نخواږهٔ سرودون

1 2 3 4 5 6 7 8


څپرکی 6

ستا جانان چرته لاړونه،په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟ستا جانان چرته تلے دېنه؟چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟محبوبه
2 زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه،خپل د خوشبويانو کټ ته،چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه،او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.
3 جانان زما او زۀ د جانان يمه،هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.پينځم سرودمحبوب
4 زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه.آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه،او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.
5 سترګې دې ما نه واړوه،ځکه چې زۀ يې بې‌وسه کړے يمه.ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
6 ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،او تازه لمبولے شوے وينه.هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.
7 ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.
8 په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښېاو په بې‌شمېره پېغلو کښې،
9 خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه،زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه،او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه.پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه،تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځېد هغې د صِفت سندرې وائينه.
10 ”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه،لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه،او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“
11 زۀ د غوزانو باغ ته لاړمهاو وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه،د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمهاو چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه
12 زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه،او د عشق نه رپېدمهلکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمهښځې
13 واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې.واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه.محبوبتاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينهکله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونوپه مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟