روت

1 2 3 4


څپرکی 4

بوعز د غونډې ځای ته چې د ښار د دروازې سره ؤ لاړ او هلته کښېناست. کله چې د الیملک زیات نژدې خپلوان راغی، نو بوعز هغه ته بلنه ورکړه چې راشي او کښېني نو هغه همداسې وکړل.
2 بیا بوعز د ښار لسو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په هغه ځای کې کښېني او هغوی همداسې وکړل. وروسته له دې چې هغوی کښېناستل،
3 بوعز خپل خپلوان ته وویل: <اوس چې نعومي د موآب څخه بېرته راغلې، هغه غواړي چې هغه پټی چې زمونږ د خپلوان الیملک ملکیت ؤ خرڅ کړي.
4 زه تاته دا ځکه وایم چې ته د هغه د ټولو نه نژدې خپلوان یې او ته دا حق لرې چې دا ملکیت واخلې، که چېرې ته غواړې کولی شې چې دا همدا اوس واخلې. دا لس مشران او دا نور چې دلته ناست دي دا به شاهدان وي. خو که چېرې ته دا ملکیت نه غواړې بیا ماته ووایه، ځکه ستا نه وروسته بیا زه مستحق یم.>دې سړي په ځواب کې وویل: <زه به یې واخلم.>
5 بوعز وویل: <ډېره ښه ده، خو که چېرې ته دا پټی د نعومي نه اخلې بیا به د موابي کونډې روت سره واده هم کوې، ترڅو پټی بېرته د هغې د مړ شوي مېړه کورنۍ کې پاتې شي.>
6 سړي په ځواب کې وویل: <که چېرې داسې خبره وي بیا زه نه غواړم چې دا ملکیت واخلم، ځکه چې هغه به زما خپل ملکیت کې څه ستونزه راپیدا کړي. ته یې په خپله واخله، زه یې نه شم اخیستلی.>
7 په هغو ورځو کې که چېرې چا د خپل ملکیت حق بل چاته سپاره، خپله څپلۍ به یې د تصدیق په ډول ورکوله.
8 نو وروسته له دې چې سړي موافقه وکړه چې بوعز پرېږدي چې دا ملکیت واخلي، هغه خپله څپلۍ وویستله او بوعز ته یې ورکړه.
9 نو بیا بوعز مشرانو او نورو حاضرو کسانو ته وویل: <نن تاسو ټول د دې خبرې شاهدان یاستئ چې ما د نعومي څخه هغه ملکیت واخیست کوم چې د الیملک او د هغه د دوو زامنو په نوم ؤ، چې کلیون او محلون نومېدل.
10 برسېره پردې تاسو د دې خبرې شاهدان یاستئ چې زه به روت سره چې د محلون کونډه ده واده وکړم. په دې توګه به دا ملکیت د محلون د کورنۍ په نوم وساتل شي او د هغه نوم به په خپلو خلکو او خپل ښار کې په یاد پاتې شي.>
11 د ښار مشرانو او نورو خلکو چې هلته وو، وویل: <مونږ د دې خبرې شاهدان یو او مونږ دعا کوو چې څښتن دې ستا ښځې ته ډېر اولادونه ورکړي، څنګه یې چې د یعقوب ښځو راحیل او لیه ته ورکړي وو. ته دې د افراتې په خېلخانه کې شتمن او د بیت لحم په ښار کې مشهور سړی شې.
12 د دې ځوانې ښځې څخه چې ستا اولادونه پیدا شي، هغوی دې ستا کورنۍ د فارص د کورنۍ په څېر مشهوره کړي چې د تامار او یهودا زوی ؤ.>
13 نو بوعز روت خپل کور ته د خپلې مېرمنې په توګه بوتله. څښتن هغې ته برکت ورکړ، هغه اومیدواره شوه او زوی یې پیدا شو.
14 د هغه له زېږېدو څخه وروسته، ښځو نعومي ته وویل: <د څښتن ستاینه وکړه. نن هغه تاته لمسی درکړی چې په تا پام وکړي. مونږ دعا کوو چې دا هلک دې لوی شي او په اسراییلو کې دې نامتو شي.
15 ته خپلې نږور ته ګرانه یې او تا سره یې د اووه زامنو څخه ډېر ښه کړي دي. اوس یې تاته لمسی هم درکړ څوک به چې تاته نوی ژوند راوړي او هغه به ستا په آخر عمر کې ستا ساتنه کوي.>
16 نعومي ماشوم واخیست، په غېږ کې یې ونیو او د هغه ساتنه یې وکړه.
17 ګاونډیو ښځو د هغه نوم عوبید کېښود او ویل به یې چې د نعومي هلک پیدا شوی دی.کله چې عوبید لوی شو د هغه یو زوی پیدا شو چې یسي نومېده او یسي بیا وروسته د داود پلار شو.
18 ‏-
22 دا د فارص څخه نیولې تر داود پورې د هغوی شجره ده: حصرون د فارص زوی ؤ، رام د حصرون زوی ؤ، عمیناداب د رام زوی ؤ، نحسون د عمیناداب زوی ؤ، سلمون د نحسون زوی ؤ، بوعز د سلمون زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ او داود د یسي زوی ؤ.