اول کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 11

تاسو زما په قدم وچليږئ لکه چه زَۀ دَ مسيح په قدم چليږم.
2 زَۀ ستاسو تعريف کوم چه تاسو په هر خبره کښے ما يادوئ، اَؤ څنګه چه ما تاسو ته روايتُونه درورسول تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.
3 نو بيا زَۀ تاسو خبرول غواړم چه دَ هر سړى سر مسيح، اَؤ دَ ښځے سر سړے، اَؤ دَ مسيح سر خُدائے دے.
4 کُوم سړے چه په پټ سر دُعا يا نبُوت کوى هغه خپل سر بے عزته کوى.
5 اَؤ کُومه ښځه چه سرتوره دُعا يا نبُوت کوى هغه خپله بے عزتى کوى ځکه چه هغه دَ سر خرئيلے په شان ده.
6 که ښځه لوپټه نۀ په سر کوى نو ويښتۀ دِ هم پريکړى. که دَ ښځے دَ پاره ويښتۀ پريکول اَؤ سر خرئيل دَ شرم خبره وى نو لوپټه دِ په سر کوى.
7 البته سړے دِ خپل سر نۀ پټوى ځکه چه هغه دَ خُدائے صُورت اَؤ دَ هغۀ دَ جلال عکس دے، خو ښځه دَ سړى جلال ده.
8 ځکه چه سړے دَ ښځے نه نۀ دے بلکه ښځه دَ سړى نه ده.
9 اَؤ سړے دَ ښځے دَ خاطره نه بلکه ښځه دَ سړى دَ خاطره پيدا شوه.
10 نو دَ فرښتو په سبب ښځے ته په کار دى چه په خپل سر دَ اِختيار نخښه ږدى.
11 خو بيا هم په مالِک کښے نۀ ښځه دَ سړى بغير ده اَؤ نۀ سړے دښځے بغير.
12 ځکه لکه څنګه چه ښځه دَ سړى نه ده هم هغه شان سړے هم دَ ښځے په وسيله دے، خو ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ طرفه دى.
13 تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا ښځے ته سرتوره دُعا کول مُناسب دى څۀ؟
14 آيا تاسو ته په طبعى طور معلُومه نۀ ده چه که دَ سړى اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغۀ بے عزتى ده؟
15 اَؤ که دَ ښځے اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغے ښکلا ده، ځکه چه ويښتۀ هغے ته دَ پردے دَ پاره ورکړى شوى دى.
16 خو بيا هم که تاسو په بحث زور کوئ نو زَۀ به درته دا ووايم چه نۀ خو دا زمُونږ دستور دے اَؤ نۀ دَ خُدائے دَ جماعتُونو.
17 خو دا حُکم چه درکوم په دے کښے ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چه ستاسو دَ جمع کيدلو فائده نِشته بلکه نُقصان کيږى.
18 ځکه چه اول خو زَۀ دا آؤرم چه هر کله چه ستاسو جماعت راغونډيږى نو تاسو په خپلو کښے دَ يو بل مُخالفت کوئ اَؤ زَۀ په هغے څۀ قدر يقين هم کوم.
19 ځکه چه په تاسو کښے ډله بازى ضرورى ده چه دا معلُومه شى چه په تاسو کښے څوک مقبُول دى.
20 نو چه کله تاسو جمع کيږئ نو ستاسو هغه خوراک دَ عشا ربانى نۀ شى کيدے.
21 ځکه چه دَ خوراک په وخت هر سړے دَ بل نه آګاهو خپله ډوډئ خورى، اَؤ څوک خو نهر پاتے شى اَؤ څوک په نشه شى.
22 نو آيا دَ خوراک څښاک دَ پاره ستاسو کورُونه نِشته څۀ؟ يا تاسو دَ خُدائے جماعت دومره سپک ګڼئ چه دَ چا څخه څۀ نِشته، هغوئ شرموئ؟ زَۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ آيا په دے خبره ستاسو تعريف وکړم؟ زَۀ تعريف نۀ کوم.
23 ځکه چه کُومے خبرے چه ما تاسو ته رسولے دى هغه ما ته دَ مالِک نه په خپله حاصلے شوے دى، چه په کُومه شپه دَ مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه ډوډئ ئے واخسته،
24 شکر ئے پرے ووے اَؤ ما ته ئے کړه اَؤ وئے وئيل چه ”دا زما بدن دے چه ستاسو دَ پاره دے. زما په يادګارئ کښے هم دغه شان کوئ.“
25 دغه شان هغۀ دَ خوراک نه پس پياله واخسته اَؤ وئے وئيل چه ”دا پياله زما په وينه کښے نوے لوظ دے. هر کله چه ئے څښئ نو زما په يادګارئ کښے دغسے کوئ.“
26 نو هر کله چه تاسو دا ډوډئ خورئ اَؤ دا پياله څښئ نو دَ مالِک دَ مرګ اظهار کوئ تر څو چه هغه را نۀ شى.
27 نو دَ دے دَ پاره چه څوک په نامناسبه طريقے سره دَ مالِک ډوډئ خورى يا دَ هغۀ دَ پيالے نه څښى، هغه به دَ مالِک دَ بدن اَؤ وينے قصور وار وى.
28 نو سړے دِ اول خپل ځان وآزميئ نو بيا دِ دَ هغه ډوډئ نه وخورى اَؤ دَ هغه پيالے نه وڅښى.
29 ځکه چه څوک چه دَ خوراک څښاک په وخت دَ مالِک بدن ونۀ پيژنى، هغه به په هغه خوراک څښاک سزا بيا مُومى.
30 په دے وجه خو په تاسو کښے ډير کمزورى اَؤ بيماران دى اَؤ ځنے مړۀ شوى دى.
31 که چرے مُونږ خپل ځان و آزميُو نو سزا به مو نۀ مُوندلے.
32 خو مالِک مُونږ ته سزا دَ تربيت دَ پاره راکوى چه دَ دُنيا نورو خلقو سره مُجرمان نۀ شُو.
33 زما ورُوڼو، دَ دے دَ پاره چه هر کله دَ عشا ربانى دَ پاره راجمع شئ نو دَ يو بل اِنتظار کوئ.
34 که تاسو وږى يئ نو په کور کښے ډوډئ خورئ چه ستاسو رايوځائے کيدل دَ سزا باعث نۀ شى. نورے خبرے کله چه زَۀ درشم هغه به درستے کړم.