اول کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 15

نو اوس زما ورُوڼو، زَۀ به تاسو ته هغه زيرے دريادوم کُوم چه ما وړاندے درکړے وو، اَؤ تاسو قبول کړے وو اَؤ پرے قائم هم يئ.
2 اَؤ دَ دے زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ، که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وو.
3 ما دَ ټولو نه وړُومبے هغه اهمه خبره در ورسوله کُومه چه ما ته رارسيدلے وه چه مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو،
4 اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندے پاڅيدلو.
5 اَؤ هغه پطروس ته ښکاره شو اَؤ دَ هغۀ نه پس هغه دولسو کسانو ته.
6 اَؤ بيا وروڼو ته چه دَ پنځو سوو نه زيات وُو يو ځل ښکاره شو چه په هغوئ کښے زيات کسان تر اوسه ژوندى دى اَؤ ځنے مړۀ دى.
7 بيا يعقُوب ته ښکاره شو اَؤ دَ دے نه پس ټولو رسُولانو ته.
8 اَؤ په آخر کښے ما ته ښکاره شو. دا داسے وه لکه چه بے نيټے زيږدلے،
9 اَؤ په رسُولانو کښے له ټولو نه ورکوټے يم تر دے چه دَ رسُول بللو لايق هم نۀ يم ځکه چه ما جماعت په عذاب کړے وو.
10 خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم، بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړله بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے.
11 بيا دا هيڅ خبره نۀ ده که زَۀ وم که هغوئ، مُونږ دغه زيرے آؤروُو اَؤ په دے تاسو ايمان راوړو.
12 نو اوس که هم دغه څۀ مُونږ زيرے آؤروُو چه مسيح له مړو نه بيا را ژوندے شو نو په تاسو کښے ځنے دا څنګه وئيلے شى چه دَ مړو قيامت نِشته؟
13 که دَ مړو قيامت نِشته نو بيا خو مسيح هم نۀ وو بيا ژوندے شوے.
14 اَؤ که مسيح نۀ وو ژوندے شوے نو بيا زمُونږ پيغام بے فائدے اَؤ بے معنىٰ دے اَؤ هم دغه شان ستاسو ايمان راوړل.
15 بلکه مُونږ دَ خُدائے دروغژن ګواهان شُو ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په څپرکیت دا ګواهى ورکړے وه چه هغۀ مسيح راژوندے کړو. که چرے مړى نۀ راژوندى کوى نو بيا هغه ئے هم نۀ دے ژوندے کړے.
16 ځکه چه که مړى نۀ راژوندى کيږى نو مسيح هم نۀ وو راژوندے شوے.
17 اَؤ که چرے مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان بے فائدے دے اَؤ تاسو هم هغه شان په خپلو زړو ګناهُونو کښے راګير يئ.
18 اَؤ کُوم ايمانداران چه مړۀ شول هغوئ هم هلاک شول
19 که چرے مُونږ صرف دَ دے ژوند دَ پاره په مسيح اُميد کړے دے نو بيا مُونږ په ټولو بنى آدمو کښے زيات بدنصيب يُو.
20 خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے.
21 ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل.
22 لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى.
23 خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق.
24 بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى.
25 ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده.
26 اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے.
27 ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى.
28 اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
29 اوس داسے خلق چه دَ مړو دَ پاره بپتسمه آخلى نو هغوئ داسے ولے کوى؟ که چرے مړى بيخى راژوندى کيږى نه، نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دَ بپتسمه آخستلو څۀ مطلب دے؟
30 اَؤ بيا مُونږ په خپله ولے هر وخت په خطره کښے يُو؟
31 زما ورُوڼو! تاسو زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے زما وياړ يئ، باور وکړئ چه زَۀ هره ورځ مرم.
32 که چرے زَۀ دَ بنى آدم په شان په اِفِسوس کښے دَ داړُونکو ځناورو سره وجنګيدلم نو ما ته څۀ فائده ده؟ که مړى به راژوندى نۀ شى نو ”راځئ چه خورُو څښُو ځکه چه صبا خو هسے هم مړۀ کيږُو.“
33 ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.
34 اَؤ دَ رښتُونى اَؤ غوره ژوندُون دَ پاره په هوش کښے راشئ اَؤ ګُناه پريږدئ زَۀ تاسو ته دا دَ شرم راوستلو دَ پاره وايم، ځنے داسے دى چه دَ خُدائے نه بے خبره دى.
35 خو تاسو به تپوس کوئ چه مړى څنګه راژوندى شى اَؤ په څۀ قِسم جِسم کښے به راځى؟
36 اَئے نادانه! کُوم تُخم چه تۀ په خپله کرے نو تر څو چه هغه مړ نۀ شى تر هغے ژوندے کيږى نه.
37 اَؤ څۀ چه تۀ کرے هغه دا وجُود نۀ دے چه دَ پيدا کيدُونکى دے بلکه صرف دانه ده که هغه دَ غنم وى يا دَ څۀ بل څيز.
38 خو خُدائے چه څنګه اِراده وکړى هم هغه شان هغۀ ته وجُود ورکوى اَؤ هر تُخم ته خپل خاص وجُود.
39 ټوله غوښه يو شان غوښه نۀ ده بلکه دَ انسان غوښه يو قِسم ده اَؤ دَ څاروو بل قِسم اَؤ دَ مرغانو بل قِسم اَؤ دَ کبانو غوښه بل قِسم ده.
40 آسمانى څيزُونه قِسما قِسم دى اَؤ دَ مزکے هم، خو آسمانى جلال يو څۀ دے اَؤ دَ مزکے بل څۀ.
41 دَ نمر جلال يو څۀ دے، دَ سپوږمئ جلال بل څۀ، دَ ستورو جلال بل څۀ، ځکه چه دَ ستورى ستورى په جلال کښے فرق دے.
42 دَ مړو راژوندى کيدل هم دغسے دى، دَ فنا په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ بقا په حالت کښے راژوندى کيږى.
43 دَ بے عزتئ په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ جلال په حالت کښے راژوندى کيږى، په کمزورتيا کښے ښخولے شى اَؤ په طاقت کښے راژوندى شى.
44 جسمانى وجُود ښخولے شى اَؤ رُوحانى وجُود راژوندے کيږى. هر کله چه نفسانى وجُود شته نو رُوحانى وجُود هم شته.
45 هم دغه شان ليکلى دى :  ”اول سړے، يعنے آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندُون ورکُوونکے رُوح جوړ شو.“
46 خو رُوحانى اول نۀ وو بلکه نفسانى، اَؤ دَ دے نه پس رُوحانى شو.
47 اول سړے دَ مزکے نه، يعنے خاکى وو، اَؤ دويم سړے آسمانى وو. اَؤ څنګه چه هغه خاکى وو هغه شان به نور هم خاکى وى
48 اَؤ څنګه چه هغه آسمانى وو هغه شان به نور هم آسمانى وى،
49 اَؤ څنګه چه مُونږ دَ دے خاکى په صُورت جوړ شوى يُو دغه شان به په آسمانى صُورت کښے هم شُو.
50 زما ورُوڼو، زما مطلب دا دے چه دَ اِنسان جسم دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارث نۀ شى کيدے اَؤ دا جِسم چه مړ کيدُونکے دے دَ بقا وارث کيدے نۀ شى.
51 ګورئ! زَۀ به درته يوه دَ راز خبره کوم چه مُونږ ټول خو به نۀ مرُو بلکه مُونږ ټول به بدل شُو،
52 دَ سترګے په يو رپ کښے چه ورستے بګل وغږيږى اؤ دَ بګل دَ آواز سره به مړى په غير فانى حالت کښے راژوندى شى، اَؤ مُونږ به بدل شُو.
53 ځکه چه ضرورى دى چه دا مړ کيدُونکے جِسم دِ غير فانى جامے واغوندى اَؤ دا مړ کيدُونکے جِسم دِ دَ آبدى ژوندُون جامے واچوى.
54 اَؤ هر کله چه دا فانى جِسم غير فانى، اَؤ دا مړ کيدونکے جِسم آبدى جامے واچوى، نو هغه قول به پُوره شى چه ليکلى شوى دى چه : ”مرګ ختم کړے شو، فتح وکړے شوه!“
55 ”اَئے مرګه! ستا هغه فتح څۀ شوه؟اَئے مرګه! ستا دَ طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“
56 دَ مرګ لشه ګُناه ده اَؤ ګُناه دَ شريعت نه خپل طاقت بيا مُومى.
57 خو دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ مُونږ ته دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
58 نو اَئے زما خوږو ورُوڼو! ټينګ اَؤ قائم اوسئ اَؤ هميشه دَ مالِک په کار کښے بوخت اوسئ ځکه چه تاسو خبر يئ چه په مالِک کښے ستاسو خوارى بے فائدے نۀ ده.