يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 52

صدقياه د يويشتو کالو وو کله چې هغه د يهوداه بادشاه شو، او هغۀ په يروشلم يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور نامه حموطل وه، چې د يرمياه لور وه، چې هغه د لِبناه وه.
2 خو هغۀ د مالِک خُدائ په وړاندې هغه بدکارونه وکړل، کوم چې يهويقيم بادشاه کړى وُو.
3 دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د څپرکیل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.
4 نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.
5 يروشلم د صدقياه بادشاه د حکومت تر يوولسم کال پورې محاصره وو.
6 د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ د صدقياه د حکومت په يوولسم کال، په ښار کښې قحطى ډېره سخته شوه، او آخر يې ټول خوراک بلکل ختم شوے وو.
7 بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې څپرکیليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله.
8 خو د څپرکیليانو فوجيانو صدقياه بادشاه پسې راخستې وه او هغه يې د يريحو په مېدانونو کښې ونيولو، د هغۀ سړو هغه پرېښودو او خوارۀ وارۀ شول.
9 هغوئ هغه د څپرکیل بادشاه ته رِبله ته بوتلو چې د حمات په مُلک کښې وو. د څپرکیل بادشاه بيا د سزا ورکولو خپله فېصله په صدقياه واوروله.
10 هغوئ د صدقياه په مخامخ د هغۀ زامن او د يهوداه ټول آفسران حلال کړل.
11 نو هغوئ د صدقياه سترګې وويستلې، د پيتلو په زنځيرونو يې وتړلو او څپرکیل ته يې بوتلو چرته چې هغه د خپل مرګ تر وخته پورې هلته پروت وو.
12 د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ په نولسم کال د څپرکیل د بادشاه نبوکدنضر، شاهى کمانډر نبوزردان چې د شاهى فوج مشر وو، يروشلم ته راغلو.
13 هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.
14 او د څپرکیل ټولو فوجيانو د شاهى کمانډر په مشرۍ کښې د يروشلم د ښار ګېرچاپېره دېوالونه راوغورزول.
15 نو بيا نبوزردان د څپرکیل فوجى کمانډر هغه ځينې غريبانان خلق جلاوطن کړل او نور هغه کسان چې په ښار کښې پاتې وُو، او هم نور ماهِر کاريګران، او هغوئ څوک چې د څپرکیل د بادشاه بګوړه شوى وُو هم بوتلل.
16 خو نبوزردان څۀ غريبانان خلق په مُلک کښې پرېښودل کوم چې بلکل غريبانان وُو ترڅو هغوئ د انګورو په باغونو او پټو کښې کار وکړى.
17 څپرکیليانو هغه د زېړو ستنې ماتې کړې، او هغه ګاډۍ او د زېړو تالاب چې نوم يې سمندر وو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې وو او هغوئ ټول زېړ د خپل ځان سره څپرکیل ته يوړل.
18 هغوئ د خپل ځان سره ټول هغه سامان يوړلو کوم به چې د خُدائ په کور کښې د خِدمت کولو دپاره استعمالېدلو، لکه بېلچې او د ايرو لوښى، د ډيوو سرپوښونه، چمچۍ، د قربانۍ د وينې اوچتولو جامونه، پيالۍ، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان يې لوټ کړو.
19 نبوزردان د فوج مشر ځان سره هم هغه وړې کاسې، د خوشبو انګيټۍ، کاسې، دېګونه، ډيوټ دانونه، لوښى، کاسې کومې چې چڼکاو نذرانو دپاره استعمالېدلې او نور ټول سامان کوم چې د سوچه سرو او سپينو زرو نه جوړې شوې وې.
20 هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو.
21 دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته او تقريباً شپږ ګزه ګول وه، د هغوئ مينځ خالى وو خو د هغوئ د دېوال ګېج تقريباً درې اِنچه غټ وو.
22 د هرې يوې ستنې په سر باندې تقريباً درې ګزه اوچت د زېړو تاج وو چې دا ګېرچاپېره د زېړو په زنځيرونو تړلى شوى انارو ښائسته کړے شوے وو.
23 د هرې ستنې نه ګېرچاپېره شپږ نوې انار لګولے شوى وُو چې ټوټل سل انار ورباندې لګولے شوى وُو.
24 نبوزردان د فوج مشر د خپل ځان سره د دې نه علاوه، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې خادمان قېديان بوتلل.
25 د ښار نه هغۀ هغه آفسر بوتلو کوم چې د جنګى فوجيانو مشر وو، او اووۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې هغوئ لا تر اوسه په ښار کښې وُو، د فوجى مشر منشى چې هغه د فوجيانو د بهرتى کولو ذمه وار وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې هم بوتلل،
26 نبوزردان هغوئ ټول ځان له کړل او د صوبه حمات په رِبله ښار کښې يې د څپرکیل بادشاه له بوتلل.
27 او هلته په رِبله کښې د حمات په زمکه د څپرکیل بادشاه ټول ووژل. نو بيا داسې د يهوداه خلق د خپل مُلک نه پردى مُلک ته بوتلے شول.
28 د نبوکدنضر د حکومت په اوؤم کال کښې څوک چې جلاوطن کړے شوى وُو د هغوئ شمېر درې زره او درويشت وو.
29 او د نبوکدنضر په اتلسم کال د حکومت په دوران کښې نور اتۀ سوه او دوه دېرش کسان د يروشلم نه قېديان بوتلل.
30 او د نبوکدنضر د حکومت په درويشتم کال هغه نبوزردان راولېږلو او هغۀ نور اووۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان قېديان بوتلل چې د ټولو شمېر څلور زره او شپږ سوه کسان شُو.
31 د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويل‌مرودک د څپرکیل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو.
32 اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په څپرکیل کښې جلاوطن وُو.
33 نو يهوياکين خپلې د قېدخانې جامې يو خوا ته وويستلې او باقى ټول عمر يې د بادشاه په مېز باندې خوړل څښل کول.
34 هره ورځ د څپرکیل بادشاه يهوياکين ته باقاعده خرچه ورکوله او هغۀ ورته تر مرګه پورې خرچه مقرره کړه.