اول پطروس

1 2 3 4 5


څپرکی 4

نو څرنګه چې مسیح په جسماني توګه دردونه او کړاوونه وزغمل، نو تاسو هم باید خپل ځانونه همدې کار ته تیار کړئ. ځکه چا چې درد او کړاو زغملی دی، نو هغه نور نه غواړي چې ګناه وکړي.
2 د دې دپاره چې خپل پاتې ژوند د نفساني غوښتنو سره سم نه تېروي بلکې د خدای د رضا له مخې یې تېروي،
3 ځکه چې تاسو له مخکې نه خپل زیات وخت په هغو کارونو کې چې بې دینه خلک یې خوښوي، تېر کړ. ستاسو ژوند په بد اخلاقۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، عیاشۍ، د شرابو په نه شو او د شرم نه ډکې بت پرستۍ کې تېر شو.
4 اوس ستاسو پخواني ملګري په دې حیران دي چې تاسو ورسره په ډېرو بې لارې کوونکو کارونو کې چې هغوی یې کوي ملګرتیا نه کوئ، نو له دې امله تاسو ته بد رد وایي.
5 هغوی به د دې حساب هغه خدای ته ورکوي چې د مړو او ژوندیو په هکله قضاوت کوي.
6 ځکه چې هغو خلکو ته هم زېری واورول شو چې اوس مړه شوي دي، سره له دې چې هغوی ته په جسماني توګه سزا ورکړل شوې وه، ترڅو هغوی وکولای شي چې په روحاني توګه د خدای په شان ژوندي پاتې شي.
7 دا نړۍ به زر ختمه شي، نو ځان ساتئ او هوښیار اوسئ، ترڅو وکولای شئ دعا وکړئ.
8 د ټولو څخه مهمه دا ده چې یو د بل سره د اخلاص نه ډکه مینه کوئ، ځکه چې مینه د ډېرو ګناهونو بخښنه کوي.
9 بې له ګورېدلو د یو بل مېلمه پالنه وکړئ.
10 هرچا ته چې د خدای د ډول ډول نعمتونو څخه کوم نعمت ورکړل شوی دی د هغه څخه دې د نورو په خدمت کې کار واخلي.
11 که څوک خبرې کوي، نو هغه دې داسې خبرې کوي لکه څنګه چې د خدای کلام خبرې کوي. که څوک خدمت کوي، نو هغه دې په هغه قوت سره کوي چې خدای ورته ورکړی دی، ترڅو په هرڅه کې خدای د عیسی مسیح په وسیله جلال ومومي. جلال او ټول قدرت تل ترتله د هغه دی. امین!
12 ګرانو دوستانو! کومه سخته ازموینه چې په تاسو راځي نو په هغې باندې مه حیرانېږئ چې ګوندې کومه عجیبه پېښه درباندې راغلې ده.
13 بلکې خوشحالي کوئ چې تاسو د مسیح په کړاوونو کې شریک کېږئ، ترڅو د هغه د جلال د ښکاره کېدلو په وخت کې خوښ او خوشحاله اوسئ.
14 که چېرې د مسیح د نوم په خاطر ستاسو سپکاوی کیږي نو تاسو بختور یئ، ځکه چې د جلال روح یعنې د خدای روح په تاسو کې ځای نیسي.
15 په تاسو کې دې هېڅوک د قتل، غلا یا بدکارۍ او یا د نورو په کارونو کې د لاس وهنې په سبب درد او کړاو ونه زغمي.
16 خو که څوک د مسیحي په نوم ځورول کیږي، نو نه دې شرمیږي، بلکې د دې نوم په خاطر دې د خدای ثنا ووایي.
17 ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې خدای به لومړی د خپل قوم په اړه قضاوت شروع کړي، او که چېرې زمونږ څخه شروع کیږي، نو د هغو خلکو وروستنی انجام به څه وي چې د خدای زېری نه مني.
18 لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«که چېرې نېکان په سختۍ سره خلاصون مومي،نو د بې دینه او ګناهکارو به څه حال وي؟»
19 نو بیا څوک چې د خدای په ارادې سره سم دردونه او کړاوونه زغمي، هغوی دې خپل ځانونه وفادار خالق ته وسپاري او تل دې نېکي کوي.