د یعقوب لیک

1 2 3 4 5


څپرکی 2

ای زما خویندو او ورونو! که چېرې تاسو زمونږ په څښتن عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی ایمان لرئ، نو د چا طرفداري مه کوئ.
2 فرض کړئ یو سړی چې د سرو زرو ګوته یې په لاس وي او ښکلي کالي یې اغوستي وي او ستاسو غونډې ته راشي او یو غریب سړی په زړو کالیو کې راشي
3 او تاسو د هغه سړي درناوی وکړئ چې ښکلي کالي یې اغوستي دي او ورته ووایئ: «مهرباني وکړئ دلته په دې ښه ځای کې کښېنئ» او هغه غریب سړي ته ووایئ: «هلته ودرېږه یا دلته په ځمکه باندې کښېنه.»
4 ایا تاسو په خپل منځ کې د تبعیض څخه کار وانه خیست او ایا د بدو خیالونو له مخې مو قضاوت ونه کړ؟
5 ای زما ګرانو خویندو او ورونو! واورئ، ایا خدای د دې نړۍ غریبان نه دي غوره کړي چې په ایمان کې شتمن وي او د هغې پاچاهۍ وارثان وي چې خدای د هغو خلکو سره وعده کړې ده چې ورسره مینه کوي؟
6 خو تاسو د غریب سړي سپکاوی وکړ. ایا شتمن خلک په تاسو باندې ظلم نه کوي او تاسو محکمو ته نه راکاږي؟
7 ایا هغوی د مسیح نېک نوم چې خدای په تاسو باندې ایښی دی، نه بدناموي؟
8 که چېرې تاسو په رښتیا سره د څښتن د شریعت په شاهانه حکم باندې عمل وکړئ چې د خدای په کلام کې یې یادونه شوې ده چې وایي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه» نو ښه کار کوئ.
9 خو که چېرې تاسو د کوم چا طرفداري کوئ نو ګناه کوئ او شریعت تاسو د قانون ماتوونکو په توګه محکوموي.
10 ځکه که چېرې څوک د شریعت په ټولو حکمونو عمل وکړي خو یو حکم یې مات کړي نو هغه د ټول شریعت په ماتولو ګناهکار شو.
11 ځکه چا چې ویلي دي: «زنا مه کوه.» نو دا یې هم ویلي دي: «قتل مه کوه.» نو که ته زنا نه کوې خو قتل وکړې نو بیاهم ته د شریعت ماتوونکی شوې.
12 نو د هغو خلکو په شان خبرې او عمل وکړئ چې د هغه شریعت له مخې به ورباندې قضاوت کیږي چې مونږ ته ازادي راکوي.
13 ځکه چې د قضاوت په وخت کې به خدای په هغه چا باندې رحم ونه کړي چې په نورو باندې یې رحم نه دی کړی. خو بیاهم رحم په قضاوت باندې بریالی دی.
14 ای زما خویندو او ورونو! که څوک ووایي چې زه ایمان لرم خو عمل نه کوي نو ګټه یې څه ده؟ ایا داسې ایمان هغه ته خلاصون ورکولای شي؟
15 فرض کړئ تاسو ووینئ چې یو ورور یا خور کالیو او خوړو ته اړتیا لري،
16 او ستاسو څخه یو څوک هغه ته ووایي: «په خیر لاړ شه او تود او موړ اوسه.» خو چې کومو شیانو ته اړتیا لري هغه ورته ورنه کړئ نو څه ګټه به ولري؟
17 نو په همدې ډول که چېرې د ایمان سره عمل نه وي نو هغه ایمان مړ دی.
18 خو کېدای شي چې څوک ووایي: «ته ایمان لرې او زه نېک کارونه کوم. ته دې خپل ایمان بې له عمله ماته وښایه او زه به خپل ایمان د خپلو عملونو په وسیله تاته دروښایم.»
19 ته په دې باور لرې چې خدای یو دی نو ډېره ښه ده. شیطان او پېریان هم په دې باور لري او له وېرې رپیږي.
20 ای ناپوهه سړیه! ایا په دې نه پوهېږې چې ایمان بې له عمل نه بې ګټې دی؟
21 کله چې زمونږ نیکه ابراهیم خپل زوی اسحاق د قربانۍ په ځای کې خدای ته وړاندې کړ نو ایا هغه په دې عمل سره د خدای له خوا نېک ونه ګڼل شو؟
22 تاسو ګورئ چې د هغه ایمان او عمل په ګډه سره کار وکړ او د عمل سره د هغه ایمان کامل شو.
23 په دې ډول د خدای د کلام هغه وینا رښتیا شوه چې وایي: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او په دې باندې هغه نېک وګڼل شو.» او هغه د خدای دوست وبلل شو.
24 نو تاسو وینئ چې انسان یوازې په ایمان نه بلکې په خپل عمل باندې نېک کیږي.
25 نو په همدې ډول راحاب فاحشه د خپلو نېکو عملونو په وسیله چې اسراییلي استازو ته یې پناه ورکړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په بله لاره وتښتي، نېکه وګڼل شوه.
26 نو لکه څنګه چې بدن بې له روح نه مړ دی، نو همدغه شان ایمان هم بې له عمل نه مړ دی.