يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 49

د عمونيانو په حقله مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا د بنى اِسرائيلو څوک اولاد نشته؟ او د هغوئ څوک وارث نشته؟ نو بيا ولې د مولک بُت تابعدارى کوونکو د جاد په مال حال قبضه کړې ده او د هغوئ په ښارونو کښې اوسيږى؟“
2 مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو.
3 اے د حسبون ښځو، وژاړئ، ځکه چې د عى ښار تباه شو. اے د ربه ښځو، وير وکړئ. د ټاټ جامې واغوندئ او ماتم وکړئ. اخوا ديخوا سرګردانه وزغلئ، ځکه چې د مولک بُت به سره د خپلو اِمامانو او خادِمانو جلاوطن کړے شى.
4 تاسو ولې په خپل لوئ طاقت باندې فخر او لافې کوئ؟ ستاسو مال دولت به کم کړے شى، اے عمونه. چې د سرکشه جينۍ په شان په خپل مال دولت باندې يقين کوئ او داسې وايئ، په چا کښې جرأت شته چې په مونږ باندې حمله وکړى؟“
5 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ به ستاسو د هرې خوا نه په تاسو باندې يره او وحشت راولم. او ستاسو هر يو کس به د مُلک نه وشړلے شى، او هيڅ څوک به هم دا مفروران يو ځائ ته راجمع نۀ کړى.
6 خو وروستو به زۀ عمونيان يو ځل بيا بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
7 د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟
8 اے د ددان خلقو، واپس شئ او وتښتئ، او په غارونو کښې خپل ځان پټ کړئ، ځکه چې زۀ په عِيسو افت نازلوم نو په دغه وخت کښې به زۀ هغۀ ته هم سزا ورکړم.
9 هغوئ څوک چې انګور راټولوى لږ څۀ غريبانانو ته پرېږدى. کۀ چرې په شپه کښې ورباندې غلۀ راشى، نو هغوئ به ورنه هر څۀ نۀ جارُو کوى.
10 خو زۀ به د عِيسو نه هر څۀ جارُو کړم او د هغۀ پټ ځايونه به ښکاره کړم، نو هغه به يو ځائ هم خپل ځان پټولے نۀ شى. د هغۀ ماشومان، خپلوان، او ګاونډيان به تباه کړے شى، او هغه به نور په دُنيا کښې ژوندى پاتې نۀ شى.
11 خو زۀ به ستاسو د يتيمانو خيال ساتم او ستاسو کونډې دې هم په ما د مدد دپاره باور وکړى.“
12 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ چرې بې‌ګناه خلقو ته سزا ملاويږى، نو بيا به تاسو د څومره سزا لائق يئ. تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ. نو تاسو به ضرور د غضب د دې پيالۍ نه خوند واخلئ.“
13 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“
14 ما د مالِک خُدائ له طرفه پېغام واورېدو، يو قاصد قومونو ته ولېږلے شو چې هغوئ ته ووائى چې، ”د ادوم په خلاف لښکر راجمع کړئ او د جنګ دپاره تيارى وکړئ.
15 مالِک خُدائ ادوميانو ته فرمائى چې، اوس به زۀ تا د نورو قومونو په مينځ کښې کمزورے کړم. او ټول به تا ته په سپکه سترګه ګورى.
16 ستا خپل دهشت او کوم کبر چې ستا په زړۀ کښې وو تۀ دوکه کړې، تاسو څوک چې د ګټانو په درزونو کښې اوسېږئ، او د غرونو اوچتې څوکې ستا په قبضه کښې دى. کۀ څۀ هم چې تۀ د باز په شان په اوچتو ځايونو کښې خپلې جالې جوړې کړې نو د هلته نه به زۀ تا لاندې راکوز کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
17 ادوم به د خلقو دپاره د يرې مثال وګرځى، او څوک هم چې په دې لار تېريږى د هغوئ د ټولو افتونو پورې به حق حېران شى.
18 لکه څنګه چې سدوم او عموره، او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو باندې تباهى راغلې وه، نو ادوم به هم هغه شان تباه شى، هلته به هيڅ څوک نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
19 لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.
20 نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د ادوم په خلاف جوړه کړې ده، او څۀ چې هغه د تيمان د خلقو سره کول غواړى. د هغوئ د رمې نه به واړۀ ګډورى راکاږى او هغه به په پوره توګه د هغوئ د څرن ځائ د دوئ په وجه وران کړى.
21 د ادوم د راغورزېدو په آواز به زمکه ټوله په لړزان شى، او د هغوئ د چغو او سورو آواز به د بحرِقُلزمه پورې اورېدلے شى.
22 ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“
23 مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.
24 د دمشق ښاريه د هغې ښځې په شان ده چې بې‌همته شوه، او د هغې ټول خلق وتښتېدل. يرې، وارخطايۍ، او درد هغه رانيولې ده لکه څنګه چې يوه ښځه د لنګون په وخت کښې نيولې وى.
25 دا مشهور ښار به څومره وران ويجاړ وى، کوم ښار چې په يو وخت کښې د خوشحالۍ ډک وو.
26 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.
27 زۀ به د دمشق په دېوالونو باندې اور ولګوم، او تر دې چې دا به د بِن‌حدد محلونه وسوزوى.“
28 د قيدار او د حاضور د علاقې په حقله کوم چې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر ورباندې حمله وکړه، مالِک خُدائ فرمائى چې، ”راپاڅئ او په قيدار باندې حمله وکړئ او د مشرق اوسېدونکى تباه کړئ.
29 د هغوئ خېمې او رمې به قبضه کړے شى، د هغوئ د سر سورے به ترې نه سره د سامانه او اوښانو واخستلے شى. او خلق به د هرې خوا نه چغې سورې وهى. او هر چرته به يره خوره شوې وى.
30 مالِک خُدائ فرمائى چې، اے د حاضور خلقو په منډه وتښتئ. او خپل ځانونه په ژورو غارونو کښې پټ کړئ. ځکه چې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر ستا خلاف منصوبه تياره کړې ده. او ستاسو د تباهۍ تيارے کوى.
31 مالِک خُدائ فرمائى، راپاڅه او په هغه ښارونو باندې حمله وکړه څوک چې په آرام او سکون کښې ژوند کوى. د چا چې نۀ دروازې شته او نۀ دېوالونه او يواځې اوسيږى.
32 د هغوئ اوښان تالا کړه او د هغوئ رَمې لوټ کړه. او زۀ به هغوئ څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى د هوا په مخکښې خوارۀ کړم او د هرې خوا نه به پرې افت نازل کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
33 حاضور به د ګيدړانو د اوسېدو ځائ شى او د همېشه دپاره به وران او شاړ پروت وى. هيڅ څوک به هلته نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى.“
34 دا د مالِک خُدائ هغه پېغام دے چې په يرمياه نبى باندې د عيلام په حقله د يهوداه د بادشاه صدقياه د بادشاهۍ په وړومبو ورځو کښې نازل شو.
35 مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، ”زۀ به د عيلام ليندې چلوونکى ووژنم، کوم چې د هغوئ د زور او طاقت اُميد دے.
36 زۀ به د آسمانونو د څلورو خوا نه په هغوئ باندې څلور بادونه راولم او هغوئ به ورته تس نس کړم، او داسې يو قوم او مُلک به نۀ وى چې د عيلام خلق ورته په جلاوطنۍ لاړ نۀ شى.
37 زۀ به د عيلام د خلقو په زړۀ کښې د هغوئ د دشمنانو يره واچوم. څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى، زۀ به په هغوئ افت نازل کړم او تر دې چې خپل خطرناک قهر او غضب به پرې راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. زۀ به هغوئ ته فوجيان ورولېږم چې دوئ راټينګ کړى تر دې چې ټول تباه کړم.
38 زۀ به خپل تخت په عيلام کښې قائم کړم، او د هغې بادشاه او آفسران به هلاک کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
39 خو زۀ به په آئنده کښې د عيلام خلق بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“