اول تيموتيوس

1 2 3 4 5 6


څپرکی 3

دا خبره رښتیا ده چې که چېرې څوک غواړي د کلیسا مشر شي، نو هغه د عزت کار غواړي.
2 له دې امله د کلیسا مشر باید د ملامتیا نه پاک وي، یوازې یوه ښځه ولري، هوښیار وي، په خپل نفس باندې واک ولري، شریف او مېلمه پال وي او د تعلیم ورکولو توان ولري.
3 هغه باید شرابي او جګړه مار نه، بلکې نرم مزاجه وي، جنجالي نه وي او د پیسو سره مینه ونه لري.
4 هغه باید خپله کورنۍ په ښه توګه اداره کړي او خپلو اولادونه ته داسې روزنه ورکړي چې په ډېر درناوي سره د هغه منونکي اوسي.
5 ځکه که چېرې څوک نه پوهیږي چې خپله کورنۍ څنګه اداره کړي، نو هغه به څنګه وکولای شي چې د خدای په کلیسا باندې پام وکړي؟
6 هغه باید نوی ایماندار نه وي، ځکه کېدای شي چې مغرور شي او د شیطان په شان محکوم وګرځول شي.
7 برسېره پر دې، هغه باید د کلیسا نه بهر خلکو کې نېک نوم ولري، ترڅو سپک او رسوا نه شي او د شیطان په دام کې ونه لویږي.
8 همدارنګه د کلیسا خادمان باید عزتمن خلک وي، دوه ژبي او دوه مخي نه وي، ډېر شراب دې ونه څښي او د پیسو حرص ورسره نه وي.
9 هغوی باید په پاک وجدان سره د ایمان راز وساتي.
10 هغوی دې اول وازمایل شي او که چېرې هغوی بې عیبه ثابت شي، نو بیا یې پرېږدئ چې د خادم په توګه خدمت وکړي.
11 همدارنګه د هغوی ښځې هم باید عزتمنې وي، غیبت دې نه کوي، بلکې هوښیارې او په هر کار کې وفادارې اوسي.
12 خادم دې یوازې د یوې ښځې خاوند وي او خپل اولادونه او خپله کورنۍ باید په ښه توګه اداره کړي.
13 ځکه کوم کسان چې د کلیسا د خادمانو په توګه کار کوي، هغوی به د خپلو ځانونو دپاره لوړ مقام تر لاسه کړي او په هغه ایمان کې چې په عیسی مسیح باندې یې لري ډېره زړه ورتیا تر لاسه کړي.
14 زه په دې هیله یم چې زر تاته درشم، خو بیاهم تاته دا شیان لیکم.
15 که چېرې زما په راتګ کې ځنډ رامنځته شي، نو ته به په دې لیک سره پوه شئ چې خلک د خدای په کورنۍ کې چې د ژوندي خدای کلیسا او د رښتینولۍ پایه او بنیاد دی، څنګه چلند وکړي.
16 دا ټولو ته څرګنده ده چې زمونږ د دیندارۍ راز څومره لوی دی چې:هغه د انسان په شکل کې ښکاره شود روح القدس په وسیله د هغه رښتینولي ثابته شوههغه د فرښتو له خوا ولیدل شوپه ټولو قومونو کې د هغه په هکله اعلان وشوپه دنیا کې خلکو په هغه باندې ایمان راوړاو هغه په جلال کې پورته یووړل شو