شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 12

حضرت موسیٰ د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او حضرت هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ.
2 هغوی وویل: <آیا څښتن یوازې د موسیٰ په وسیله خبرې کړې دي؟ آیا هغه زمونږ په وسیله خبرې نه دي کړې؟> څه چې هغوی وویل څښتن هغه واورېدل.
3 (حضرت موسیٰ د ځمکې پر مخ ترټولو عاجز سړی ؤ.)
4 څښتن سمدستي حضرت موسیٰ، حضرت هارون او مریم ته وفرمایل: <زه غواړم چې تاسو درې واړه مقدسې خېمې ته راشئ.> نو هغوی ورغلل.
5 څښتن په ورېځ کې راکوز شو، د خېمې د دروازې په خوله کې ودرېد او غږ یې وکړ: <ای هارونه! ای مریمې!> هغوی دواړه رامخکې شول
6 او څښتن وفرمایل: <اوس زما خبرې ته غوږ ونیسئ! زه خپل ځان نبیانو ته په رویاګانو کې ښکاره کوم او د هغوی سره په خوبونو کې خبرې کوم.
7 خو کله چې د خپل خدمتګار موسیٰ سره خبرې کوم هغه د نورو سره فرق لري. هغه مې د خپل ټول قوم مشر ټاکلی دی.
8 نو زه د هغه سره مخامخ او صفا خبرې کوم، نه په رموز سره، حتیٰ هغه زما څېره هم ویني! تاسو څنګه جرأت کوئ چې زما د خدمتګار موسیٰ په ضد خبرې وکړئ؟>
9 څښتن په حضرت هارون او مریم باندې په قهر شو. د څښتن د تګ
10 او د مقدسې خېمې د سر څخه د ورېځې د لېرې کېدو څخه وروسته مریم په جذام باندې اخته شوه او پوستکی یې لکه د واورې په شان سپین واوښت. کله چې حضرت هارون هغې ته وکتل نو ویې لیدل چې هغه په جذام باندې اخته شوه،
11 نو حضرت موسیٰ ته یې وفرمایل: <زما باداره، مونږ ته د داسې ګناه په خاطر چې په بې عقلۍ سره مو کړې ده سزا مه راکوه.
12 مه پرېږده چې د مریم غوښه د یو مړه زېږېدلي ماشوم په شان خوسا شي!>
13 نو حضرت موسیٰ څښتن ته فریاد وکړ: <ای خدایه، هغه روغه کړه!>
14 مګر څښتن په ځواب کې وفرمایل: <که چېرې پلار یې د هغې په مخ باندې لیاړې توکړې وای هغه به اووه ورځې خجالت نه وای؟ نو پرېږده چې یوه هفته د کمپ څخه دباندې ایساره وي او له هغې وروسته کېدای شي چې کمپ ته راوستل شي.>
15 مریم اووه ورځې د کمپ څخه دباندې ایساره پاتې شوه او قوم تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړ ترڅو هغه بېرته کمپ ته راوستل شوه.
16 بیا هغوی د حضیروت څخه لاړل او د فاران په دښته کې یې خېمې ودرولې.