لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 16

د حضرت هارون د دوو زامنو د مړینې څخه وروسته چې څښتن ته ورنژدې شول او مړه شول، څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې.
2 هغه وفرمایل: <خپل ورور هارون ته ووایه چې یوازې په یو مناسب وخت کې دې ډېر مقدس ځای ته چې د پردې شاته دی ورننوزي، ځکه دا هغه ځای دی چې زه په کې په ورېځو کې د لوظ د صندوق د سرپوښ دپاسه راښکاره کېږم. که هغه سرغړونه وکړي نو وبه وژل شي.
3 کله چې هارون د ګناه د نذرانې دپاره یو ځوان غویی او د سوزېدونکې نذرانې دپاره یو پسه راوړي، بیا هغه کولی شي چې ډېر مقدس ځای ته ورننوزي.>
4 بیا څښتن دا لارښودنې وکړې: <مخکې له دې چې هارون ډېر مقدس ځای ته ننوزي، هغه باید غسل وکړي او د کاهنتوب دغه مقدس لباس دې واغوندي: د کتان کمیس، نیکرونه، پټۍ او لونګۍ.
5 د اسراییلو قوم دې هارون ته دوه وزان د ګناه د نذرانې دپاره او یو پسه د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړي.
6 هارون دې یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي.
7 بیا دې هغه دوه وزان واخلي او د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې دې د څښتن په حضور کې وړاندې کړي.
8 هغه دې د دوو وزانو دپاره پچه واچوي او د دوه تیږو څخه دې کار واخلي، په یوه باندې دې د څښتن دپاره نښه وکړي او په بلې باندې دې د عزازیل دپاره.
9 هارون به هغه وز قرباني کړي چې د څښتن دپاره د پچې په وسیله انتخاب شوی وي او هغه به د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي.
10 کوم وز چې د عزازیل دپاره انتخاب شوی ؤ هغه به څښتن ته ژوندی وړاندې شي او په دښته کې به عزازیل ته ورولېږل شي، د دې په خاطر چې د قوم د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي.
11 کله چې هارون یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره حلال کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي،
12 نو هغه به د قربانۍ د ځای څخه د اور یو لوښی چې د لګول شویو سکارو څخه ډک وي او دوه موټي ښه میده شوې خوشبویي راواخلي او هغه دې ډېر مقدس ځای ته راوړي.
13 هغه به هلته د څښتن په حضور کې خوشبویي په اور باندې واچوي او د خوشبویۍ لوګی به د لوظ د صندوق سرپوښ پټ کړي ترڅو هارون هغه ونه ویني او مړ نه شي.
14 د غویي لږه وینه به واخلي او په خپلې ګوتې باندې به یې د سرپوښ مخکینۍ برخې ته وشیندي او بیا به د هغې څخه لږه د لوظ د صندوق مخې ته اووه ځلې وشیندي.
15 بیا به هارون د ګناه د نذرانې وز د قوم په خاطر حلال کړي او د هغه وینه به ډېر مقدس ځای ته یوسي او هماغسې کار به ورسره وکړي چې د غویي په وینه باندې یې کړی ؤ. هغه به د لوظ د صندوق په سرپوښ او د صندوق مخې ته وشیندي.
16 په دې ډول به هغه د پاکولو مراسم سرته ورسوي چې ډېر مقدس ځای د اسراییلو د قوم د ناپاکۍ او د هغوی د ټولو ګناهونو څخه پاک کړي. هغه دې دا کار د مقدسې خېمې دپاره هم وکړي، ځکه چې هغه د کمپ په منځ کې ولاړه ده او کمپ په مذهبي لحاظ ناپاک دی.
17 له هغه وخت څخه چې هارون ډېر مقدس ځای ته د کفارې د ادا کولو دپاره ننوزي، د هغه د راوتلو پورې باید هیڅوک په خېمه کې نه وي. کله چې هغه د خپل ځان، خپلې کورنۍ او ټول قوم دپاره کفاره ادا کوي
18 نو باید بیا د نذرانو د سوزولو دپاره د قربانۍ ځای ته لاړ شي او هغه پاک کړي. هغه باید د غویي او د وز لږه وینه واخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي.
19 هغه باید په خپله ګوته لږه وینه واخلي او په قربانګاه باندې دې اووه ځلې وشیندي. په دې ډول دې هغه د اسراییلو د قوم د ناپاکۍ څخه پاکه او مقدسه کړي.
20 کله چې هارون ډېر مقدس ځای، د مقدسې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ د ځای د پاکولو مراسم سرته ورسوي، هغه به هغه ژوندی وز څښتن ته وړاندې کوي چې د عزازیل دپاره انتخاب شوی دی.
21 هغه دې دواړه لاسونه د ژوندي وز په سر باندې کېږدي او په هغه باندې دې د اسراییلو د قوم د ټولو بدکاریو، ګناهونو او سرکشیو اقرار وکړي او هغه دې د وز په سر باندې واچوي. هغه به دا وز لېرې دښتې ته ولېږي او یو داسې سړي ته دې وسپاري چې د دې کار دپاره ټاکل شوی وي.
22 کله چې هغه سړی هغه وز په دښته کې خوشې کړي نو هغه وز به د هغوی ټول ګناهونه د خپل ځان سره یو شاړ ځای ته یوسي.
23 بیا دې هارون مقدسې خېمې ته ورننوزي او د کتان هغه لباس چې ډېر مقدس ځای ته د ورننوتلو څخه مخکې یې اغوستی ؤ وباسي او هلته دې پرېږدي.
24 هغه به په یو مقدس ځای کې غسل وکړي او خپل عادي لباس به واغوندي. بیا به هغه دباندې راووزي او یوه سوزېدونکې نذرانه به د ځان او یوه د قوم دپاره قرباني کړي، د دې په خاطر چې د خپل ځان او د هغوی دپاره کفاره ادا کړي.
25 همدارنګه هغه به په قربانګاه باندې د حیوان وازګه چې د ګناه د نذرانې دپاره ده وسوزوي.
26 هغه سړی چې وز یې په دښته کې عزازیل ته ورپرېښود، باید کمپ ته د بېرته راتګ څخه مخکې خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي.
27 هغه غویی او وز چې د ګناه د نذرانو دپاره ورڅخه کار واخیستل شو او د هغو وینه د کفارې د ادا کولو دپاره ډېر مقدس ځای ته راوړل شوه، باید د کمپ څخه دباندې یوړل شي. د هغو پوستکي، غوښه او خوشایي دې وسوزول شي.
28 کوم سړی چې هغه سوزوي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، له هغې وروسته هغه کمپ ته ننوتلی شي.
29 په لاندینیو مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي. د اوومې میاشتې په لسمه ورځ تاسو ټول اسراییلیان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي باید روژه ونیسئ او هیڅ کار باید ونه کړئ،
30 ځکه چې په دې ورځ به ستاسو د پاکولو دپاره کفاره ادا شي. بیا به تاسو د څښتن په حضور کې د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاک شئ.
31 دا به د سبت په شان د ارام ورځ وي، په دې ورځ باید تاسو روژه ونیسئ. په دغو مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي.
32 هغه کاهن چې مسح شوی وي او د خپل پلار په ځای د مشر کاهن په توګه ټاکل شوی وي، هغه دې کفاره ادا کړي. هغه دې د کتان مقدس کالي واغوندي
33 او دا مراسم دې سرته ورسوي د دې په خاطر چې ډېر مقدس ځای، د مقدسې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ ځای پاک کړي او د کاهنانو او ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي.
34 د اسراییلیانو د ټولو ګناهونو دپاره دې په کال کې یو ځل کفاره ادا شي. په دې مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي.>نو څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ، هماغسې وشول.