متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 16

انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړويخو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده.
2 د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاريخو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.
3 خپل ټول کارونه څښتن ته وسپارهنو ستا نقشې به بریالې شي.
4 څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دياو حتی بدکاران یې د تباهۍ د ورځې دپاره پیدا کړي دي.
5 څښتن له ټولو کبرجنو خلکو نه کرکه کوياو باور ولره چې بې سزا به پاتې نه شي.
6 د مینې او وفادارۍ له امله ګناه بخښل کیږيد څښتن له وېرې انسان له بدۍ او بلاګانو ساتل کیږي.
7 کله چې څښتن د انسان له کړو نه راضي وينو دښمنان یې هم له هغه سره په امن کې وي.
8 په صداقت سره لږه ګټه ښه ويله هغې ډېرې ګټې نه چې په بې انصافۍ سره وي.
9 انسان په زړه کې ځان ته د تګ لارې جوړويخو څښتن د هغه د قدمونو لارښوونه کوي.
10 د پاچا خبرې د وحې په څېر دياو په قضاوت کې هېڅ بې انصافي نه کوي.
11 سمه تله او تول د څښتن د قضاوت نښه دهاو د وزن کولو دپاره یې ټول کاڼي جوړ کړي دي.
12 پاچاهان د بدو کارونو نه کرکه کويځکه د پاچاهۍ تخت یې د عدالت په بنیاد ولاړ دی.
13 پاچاهان په رښتینو خبرو خوشحالیږياو له هغه چا سره مینه کوي چې رښتیا وایي.
14 د پاچا غوسه د مرګ پیغام دیخو د حکمت خاوند د هغه قهر سړوي.
15 د پاچا په ورین تندي کې د ژوندون زېری وياو رحم یې د پسرلي د ورېځې په څېر باران وروي.
16 د حکمت حاصلول له سرو زرو نه څو چنده بهتر دياو عقل لاسته راوړل له سپینو زرو نه غوره دي.
17 د صادقانو سمه لار انسان د بدۍ او بلا نه ساتيڅوک چې خپلې لارې ته پام کوي نو خپل ځان ساتي.
18 مغرور تباه کیږيکبرجن راغورځیږي.
19 ښه ده چې انسان عاجز وي او د غریبانو سره اړیکې ولريله دې نه چې د مغرورانو سره په غنیمت کې شریک شي.
20 بریالی دی هغه څوک چې کلام اورياو بختور دی هغه چې په څښتن باور کوي.
21 د حکمت خاوند له خپل عقل څخه پېژندل کیږياو خوږه ژبه په زده کړه کې ډېره قناعت بخښونکې وي.
22 څوک چې هوښیاري لري هغه یې د ژوند سرچینه دهخو جهالت د جاهلانو دپاره د سزا لښته ده.
23 د حکمت د خاوند زړه د هغه ژبه هوښیارويچې هرې خبرې ته یې په قناعت ورکولو کې ګټه رسوي.
24 مهربانې خبرې د شاتو د مچیو د ډک چک په شان ديچې د روح دپاره خواږه او د بدن دپاره شفا ده.
25 د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاريخو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.
26 د یو مزدور لوږه هغه سخت کار ته مجبوروياو وږې ګېډه سړی نور ډېر کار ته هڅوي.
27 بېکاره انسان بدې نقشې جوړوياو خبرې یې د اور په شان سوځول کوي.
28 بې لارې سړی شخړو ته لمن وهياو غیبت کوونکی نژدې دوستان جدا کوي.
29 ظالم خپل ملګری بې لارې کوياو بدې لارې ته یې هڅوي.
30 څوک چې سترګې او وروځې وهي بدې نقشې جوړوياو د شونډو په چیچلو نورو ته تاوان رسوي.
31 سپین ویښته د عزت تاج دیچې د صداقت له لارې تر لاسه کیږي.
32 څوک چې زر نه په قهریږي له یو قوي جنګیالي نه ښه دید خپلې غوسې سړوونکی د یو ښار له فتح کوونکي نه بهتر دی.
33 انسان خو پچه میدان ته اچويخو وروستۍ پرېکړه د څښتن په لاس کې ده.