د یعقوب لیک

1 2 3 4 5


څپرکی 4

ستاسو په منځ کې جنګونه او شخړې له کومه راپیدا کیږي؟ ایا هغه ستاسو د نفساني غوښتنو له امله چې په تاسو کې په جګړه کې دي، نه راپیدا کیږي؟
2 تاسو کوم شی غواړئ، خو هغه په لاس نه درځي، نو دې ته تیار یئ چې قتل وکړئ. تاسو د نورو سره بخیلي کوئ، خو څه چې غواړئ هغه لاسته نه شئ راوړلی، نو جنګ او شخړه کوئ. خو بیاهم کوم شی په لاس نه درځي، ځکه چې د خدای څخه یې نه غواړئ.
3 خو که تاسو د خدای څخه د کوم شي دپاره سوال هم وکړئ، نو هغه به یې درنه کړي، ځکه چې په بد نیت او د خپلو هوسونو د پوره کولو دپاره یې غواړئ.
4 ای بې ایمانه خلکو! ایا تاسو نه پوهېږئ چې د نړۍ سره دوستي کول د خدای سره دښمني کول دي؟ له دې امله څوک چې غواړي د نړۍ سره دوستي وکړي، نو هغه خپل ځان د خدای دښمن کوي.
5 ایا تاسو ګومان کوئ چې د خدای د کلام دا وینا بېځایه ده چې وایي: «هغه روح چې خدای په مونږ کې اچولی دی هغه ډېرې سختې غوښتنې لري؟»
6 خو خدای په مونږ باندې زیات فضل کوي، نو له دې امله د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو په ضد دی، خو په عاجزانو باندې فضل کوي.»
7 نو له همدې امله خپل د خدای تابعداري کوئ او د شیطان په وړاندې ټینګ ودرېږئ، نو هغه به درڅخه وتښتي.
8 خپل ځانونه خدای ته ورنژدې کړئ، نو هغه به هم تاسو ته درنژدې شي. ای ګناهکارانو! خپل لاسونه د بدو کارونو څخه پاک کړئ. ای منافقانو! خپل زړونه پاک کړئ.
9 غمجن اوسئ، ویر او ژړا وکړئ. ستاسو خندا دې په ژړا بدله شي او ستاسو خوشحالي دې په غم.
10 خپل ځانونه د څښتن په وړاندې عاجزان کړئ، نو هغه به تاسو سرلوړي کړي.
11 ای خویندو او ورونو! یو بل پسې بدې خبرې مه کوئ. څوک چې خپل ورور پسې بدې خبرې کوي او یا د هغه په هکله قضاوت کوي، نو په حقیقت کې د شریعت بد وايي او د هغه په هکله قضاوت کوي. که ته د شریعت په هکله قضاوت کوې، نو په شریعت عمل نه کوې بلکې خپل ځان د هغه نه لوړ ګڼې لکه په خپله چې قاضي یې.
12 یوازې خدای دی چې شریعت ورکوي او هم قاضي دی. یوازې هغه دی چې دا قدرت لري چې خلک وژغوري او یا یې له منځه یوسي. نو بیا ته څوک یې چې د خپل ګاونډي په هکله قضاوت کوې؟
13 زما خبرې واورئ ای خلکو چې وایئ: «مونږ به نن یا سبا فلاني ښار ته لاړ شو او هلته به یو کال تېر کړو، هلته به سوداګري وکړو او ډېرې پیسې به وګټو.»
14 خو تاسو په دې هم نه پوهېږئ چې سبا به څه کیږي، ستاسو ژوند څه شی دی؟ هغه د بخار په شان دی چې د لږې شېبې دپاره راښکاره کیږي او بیا ورکیږي.
15 د دې په ځای باید ووایئ: «که د څښتن رضا وي نو مونږ به ژوندي پاتې شو او دا یا هغه کار به وکړو.»
16 خو تاسو اوس په خپلو لاپو باندې فخر کوئ او داسې لاپې وهل بد کار دی.
17 نو بیا څوک چې په نېکۍ کولو پوهیږي او نه یې کوي، نو هغه ګناه کوي.