نخواږهٔ سرودون

1 2 3 4 5 6 7 8


څپرکی 3

ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه،د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه،خو هغه رانۀ غلونه.
2 خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل،زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه،د هغه چا پسې به په چوکونواو سړکونو کښې وګرځېږمهچا سره چې زۀ مينه کومه.نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمهخو پېدا مې نۀ کړونه.
3 چوکيدارانو زۀ ودرولمه،کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل.ما د هغوئ نه تپوس وکړلو،”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنهچا سره چې زۀ مينه کومه؟“
4 نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمهما خپل جانان پېدا کړونه.هغه مې راټينګ کړونهاو تلو ته مې پرې نۀ‎ ښودلونهاو ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونههغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مورپه ګېډه شوې ومه.
5 اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه،ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.محبوبه
6 چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنههغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه،او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
7 دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه،چې ورسره شپېتۀ تکړه کسانپه پرګله کښې راروان دينه،د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.
8 هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه،او په جنګ کښې هم ماهر دينه،هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده،او هغوئ په شپه کښې د بادشاه دحفاظت کولو جوګه هم دينه.
9 سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپارهد لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.
10 د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه،او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه،او د هغې بالښتونه کاسنى دينه.هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.
11 اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه،او سليمان بادشاه وګورئينههغۀ هغه تاج په سر کړے دېنهکوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه،ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.