اول پطروس

1 2 3 4 5


څپرکی 5

زه د کلیسا د یو مشر په توګه چې د مسیح د کړاوونو شاهد وم او په هغه جلال کې چې زر به ښکاره شي شریک یم. نو زه ستاسو مشرانو څخه غوښتنه کوم،
2 چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې باندې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه پام کوئ لکه څنګه چې خدای یې درڅخه غواړي. خپل کار وکړئ، یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکې په شوق سره.
3 کوم خلک چې تاسو ته سپارل شوي دي په هغوی باندې باداري مه کوئ، بلکې د هغې رمې دپاره یو مثال اوسئ.
4 کله چې مشر شپون راښکاره شي نو تاسو ته به د جلال څخه ډک تاج درکړل شي چې هېڅکله له منځه نه ځي.
5 همدارنګه ای ځوانانو! د خپلو مشرانو تابع اوسئ. او تاسو ټول د عاجزۍ پټۍ تر ملا وتړئ او د یو بل خدمت کوئ ځکه د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو خلکو په خلاف دی او په عاجزانو باندې فضل کوي.»
6 خپل ځانونه د خدای د قدرت په وړاندې عاجزان کړئ، ترڅو تاسو په یو مناسب وخت کې سرلوړي کړي،
7 او خپلې ټولې اندېښنې هغه ته پرېږدئ، ځکه چې هغه په تاسو باندې پام کوي.
8 هوښیار او ویښ اوسئ، ځکه چې ستاسو دښمن شیطان د غړمبېدونکي زمري په شان ګرځي او راګرځي او په دې لټه کې دی چې څوک ژوندی تېر کړي.
9 نو په ټینګ ایمان سره د شیطان په وړاندې کلک ودرېږئ، ځکه چې تاسو پوهېږئ چې ستاسو ایماندار ورونه په ټوله نړۍ کې همدا ډول کړاوونه زغمي.
10 خو خدای چې د فضل او برکت نه ډک دی، مونږ یې د عیسی مسیح په نوم خپل تلپاتې جلال ته رابللي یو. کله چې تاسو د لږ وخت دپاره تکلیفونه ولیدل، نو هغه به تاسو بېرته جوړ، ټینګ او قوي کړي.
11 د هغه قدرت دې تل ترتله وي. امین.
12 ما دا لیک د سیلوانس په مرسته چې زه یې وفادار ورور ګڼم، په لنډ ډول ولیکه، ترڅو تاسو وهڅوم او شاهدي درکړم چې همدا د خدای رښتینی فضل دی. په هغه باندې ټینګ ودرېږئ.
13 هغه کلیسا چې په څپرکیل کې ده او ستاسو په شان غوره شوې ده، تاسو ته سلام وایي او همدارنګه زما زوی مرقوس هم تاسو ته سلام وایي.
14 یو بل په پاکه مینه ښکل کړئ او یو بل ته سلامونه وایئ. سلامتي دې وي په تاسو ټولو باندې چې د مسیح یئ.