نخواږهٔ سرودون

1 2 3 4 5 6 7 8


څپرکی 2

زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه،او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.محبوب
2 لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه،زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.محبوبه
3 لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښېزما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه.د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه،او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
4 هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه،او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.
5 د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو،او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه،ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.
6 د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه،او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.
7 اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئ،ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.محبوبه
8 وګوره، چې جانان مې راروان دېنه،هغه په غرونو راخېژينه، او په غونډو ټوپونه وهينه.
9 زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه،وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه،هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.
10 زما جانان ما ته ووئيل،محبوب”زما محبوبې، راپاڅه،ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.
11 وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه.
12 په زمکه ګلونه راښکاره شونه،د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه،زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه.
13 د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله،او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله.راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې،راځه ما سره لاړه شه.
14 زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاتهخپل ځان پټ کړے دېنه.زۀ ستا مخ ليدل غواړمه،او ستا آواز اورېدل غواړمه.ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه،او ستا مخ ښائسته دېنه.
15 لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه،هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه،ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“محبوبه
16 جانان زما او زۀ د جانان يمه،هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
17 د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه،چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه،لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزهغرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.