شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 36

یوه ورځ د جلعاد د طایفې د کورنیو مشران حضرت موسیٰ او د اسراییلو نورو مشرانو ته ورغلل. (جلعاد د ماخیر زوی، ماخیر د منسي زوی او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.)
2 هغوی وویل: <باداره، څښتن تاته حکم کړی دی چې د اسراییلو خلکو ته د پچې په اساس ځمکه ووېشې. همدارنګه هغه حکم کړی دی چې زمونږ د خپلوان صلفحاد ځمکه د هغه لورګانو ته ورکړې.
3 مګر دا خبره یاد ساته، که چېرې هغوی د بلې قبیلې د سړیو سره ودونه وکړي، د هغوی جایداد به د هماغې قبیلې شي او زمونږ دپاره ټاکل شوې برخه به کمه شي.
4 د بېرته ورکولو په کال کې کله چې ټول خرڅ شوی جایداد خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي، د صلفحاد د لورګانو ځمکه به د هغې قبیلې په دایمي جایداد باندې ورزیاته شي په کومې کې چې هغوی واده شوې دي او دا به زمونږ د قبیلې په تاوان تمام شي.>
5 نو حضرت موسیٰ د څښتن له خوا د اسراییلو قوم ته دغه حکم ورکړ. هغه وفرمایل: <د منسي قبیله چې څه وایي هغه صحیح دي
6 او څښتن فرمایي چې د صلفحاد لورګانې ازادې دي چې د هرچا سره چې وغواړي واده کولی شي خو یوازې په خپله قبیله کې.
7 په دې ډول به د هر اسراییلي جایداد د هغه د خپلې قبیلې پورې تړلی پاتې شي.
8 هره ښځه چې د اسراییلو په یوه قبیله کې ځمکه په میراث اخلي باید د هماغې قبیلې د سړي سره واده وکړي. په دې ډول به ټولو اسراییلیانو ته د خپلو نیکونو جایداد په میراث کې ورسیږي
9 او د یوې قبیلې ځمکه دې بلې قبیلې ته نه ورکول کیږي. هره قبیله دې خپل ملکیت وساتي.>
10 ‏-
11 د صلفحاد لورګانو محلې، ترصې، حجلې، ملکې او نوعې د څښتن اطاعت وکړ او د خپلو ترونو د زامنو سره یې ودونه وکړل
12 او د منسي په قبیلې کې پاتې شوې. نو د هغوی جایداد د هغوی د پلار په قبیله کې پاتې شو.
13 دا هغه اصول او مقررات دي چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ اسراییلیانو ته ورکړل.