د یعقوب لیک

1 2 3 4 5


څپرکی 1

د خدای او د څښتن عیسی مسیح د خدمتګار یعقوب له خوا دې د اسراییلو دولس قبیلو ته چې په ټوله نړۍ کې خواره واره شوي دي، سلام وي.
2 ای زما خویندو او ورونو! هرکله چې تاسو د ډول ډول ازمایښتونو سره مخامخ کېږئ نو هغه یوه خوشحالي وګڼئ،
3 ځکه تاسو پوهېږئ چې دا ستاسو د ایمان په ازمایښت کې ستاسو صبر او زغم زیاتوي.
4 کله چې ستاسو صبر او زغم نور هم زیات شي، نو تاسو به کامل او بې عیبه انسانان شئ او د هېڅ شي کمی به په تاسو کې نه وي.
5 خو که په تاسو کې په چا کې د حکمت کمی وي، نو هغه دې د خدای څخه وغواړي چې هغه یې د سخاوت له مخې او بې له دې چې څوک ملامته کړي هرچا ته ورکوي، نو هغه ته به هم ورکړل شي.
6 خو کله چې څوک کوم شی غواړي، نو هغه دې د ایمان سره وغواړي او هېڅ شک دې نه کوي، ځکه چې شک کوونکی د دریاب د هغو څپو په شان دی چې د باد په وسیله اخوا دې خوا غورځول کیږي.
7 داسې سړی دې په دې تمه نه اوسي چې ماته به د څښتن څخه کوم څه لاسته راشي،
8 ځکه چې شکمن سړی په خپلو کارونو کې ټینګ ولاړ نه وي.
9 غریب ورور دې د خدای په وړاندې په خپلې سرلوړۍ باندې فخر وکړي
10 او همدارنګه شتمن ورور دې په خپلې عاجزۍ باندې چې د خدای له خوا ده، ځکه چې هغه به د واښو د ګل په شان له منځه لاړ شي.
11 ځکه کله چې لمر د خپلې سوځوونکې ګرمۍ سره راوخېژي نو واښه وچ کړي، ګلان یې ورژیږي او ښایست یې له منځه لاړ شي. نو همداسې به شتمن سړی هم د خپل کاروبار سره له منځه لاړ شي.
12 بختور دی هغه څوک چې د ازمایښت په وخت کې ټینګ پاتې شي، ځکه کله چې هغه د داسې ازمایښت څخه بریالی تېر شي، نو د ژوندون تاج به چې خدای د هغو خلکو سره چې ورباندې ګران دی وعده کړې ده، تر لاسه کړي.
13 څوک چې وسوسه کیږي، نو هغه باید دا ونه وایي: «خدای زه وسوسه کړی یم،» ځکه چې خدای د هېڅ ډول بدۍ په وسیله نه وسوسه کیږي او نه هم څوک وسوسه کوي.
14 خو یو کس هغه وخت وسوسه کیږي چې کله هغه د خپلو نفساني غوښتنو په وسیله وهڅول شي او په دام کې راونیول شي.
15 بیا د هغه نفساني غوښتنې د ګناه د راپیدا کېدلو سبب کیږي او کله چې ګناه خپل وروستي حد ته ورسیږي، نو د مرګ سبب ګرځي.
16 ای زما ګرانو خویندو او ورونو! ونه غولېږئ.
17 ټول ښه او کامل نعمتونه مونږ ته د خدای له خوا چې د لمر، سپوږمۍ او ستورو پیدا کوونکی دی، راځي. هغه نه بدلېدونکی دی او نه د سیوري په شان ګرځي او را ګرځي.
18 هغه مونږ د خپلې ارادې او رښتیني کلام په وسیله پیدا کړو، ترڅو د هغه په ټولو مخلوقاتو کې لکه د اولني حاصل مېوه واوسو.
19 نو ای ګرانو خویندو او ورونو! دا یاد ساتئ چې هرڅوک باید په اورېدلو کې تېز، په خبرو کې ورو او په قهر کې سوړ اوسي.
20 ځکه کله چې څوک په قهر شي هغه نه شي کولای چې د خدای عادلانه مقصدونه پوره کړي.
21 له دې امله تاسو د ټولو غیر اخلاقي کارونو او ټولو بدیو څخه لاس واخلئ او په عاجزۍ سره هغه کلام قبول کړئ چې ستاسو په زړونو کې کرل شوی او کولای شي تاسو ته خلاصون درکړي.
22 نو تاسو باید د هغه په کلام عمل وکړئ او یوازې په اورېدلو سره یې خپل ځانونه مه غولوئ.
23 ځکه څوک چې کلام ته غوږ نیسي او عمل پرې نه کوي، نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل مخ په شیشه کې ویني.
24 کله چې هغه خپل ځان وویني او لاړ شي، نو سمدلاسه دا هېر کړي چې څېره یې څنګه وه.
25 خو که چېرې څوک کامل او ازادي بخښونکي شریعت ته په غور سره وګوري او په هغه باندې عمل وکړي او څه چې واوري او نه یې هېروي، نو خدای به د هغه په ټولو کارونو کې برکت واچوي.
26 که څوک خپل ځان دینداره ګڼي او خپله ژبه په واک کې نه ساتي، نو هغه خپل ځان غولوي او دینداري یې هېڅ ګټه نه لري.
27 د پلار خدای په نظر کې سوچه او بې عیبه دینداري دا ده چې په یتیمانو او کونډو باندې د مصیبت په وخت کې پام وکړو او پرې نه ږدو چې دا نړۍ مو فاسد کړي.