دوهم پطروس

1 2 3


څپرکی 1

دا لیک د شمعون پطروس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او رسول دی، هغو خلکو ته چې زمونږ د خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د عدالت په وسیله یې زمونږ په شان قیمتي ایمان تر لاسه کړی دی.
2 د خدای او زمونږ د څښتن عیسی د پېژندلو له امله دې په تاسو باندې ډېر زیات فضل او سلامتي وي.
3 د څښتن الهي قدرت مونږ ته هرڅه چې د دیندارۍ د ژوند تېرولو دپاره ورته اړتیا لرو، راکړي دي. مونږ دا هرڅه د هغه چا په پېژندلو سره تر لاسه کړي دي چې مونږ یې د خپل جلال او نېکۍ په وسیله رابللي یو.
4 د همدې شیانو په وسیله هغه زمونږ سره ډېرې لویې او ارزښتناکې وعدې کړې دي چې د دې وعدو په وسیله تاسو کولای شئ د هغه فساد څخه چې په نړۍ کې شته او د بدو غوښتنو څخه پیدا کیږي، وتښتئ او د هغه په الهي ذات کې شریک شئ.
5 ‏-
7 له همدې امله پوره کوښښ وکړئ چې خپل ایمان په نېکۍ او په نېکۍ سره د خدای پېژندنه، او د خدای په پېژندې سره په خپل نفس باندې واک لرل او په خپل نفس باندې په واک لرلو سره په صبر او زغم، او صبر او زغم په دیندارۍ، او دینداري د ورورولۍ په مینه او د ورورولۍ په مینه په مینه کامله کړئ.
8 که چېرې په تاسو کې دا صفتونه موجود وي او په هغو کې وده وکړئ، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په پېژندګلوۍ کې به اغېزناکه او ګټور اوسئ.
9 خو که په چا کې دا صفتونه نه وي، نو هغه لنډ فکره او ړوند دی او د خپلو پخوانیو ګناهونو څخه پاکېدل یې هېر کړي دي.
10 نو ای خویندو او ورونو! ډېر کوښښ وکړئ چې دا ثابته کړئ چې تاسو په رښتیا سره د هغو خلکو څخه یئ چې خدای رابللي او غوره کړي دي. که داسې وکړئ نو تاسو به هېڅکله بې ایمانه نه شئ او ګناه به نه کوئ.
11 نو په دې ډول به تاسو زمونږ د څښتن او خلاصوونکی عیسی مسیح تلپاتې پاچاهۍ ته په عزت سره وردننه شئ.
12 نو زه به تل تاسو ته دا شیان در په یادوم، سره له دې چې تاسو ورباندې پوهېږئ او په هغه حقیقت باندې چې تاسو ته ښودل شوی دی، ټینګ ولاړ یئ.
13 نو ځکه زه لازمه ګڼم چې ترڅو پورې چې ژوندی یم نو تاسو به هڅوم چې دا شیان په یاد وساتئ.
14 زه پوهېږم چې ډېر زر به خپل فاني وجود له لاسه ورکړم لکه څنګه چې زمونږ څښتن عیسی مسیح ماته ښکاره ویلي دي.
15 نو زه به پوره کوښښ وکړم چې زما د مرګ نه وروسته به تاسو تل دا خبرې په یاد وساتئ.
16 کله چې مونږ تاسو خبر کړئ چې زمونږ څښتن عیسی مسیح به څنګه په قدرت سره راځي، نو مونږ هغو نکلونو پسې چې په ځیرکۍ سره جوړې شوې دي ونه ګرځېدو، بلکې مونږ په خپلو سترګو د هغه لویي لیدلې ده.
17 مونږ هلته وو، کله چې پلار خدای هغه ته عزت او جلال ورکړ، په هغه وخت کې د خدای د بې شانه جلال څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»
18 کله چې مونږ د هغه سره په مقدس غره کې وو نو دا اواز مو واورېد چې د اسمان نه راغی.
19 نو زمونږ باور په هغه پیغام باندې چې د پیغمبرانو له خوا اعلان شوی ؤ، نور هم زیات شو. نو دا به ښه وي چې تاسو هغه پیغام ته زیات پام وکړئ، ځکه چې دا د هغې ډېوې په شان دی چې په تیاره کې ځلیږي، ترڅو سهار شي او د سهار ستوری ستاسو په زړونو کې وځلیږي.
20 خو د هرڅه نه مخکې باید په دې پوه شئ چې هېڅ پیغمبر نه شي کولای چې له خپله ځانه د خدای د کلام پېشګویۍ تفسیر کړي.
21 ځکه چې هېڅ پېشګویي د انسان په اراده نه ده شوې، بلکې انسانانو د روح القدس تر تاثیر لاندې د خدای له خوا خبرې کړې دي.