عیب په کې نه وي.
11 هغه باید د څښتن په حضور کې د قربانۍ د ځای شمال خواته حلال کړي او کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
12 وروسته له دې چې حیوان ټوټې ټوټې شي، کاهن به دا ټولې برخې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي.
13 هغه باید کولمې او پښې ومینځي او کاهن دې دا قرباني وړاندې کړي او هغه ټول دې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
14 که چېرې هغه یو مارغه د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یوه کوتره یا قمري وي.
15 کاهن به هغه په قربانګاه باندې وړاندې کړي، د هغې اورمېږ به تاو کړي او سر به یې د قربانۍ په ځای باندې وسوزوي. د هغې وینه به د قربانۍ د ځای په اړخ کې وڅڅیږي.
16 د هغې ججوره به د هرڅه سره لېرې کړي او د قربانۍ د ځای لمرخاته خواته به یې وغورزوي چېرته چې ایرې اچول کیږي.
17 د هغې وزرونه به ونیسي او بدن به یې په منځ کې داسې څیري کړي چې وزرونه یې ورڅخه بېل نه شي او بیا به هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.