شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 25

کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل.
2 دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. هغو سړیو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ.
3 څښتن په اسراییلیانو باندې په قهر شو ځکه چې هغوی د بعل فغور د خدای عبادت کړی ؤ.
4 نو هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ټول مشران بوځه او په رڼا ورځ یې زما په حضور کې اعدام کړه، بیا به زما سخت قهر په اسراییلیانو باندې سوړ شي.>
5 حضرت موسیٰ هغو اسراییلیانو ته چې د قاضیانو په توګه یې کار کاوه وفرمایل: <تاسو هر یو باید د خپلې قبیلې هغه نفر ووژنئ چې د بعل فغور عبادت یې کړی دی.>
6 یو اسراییلي سړي د حضرت موسیٰ او ټول قوم په مخ کې چې هغوی د مقدسې خېمې په دروازه کې ژړل، یوه مدیانۍ ښځه خپل کور ته راوستله.
7 د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي فینحاس هغه ولیدل او د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه لاړ. هغه یوه نېزه راواخیستله
8 او د هغه سړي پسې خېمې ته ورننوت او د هغه په بدن او د ښځې په ګېډه کې یې ومنډله. په دې ډول څښتن هغه وبا بنده کړه چې اسراییلیان یې له منځه وړل،
9 مګر وبا لا له مخکې څخه ۰۰۰ نفره وژلي وو.
10 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
11 <فینحاس د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي زما قهر چې په اسراییلو باندې راغلی ؤ سوړ کړ. هغه په ما باندې غیرت وکړ نو په دې خاطر مې هغوی تباه نه کړل.
12 نو ورته ووایه چې زه د هغه سره داسې لوظ کوم چې د همېش دپاره به اعتبار ولري.
13 هغه او د هغه اولاده به د تل دپاره زما کاهنان وي، ځکه چې هغه د خپل خدای د عزت دپاره غیرت وکړ او د اسراییلیانو دپاره یې کفاره ادا کړه.>
14 د هغه اسراییلي نوم چې د مدیانۍ ښځې سره ووژل شو، د سالو زوی زمري ؤ او هغه د شمعون د قبیلې یو مشر ؤ.
15 د ښځې نوم کزبي ؤ. د هغې پلار صور د مدیانیانو د طایفو یو مشر ؤ.
16 څښتن حضرت موسیٰ ته امر وکړ:
17 <په مدیانیانو باندې حمله وکړه او هغوی ووژنه.
18 دا د هغه بد کار له کبله چې تاسو سره یې وکړ چې په فغور کې یې وغولولئ چې بعل فغور ته عبادت وکړئ او د کزبي له کبله چې د یو مدیاني مشر لور وه او په فغور کې د وبا په وخت کې ووژل شوه.>