اول کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 2

اَئے ورُوڼو، کله چه زَۀ تاسو له راغلم اَؤ په تاسو کښے مے دَ خُدائے دَ راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ دَ اُوچتے درجے تقرير يا دَ حِکمت په زور نۀ وو.
2 ځکه چه ما دا اِراده کړے وه چه ستاسو په مينځ کښے دَ عيسىٰ مسيح بلکه په سولئ شوى مسيح نه بغير نور هيڅ ونۀ پيژنم.
3 اَؤ ما په عاجزئ، ويره اَؤ رپيدو په تاسو کښے وخت تير کړو.
4 اَؤ زما پيغام اَؤ زيرے دَ حِکمت په غُلووُنکو خبرو نۀ وو بلکه هغه دَ خُدائے دَ رُوح دَ قُدرت دَ مخه ثابت وو،
5 دَ دے دَ پاره چه ستاسو ايمان دَ اِنسان په حِکمت نه بلکه دَ خُدائے په قُدرت موقُوف وى.
6 بيا هم په رُوحانى بالغانو کښے مُونږ دَ حِکمت خبرے کوُو خو نه دَ دے جهان اَؤ نه دَ دے فنا کيدُونکو سردارانو دَ حِکمت نه،
7 بلکه مُونږ دَ خُدائے دَ هغه پټ حِکمت راز بيانوُو چه خُدائے دَ دُنيا جوړولو نه مخکښے دا فيصله کړے وه چه مُونږ دَ هغه حِکمت په وسيله جلال ومُومو،
8 اَؤ کُوم چه دَ دے زمانے په سردارانو کښے يو هم نۀ دے پيژندلے ځکه چه که هغوئ پيژندلے وے نو دَ جلال مالِک به ئے په سولئ کړے نۀ وو.
9 بلکه څرنګ چه ليکلى شوى دى هم هغسے وشول چه : ”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو آؤريدلىاَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښے راغلى دى،هغه څيزُونه خُدائے دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى، تيار کړى دى.“
10 هغه ټول خُدائے په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل، ځکه چه رُوح دغه ټولے خبرے وآزمى بلکه دَ خُدائے پټے خبرے هم معلُوموى.
11 څوک دَ بل اِنسان دَ زړۀ خبرے معلُومولے شى بغير دَ اِنسان دَ خپل رُوح نه چه په هغۀ کښے دے؟ دغه شان دَ خُدائے دَ رُوح نه بغير هيچا ته دَ خُدائے خبرے معلُومے نۀ دى.
12 خو مُونږ دَ دُنياوى رُوح نه نۀ دى مُوندلے بلکه دَ هغه رُوح نه چه دَ خُدائے دَ طرفه دے، دَ دے دَ پاره چه هغه خبرے وپيژنُو کُومے چه خُدائے مُونږ ته رابخښلى دى.
13 اَؤ مُونږ هغه خبرے په هغه الفاظو کښے نۀ بيانوُو چه انسانى حِکمت مُونږ ته را زده کړے دى بلکه په هغه الفاظو کښے چه مُونږ ته رُوح را ښوولى دى، اَؤ دغسے رُوحانى خبرے هغه چا ته ښايُو، په چا کښے چه دَ خُدائے رُوح وى.
14 خو دَ نفس بنده دَ خُدائے دَ رُوح خبرے نۀ قبلوى ځکه چه دا دَ هغۀ په نزد بے وقُوفى ده، اَؤ هغه په هغے نۀ شى پوهيدے ځکه چه هغه تش دَ رُوحُ القُدس په وسيله پوهيدے شى.
15 خو رُوحانى سړے ټولے خبرے وآزمئى خو په خپله به په چا ونۀ شى آزمائيلے.
16 څنګه چه صحيفے وائى چه : ”دَ مالِک په خيالُونو څوک پوهيدے شىچه هغۀ ته ئے صلاح ورکړى؟“خو مُونږ دَ مسيح په شان عقل لرُو.