روت

1 2 3 4


څپرکی 2

نعومي یو شتمن او مهم خپلوان درلود چې بوعز نومېده څوک چې د هغې د مېړه الیملک د کورنۍ څخه ؤ.
2 یوه ورځ روت نعومي ته وویل: <که ستا خوښه وي زه به پټیو ته لاړه شم او هغه وږي به راټول کړم چې د لوګرو څخه پاتې شوي دي. زه باور لرم داسې یو څوک به پیدا کړم چې ماته د دې کار د کولو اجازه راکړي.>نعومي ځواب ورکړ: <ځه لورې لاړه شه.>
3 نو روت پټیو ته لاړه، د لوګرو پسې روانه شوه او هغه وږي یې راټولول چې د دوی څخه به پاتې کېدل. د تصادف له مخې هغه د بوعز په پټیو کې وه.
4 څه وخت وروسته بوعز په خپله د بیت لحم نه راغی او لوګرو ته یې وویل: <څښتن مو مل شه!>هغوی ورته په ځواب کې وویل: <تا دې څښتن خوشاله کړي.>
5 بوعز د لوګرو د مشر څخه پوښتنه وکړه: <هغه ځوانه ښځه څوک ده؟>
6 سړي په ځواب کې وویل: <دا هغه موآبۍ ښځه ده څوک چې د نعومي سره د موآب نه راغلې ده.
7 هغې زما څخه اجازه وغوښتله چې لاړه شي او هغه وږي راټول کړي کوم چې د لوګرو څخه پاتې کیږي. او هغې پرته له یوې شېبې دمې څخه ټول سهار کار کړی دی.>
8 نو بیا بوعز روت ته ورغی او ویې ویل: <زه فکر کوم تاته به دا ډېره ښه وي چې د بل چا په پټیو کې وږي راټول نه کړې. ته همدلته د ښځو سره پاتې شه
9 او زما په پټو کې د لوګرو پسې وږي راټول کړه. ما سړیو ته امر کړی چې تا ونه ځوروي او هرکله چې تږې کېږې، د هغو منګیو څخه اوبه څښلی شې چې هغوی ډک کړي دي.>
10 روت ځمکې ته د درناوي سر ټیټ کړ او ویې ویل: <ته پوهېږې چې زه د بل هېواد څخه راغلې یم. ته ولې زما سره دومره نېکي کوې؟>
11 بوعز په ځواب کې وویل: <ما د ټولو هغو شیانو په هکله اورېدلي دي چې تا د خپلې خواښې دپاره د خپل مېړه د مرګ څخه وروسته ترسره کړي دي. زه پوهېږم چې څنګه تا خپله مور او پلار او خپل هېواد پرېښودل او څنګه ته راغلې ترڅو د داسې خلکو په منځ کې واوسېږې چې تا پخوا هیڅ نه پېژندل.
12 زه دعا کوم چې څښتن دې د دې کار دپاره تاته اجر درکړي. د اسراییلو څښتن خدای چې تا ورته پناه وروړې ده د دې کار پوره اجر درکړي.>
13 روت په ځواب کې وویل: <ښاغلیه دا ستا ډېره نېکي ده چې ته ما سره ډېره په مهربانۍ سره خبرې کوې او زما هرکلی کوې، زه حتیٰ ستا د یوې وینځې برابره هم نه یم.>
14 د ډوډۍ خوړلو په وخت کې بوعز روت ته وویل: <راځه مونږ سره ډوډۍ وخوره. لږه ډوډۍ واخله او په سرکه کې یې لنده کړه.> هغه د لوګرو سره کښېناستله او بوعز هغې ته وریتې شوې غلې دانې ورکړې، روت چې څومره غوښتل ویې خوړې او لږې ورڅخه پاتې هم شوې.
15 وروسته د هغې چې روت د وږو د راټولولو دپاره لاړه، بوعز خپلو سړیو ته وویل: <هغه پرېږدئ چې د ګېډیو څخه هم وږي واخلي.
16 د ګېډیو څخه هم یو څه وږي راوباسئ او ورته یې پرېږدئ او د هغې سره سختې خبرې مه کوئ!>
17 نو روت په پټیو کې تر ماښامه پورې کار وکړ. د وږو د ټکولو څخه وروسته هغه یوه لویه ټوکرۍ ډکه کړه.
18 هغې دا وږي ښار ته یوړل او خپلې خواښې ته یې وروښودل چې څومره یې راټول کړي وو. روت هغه ډوډۍ هم ورکړه کومه چې د غرمې نه پاتې شوې وه.
19 نعومي وویل: <تا نن چېرته او د چا په پټیو کې کار وکړ؟ خدای دې هغه سړي ته برکت ورکړي چې ستا سره یې ډېره ښه رویه وکړه!>بیا روت هغې ته وویل: <ما د یو سړي په پټیو کې کار وکړ چې بوعز نومېده.>
20 نعومي په ځواب کې وویل: <څښتن دې بوعز ته برکت ورکړي! څښتن تل د مړو او ژوندیو سره وفادار دی.> نعومي زیاته کړه: <بوعز زمونږ د هغې نژدې خپلوانو د ډلې څخه دی څوک چې زمونږ ساتنه کوي.>
21 روت هغې ته وویل: <بوعز حتیٰ ماته وویل چې د لو د پای پورې زما د لوګرو سره وږي راټولوه.>
22 نعومي په ځواب کې وویل: <زما لورې دا ښه خبره ده چې ته د هغو ښځو سره وږي راټول کړې څوک چې د بوعز په پټیو کې کار کوي، ځکه کېدای شي د بل چا په پټیو کې ستا سره بد سلوک وشي!>
23 نو بیا روت د کار کولو په وخت کې نورو ښځو سره نژدې اوسېده. روت تر هغه وخته پورې په پټو کې کار کاوه ترڅو چې ټولې اوربشې او غنم ورېبل شول. او په دې ټوله موده کې هغه د خپلې خواښې سره اوسېده.