نخواږهٔ سرودون

1 2 3 4 5 6 7 8


څپرکی 5

زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښېداخل شوے يمه.زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه.ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه،او زۀ خپل پئ او مے څښمه.ښځېاے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه.او د مينې نه مست شئينه.څلورم سرودمحبوبه
2 زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه،غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه.”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه،زما ګوګوشتکې، زما بې‌عېبه مينې.محبوبزما سر په شبنم باندې لوند دېنه،او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“محبوبه
3 ما خو جامې ويستلې دينه،نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ما خپلې پښې وينځلې دينه،بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟
4 زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه،نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.
5 نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه.زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه.زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونهکله چې ما د ور کُنډه راښکله.
6 ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه،خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه،ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه،ما هغۀ ته آواز وکړونه،خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
7 کومو څوکيدارانو چې په ښار کښې ګشت کولونهنو هغوئ زۀ ونيولم، هغوئ زۀ ووهلمهاو په وهلو يې تکه شنه کړمه،او د ښار د دېوالونو چوکيدارانوزما د مخ نه پلو اوچت کړونه.
8 اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه،کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينهچې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.ښځې
9 اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ، ستا جاناند نورو سړو نه کوم خاص خصوصيت لرينه؟په هغۀ کښې داسې څۀ خاص دينه،چې مونږ تا سره دا لوظ وکړونه؟محبوبه
10 زما جانان سور سپين دېنه،او په لسو زرو کښې د ټولو نه اعلىٰ دېنه.
11 د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه،د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه،او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.
12 د هغۀ سترګې د ګوګوشتکو په شان دينهچې د اوبو د چينو په خوا کښې وينهسپينې ګوګوشتکې لکه د پئيو په شان چېد تالاب په خوا کښې ناستې وينه.
13 د هغۀ اننګى د باغ په شان دينه،چې د خوشبودارو بوټو نه ډک وينه.د هغۀ شونډې د لاله د ګل په شان دينه،لکه چې د مُر په چيړ خوشبويه شوې وينه.
14 د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه،چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه.د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه،او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.
15 د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينهچې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه.د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.
16 هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه،هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه،نو، اے د يروشلم ښځو،زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.