متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 5

ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوهاو د پوهې خبرو ته مې ښه غوږ ونیسه
2 نو ته به د دې لایق شې چې خپله خوله پټه وساتېاو شونډې به دې علم ټینګ وساتي.
3 د بدلمنې ښځې له شونډو نه شات څڅیږياو د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې دي
4 خو په اخر کې د زهرو او زقوم په شان ترخه وياو خوله یې د دوه مخې تورې په څېر تېره وي.
5 د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دياو مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.
6 هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوياو نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.
7 نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئڅه چې درته وایم، له هغه نه مخ مه اړوئ.
8 ای زما زویه! له داسې ښځې نه ځان لېرې ساتهاو د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه
9 هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړېاو ځواني دې د بې رحمه انسان په لاس کې ولویږي
10 او په شتمنۍ دې پردي ماړه شياو د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.
11 کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږينو په اخر کې به فریادونه کوې
12 او بیا به افسوس کوې چې «ولې مې نصیحت نه اورېدهاو څومره به مې زړه اصلاح سپکه ګڼله؟
13 د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منلهاو د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.
14 ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدماو د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»
15 یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښهلکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.
16 نو دا مناسب ده چې ستا د اوبو چینې دې په لارو کې تویې شياو د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟
17 دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وياو له پردیو سره دې شریکې نه شي.
18 نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شياو د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.
19 هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ دهاو د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شېاو د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.
20 نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یېاو د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟
21 نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دياو هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.
22 د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلويچې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.
23 هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شياو د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.