د یعقوب لیک

1 2 3 4 5


څپرکی 3

ای زما خویندو او ورونو! باید هڅه ونه کړ‎ئ چې تاسو ټول دې استاذان شئ، ځکه په دې پوهېږئ چې مونږ استاذانو سره به تر نورو زیات حساب کیږي،
2 ځکه چې مونږ ټول ډېرې تېروتنې کوو او څوک چې په خبرو کې تېروتنه نه کوي هغه کامل انسان دی او هغه کولای شي چې خپل ټول بدن په خپل واک کې وساتي.
3 مونږ د اس په خوله کې قیضه اچوو، ترڅو زمونږ تابع شي او هرې خواته چې وغواړو هغه بوځو.
4 همدارنګه کشتیو ته وګورئ، سره له دې چې ډېرې غټې وي او په قوي بادونو باندې چلیږي، خو د یو وړوکي راشپېل په وسیله رهنمایي کیږي او هرې خواته چې کشتۍ چلوونکی وغواړي هماغې خواته یې بېولی شي.
5 ژبه هم همداسې ده، که څه هم هغه د بدن یو وړوکی غړی دی، خو د غټوغټو شیانو په هکله لاپې وهي.وګورئ څومره لوی ځنګل د اور په یو ورکوټي بڅرکي سره اور اخلي.
6 همدارنګه ژبه هم د اور په شان ده. هغه د بدیو څخه ډکه یوه نړۍ ده چې زمونږ په ټول بدن کې ځای نیسي او زمونږ ټول بدن فاسدوي. هغه زمونږ ټول ژوندون په اور سوځوي او دا په خپله د دوزخ په اور کې سوځیږي.
7 نو انسان کولای شي چې هر ډول وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او دریابي حیوانات اهلي کړي او اهلي کړي یې دي،
8 خو هېڅوک نه شي کولای خپله ژبه په خپل واک کې وساتي. ژبه بده ده او د وژونکو زهرو څخه ډکه ده.
9 په همدې ژبه مونږ هم د څښتن یعنې اسماني پلار ثنا او صفت کوو او هم په انسان باندې چې د خدای په شکل پیدا شوی دی، بد وایو.
10 د همدې یوې خولې څخه هم د ستاینې خبرې راوځي او هم بدې خبرې. ای خویندو او ورونو! داسې باید نه وي.
11 ایا دا کېدای شي چې د یوې چینې د خولې څخه هم خوږې او هم تروې اوبه راوځي؟
12 ای زما خویندو او ورونو! ایا د انځر ونه کولای شي چې زیتون او یا د انګورو تاک انځر ونیسي؟ په همدې ډول د تروو اوبو د چینې څخه خوږې اوبه نه شي راوتلی.
13 په تاسو کې څوک هوښیار او پوه شته؟ که چېرې وي نو هغه دې دا په نېک ژوند تېرولو، په نېکو کارونو ثابته کړي یعنې داسې عاجزۍ چې د حکمت نه پیدا کیږي.
14 که چېرې ستاسو په زړونو کې سخته بخیلي او ځان خوښونه وي، نو باید لاپې ونه وهئ چې هوښیاران یئ. که داسې وکړئ نو حقیقت په دروغو بدلوئ.
15 دا هغه حکمت نه دی چې د اسمان نه راځي بلکې دا دنیاوي، نفساني او شیطاني حکمت دی.
16 ځکه چې هر چېرته چې بخیلي او ځان خوښونه وي، نو هلته ګډوډي او هر ډول بد کارونه کیږي.
17 خو کوم حکمت چې د اسمان نه راځي هغه لومړی سوچه وي، بیا سوله خوښوونکی، نرم، معقول، رحم کوونکی، له ښو ثمرو څخه ډک، بېطرفه او بې ریا وي.
18 او د نېکۍ او عدالت حاصل د هغه تخم څخه پیدا کیږي چې د سوله خوښوونکو له خوا په سوله کې کرل کیږي.