شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 29

هر کال د اوومې میاشتې په اوله ورځ تاسې د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ. په هغې ورځ باید سرني ووهل شي.
2 څښتن ته سوزېدونکې نذرانه یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي وړاندې کړئ: یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري، ټول باید بې عیبه وي.
3 د غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
4 او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
5 همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
6 دا نذرانې دې د میاشتې د اولې ورځې د عادي سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي.
7 د اوومې میاشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ. په دې ورځ روژه ونیسئ او کار مه کوئ.
8 څښتن ته یوه سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړئ، یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي: یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري، دا ټول باید هیڅ عیب ونلري.
9 د غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
10 او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
11 همدارنګه علاوه د هغه وز څخه چې د خلکو د کفارې دپاره قرباني کیږي، د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو له نذرانې څخه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړئ.
12 د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. اووه ورځې دا اختر څښتن ته د احترام کولو دپاره ولمانځئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
13 په اوله ورځ څښتن ته دیارلس ځوان غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
14 د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر پسه سره وړاندې کړئ
15 او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د دې څوارلسو وریو څخه د هر وري سره وړاندې کړئ.
16 همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دا دې د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې او څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي.
17 په دوهمه ورځ دولس ځوان غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
18 ‏-
19 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
20 په دریمه ورځ یوولس غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
21 ‏-
22 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
23 په څلورمه ورځ لس غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
24 ‏-
25 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
26 په پنځمه ورځ نهه غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
27 ‏-
28 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
29 په شپږمه ورځ اته غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
30 ‏-
31 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
32 په اوومه ورځ اووه غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
33 ‏-
34 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
35 په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
36 څښتن ته یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې کوم عیب نه وي د یوې سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په هغه باندې ښه لګیږي.
37 ‏-
38 د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
39 دا مقررات د سوزېدونکو نذرانو، د غلو دانو د نذرانو، د څښلو د نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو په باره کې دي چې تاسو یې باید په خپلو ټاکل شویو اخترونو کې څښتن ته ورکړئ. دا د هغو نذرانو څخه علاوه دي کوم چې تاسو یې د نذر د ورکولو یا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.>
40 نو حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته هغه ټول شیان وویل چې څښتن ورته حکم کړی ؤ.