اول پطروس

1 2 3 4 5


څپرکی 3

ای ښځو! د خپلو مېړونو تابع اوسئ، ځکه که چېرې په هغوی کې ځینې یې د خدای کلام نه مني، نو ستاسو د چلند په لیدلو سره به پرته له کومې خبرې ایمان راوړي،
2 ځکه چې هغوی به وویني چې تاسو څومره په پاکۍ او د خدای څخه په وېره کې ژوند تېروئ.
3 ‏-
4 ستاسو ښایست دې یوازې ظاهري نه وي لکه څنګه چې خپل ویښتان جوړوئ یا د سرو زرو ګاڼې اچوئ او یا ښکلي کالي اغوندئ، خو ستاسو ښایست دې باطني ښایست وي چې له منځه نه ځي. هغه ښایست په نرم او ارام روح کې دی چې د خدای په نظر کې ډېر قیمتي دی.
5 په همدې ډول په پخوا زمانه کې پرهېزګارې ښځې وې چې په خدای یې توکل درلود او د خپلو مېړونو تابع وې، له دې امله هغوی ښایسته کېدلې.
6 د مثال په ډول ساره د ابراهیم اطاعت کاوه او هغه ته به یې بادار ویل. که تاسو هم ښه کارونه کوئ او د هر هغه شي څخه چې د وېرې سبب ګرځي مه وېرېږئ، نو تاسو به د هغې لورګانې یئ.
7 تاسو هم ای مېړونو! د خپلو ښځو سره په هوښیارۍ سره ګوزاره کوئ او که څه هم هغوی ستاسو څخه کمزورې دي، خو په درناوي ورسره چلند کوئ، ځکه چې هغوی درسره د تلپاتې ژوندون په نعمت کې شریکې دي. همداسې کوئ، ترڅو داسې نه شي چې ستاسو دعاګانې خدای قبولې نه کړي.
8 لنډه دا چې تاسو ټول باید په یو فکر اوسئ، یو د بله سره خواخوږي ولرئ، د یو بل سره د ورونو په شان مینه ولرئ او مهربانه او عاجزه اوسئ.
9 د بدو په بدل کې بدي مه کوئ او د ښکنځلو په بدل کې ښکنځل مه کوئ، بلکې د هغې په ځای برکت وغواړئ، ځکه چې خدای تاسو د دې دپاره رابللي یئ چې برکت درکړي.
10 لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«څوک چې غواړي خوشحاله ژوند ولري او ښې ورځې وویني،نو خپله ژبه دې د بدو خبرو نهاو خپلې شونډې دې د دروغ ویلو نه وساتي.
11 هغوی دې د بدۍ نه ځان ساتي او نېکي دې کوي،د سولې په خاطر دې هلې ځلې کوياو د هغې پسې دې ګرځي.
12 ځکه چې د څښتن سترګې د نېکانو خواته دي،او غوږونه یې د هغوی د دعاګانو اورېدلو ته تیار دي،خو د بدکارانو په خلاف دی.»
13 که چېرې تاسو د نېکو کارونو غوښتونکي یئ نو څوک به تاسو ته زیان ورسوي؟
14 که څه هم تاسو د خدای د عدالت په خاطر درد او کړاو زغمئ، خو تاسو بختور یئ. د هېچا نه مه وېرېږئ او اندېښنه مه کوئ.
15 خو د مسیح دپاره په خپلو زړونو کې درناوی ولرئ او هغه خپل څښتن وګڼئ. که څوک ستاسو نه ستاسې د هیلې د علت پوښتنه وکړي، نو تل یې ځواب ورکولو ته تیار اوسئ،
16 خو په نرمۍ او درناوي سره. خپل وجدان پاک ساتئ، ترڅو کله چې تاسو ته سپکاوی کیږي او د نېک مسیحي چلند په خاطر درته خلک بد وایي، وشرمیږي.
17 ځکه که دا د خدای رضا وي چې تاسو دې تکلیفونه ووینئ، نو ډېره ښه به وي چې د نېکو کارونو له امله وي، نه د بدو کارونو له امله.
18 ځکه چې مسیح یوځل او د تل دپاره زمونږ د ګناهونو په خاطر مړ شو، یعنې یو بې ګناه سړی د ګناهکارانو په خاطر، د دې دپاره چې مونږ خدای ته ورسوي. هغه په جسماني توګه مړ شو، خو په روحاني توګه ژوندی شو،
19 او په دې ډول هغه لاړ او هغو روحونو ته یې وعظ وکړ چې بندیان وو.
20 دا د هغو خلکو روحونه وو چې د خدای د حکم څخه یې اطاعت ونه کړ. کله چې نوح کشتۍ جوړوله، خدای په صبر سره هغوی ته انتظار کاوه. په هغې کشتۍ کې یوازې اته تنه د اوبو څخه وژغورل شول.
21 دا د تعمید د غسل یو مثال دی. اوس خدای تاسو ته د عیسی مسیح د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خلاصون درکوي. د تعمید غسل د بدن د ناپاکۍ لېرې کول نه دي بلکې د پاک وجدان په سبب د خدای څخه یوه غوښتنه ده.
22 اوس مسیح اسمان ته ختلی دی او د خدای ښي لاس ته ناست دی او ټولې فرښتې، اختیارات او اسماني قدرتونه د هغه تابع دي.