مرثيى

1 2 3 4 5


څپرکی 1

افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه.
2 هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بې‌وفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى.
3 يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه.
4 صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى.
5 د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.
6 د لور صيون ټوله لوئى ختمه شوه، او د هغې نه ټول شان او شوکت لاړو. شهزادګان يې لکه د هغه هوسو په شان شول، چې د څرن ځائ موندلے نۀ شى. هغوئ خو دومره کمزورى شوى وُو، چې د ښکارى نه تښتېدلے نۀ شول.
7 يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو.
8 يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.
9 د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“
10 دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.
11 ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.
12 ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.
13 هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم.
14 زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.
15 مالِک زما ټول فوجيان رد کړل کوم چې ما سره وُو. هغۀ زما خلاف د لښکر اعلان وکړو چې زما ځوانان غوبل کړى. مالِک د يهوداه نيازبين ښار لکه د انګور په شان په لنګرۍ کښې نچوړ کړو.
16 نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“
17 صيون خپل لاسونه د مدد دپاره غزوى، خو هيڅ څوک نشته چې تسلى ورکړى. مالِک خُدائ د يعقوب خلاف حکم وکړو چې د هغۀ ګاونډيان به د هغۀ دشمنان شى. د يروشلم نه د هغوئ په مينځ کښې پليته کپړه جوړه شوې ده.
18 ”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.
19 ما خپلو عاشقانو ته آواز وکړو خو هغوئ ما له دوکه راکړه. کله چې اِمامانو او مشرانو د خپلو ځانونو ژوندى ساتلو دپاره خوراک لټولو نو هغوئ په ښاريه کښې مړۀ شول.
20 وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.
21 هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى.
22 د هغوئ ټول بدکارونه دې تا ته ښکاره شى. هغوئ له هغسې سزا ورکړه لکه څنګه چې تا ما له زما د ټولې سرکشۍ په وجه راکړې ده. زما کړاونه او زبيرګى زيات دى او زما زړۀ بې‌قراره شوے دے.“