اول تيموتيوس

1 2 3 4 5 6


څپرکی 5

مشر سړي ته هېڅکله سختې خبرې مه کوه، بلکې هغه داسې هڅوه لکه چې ستا خپل پلار وي او د ځوانانو سره لکه د ورونو په شان چلند کوه.
2 د زړو ښځو سره لکه د میندو په شان او د ځوانو ښځو سره په پوره پاکۍ لکه د خپلو خویندو په شان چلند کوه.
3 د کونډو ښځو چې په رښتیا سره څوک نه لري، پام او عزت کوه.
4 که چېرې کونډه اولادونه او یا لمسیان ولري، نو د ټولو نه مخکې هغوی باید د خپلې کورنۍ په وړاندې خپل دیني مسوولیت وپېژني او د خپل مور او پلار حق ادا کړي، ځکه چې په دې کار باندې خدای خوشحالیږي.
5 کومه ښځه چې په رښتیا سره کونډه وي او څوک نه لري، هغه خدای ته هیله لري او شپه او ورځ په زارۍ او دعا اخته وي.
6 خو کومه کونډه چې عیاشي کوي، که هغه ژوندۍ هم وي خو په حقیقت کې مړه ده.
7 هغوی ته دا لارښوونې وکړه، ترڅو هېڅوک په هغوی کې کومه غلطي او ملامتیا پیدا نه کړي.
8 که چېرې څوک د خپلو خپلوانو او په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ په غړو باندې پام نه کوي، نو هغه د ایمان نه منکر دی او تر بې ایمانه هم ډېر بد دی.
9 هغه کونډه دې د کونډو په لست کې ولیکل شي چې عمر یې د شپېتو کالو نه کم نه وي او یوځل واده شوې وي.
10 هغه باید د خپلو ښو کارونو له امله مشهوره وي: هغې خپل اولادونه روزلي وي، مېلمه پالنه یې کړې وي، په عاجزۍ سره د خدای د خلکو خدمت وکړي، د دردمندو خلکو سره یې مرسته کړې وي او خپل ځان یې د هر ډول ښه کار دپاره وقف کړی وي.
11 خو د ځوانو کونډو نومونه په لست کې مه لیکه، ځکه کله چې د هغوی نفساني غوښتنې هغوی د مسیح نه لېرې کړي، نو بیا غواړي چې واده وکړي.
12 په دې ډول هغوی خپل ځانونه د قضاوت لاندې راولي، ځکه چې خپله اولنۍ وعده یې ماته کړې ده.
13 برسېره پر دې، هغوی په دې عادت کیږي چې بېکاره اوسي او کور په کور وګرځي، نه یوازې بېکاره بلکې غیبت کوي او د نورو په کارونو کې لاس وهنه کوي او د هغو شیانو په هکله چې لازمه نه ده خبرې کوي.
14 نو زما مشوره دا ده چې ځوانې کونډې دې واده وکړي، اولادونه دې راوړي او د خپل کور کارونه دې تنظیم کړي او زمونږ مخالفینو ته موقعه ورنه کړي چې بدې خبرې ورپسې وکړي.
15 ځکه چې ځینې کونډې لا د مخکې نه بې لارې شوې دي او د شیطان په لاره روانې دي.
16 که چېرې د یوې ایماندارې ښځې په خپلوانو کې کونډې ښځې وي، نو هغه دې په خپله د هغوی سره مرسته وکړي او په کلیسا باندې دې بار نه اچوي، ترڅو کلیسا د هغو کونډو سره مرسته وکړي چې په رښتیا څوک نه لري.
17 د کلیسا هغه مشران چې خپله وظیفه په ښه توګه سرته رسوي هغوی د عزت او تنخواه لایق دي، په ځانګړې توګه هغوی چې د کلام په اورولو او تعلیم ورکولو کې زحمت وباسي.
18 ځکه چې د خدای کلام وایي: «تاسو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.» او په بل ځای کې وایي: «مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.»
19 د کوم مشر په خلاف چې تور لګول کیږي هغه مه منه، مګر دا چې دوه یا درې شاهدان ورباندې شاهدي ورکړي.
20 هغوی چې ګناه کوي، نو د ټولې کلیسا په مخکې یې ملامته کړه، ترڅو د نورو دپاره د عبرت سبب شي.
21 زه د خدای او عیسی مسیح او د غوره شویو فرښتو په حضور کې تاته حکم کوم چې په دې لارښوونو باندې پرته له تعصب نه عمل کوه او په هېڅ کار کې د هېچا طرفداري مه کوه.
22 څښتن ته د خدمت دپاره په هېچا باندې په لاس ایښودلو کې بیړه مه کوه او د نورو په ګناهونو کې مه شریک کېږه. پاک لمنه اوسه.
23 د دې نه وروسته یوازې اوبه مه څښه، بلکې د خپلې معدې په خاطر لږ لږ شراب هم څښه، ځکه چې ته زیات وختونه ناروغه کېږې.
24 د ځینو خلکو ګناهونه ښکاره دي او هغوی قضاوت ته رسوي، خو د نورو ګناهونه به وروسته ښکاره شي.
25 همدارنګه د خلکو ښه کارونه هم په ښکاره لیدل کیږي او که دا کارونه په پټه هم شوي وي، نو یوه ورځ به ښکاره شي.