اول کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 12

دَ رُوحانى نعمتُونو په څپرکی کښے زَۀ نۀ غواړم چه تاسو نا خبر پاتے شئ.
2 تاسو خبر يئ چه هر کله چه تاسو غير قوم وئ نو چا به چه په څۀ شان په بے ژبے بُتانو پسے بوتلئ هغه شان به تلئ.
3 په دے وجه به زَۀ ضرور په تاسو تاکيد وکړم چه هر څوک چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله خبرے کوى، هغه به په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى اَؤ بغير دَ رُوحُ القُدس دَ وسيلے نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چه عيسىٰ مالِک دے.
4 نعمتُونه خو قِسما قِسم دى خو رُوح يو دے.
5 اَؤ خدمتُونه هم قِسما قِسم دى خو مالِک يو دے.
6 اَؤ تاثيرُونه هم قِسما قِسم دى خو خُدائے يو دے چه په ټولو کښے دَ هر قِسم اَثر پيدا کوى.
7 خو هر چا له دَ رُوحُ القُدس ظاهريدل دَ ټولو خلقو دَ فائدے دَ پاره ورکړے کيږى.
8 ځکه چه يو ته دَ رُوح په وسيله دَ حِکمت کلام ورکړے شى اَؤ بل ته دَ هم هغه رُوح په وسيله دَ علميت کلام،
9 چا ته دَ هغه رُوح په وسيله ايمان اَؤ چا ته هم دَ هغه رُوح په سبب دَ شفا ورکولو توان،
10 چا ته دَ مُعجزو طاقت، چا ته نبُوت، چا ته دَ مُختلفو رُوحونو پيژندل، چا ته دَ قِسما قِسم ژبو وئيلو توان اَؤ چا ته دَ ژبو تشريح کول.
11 خو دا ټول تاثيرُونه هغه يو رُوح کوى اَؤ چا ته ئے چه غواړى هغۀ ته ئے ورکوى.
12 ځکه لکه څنګه چه بدن يو دے اَؤ دَ هغۀ اَندامُونه ډير دى، اَؤ اګر که دَ بدن ټول اَندامُونه ډير دى خو ټول سره يو بدن دے، دغه شان مسيح هم دے.
13 ځکه چه مُونږ ټول که يهُوديان يُو که يُونانيان، که غُلام يُو که آزاد، مُونږ ټول په يو رُوح بپتسمه شُو چه دَ يو بدن په يووالى کښے داخل شُو، اَؤ خُدائے زمُونږ ټولو په زړُونو کښے يو رُوح واچولو.
14 دغه شان دَ بدن يو اَندام نۀ دے بلکه ډير دى.
15 که چرے پښه ووائى چه زَۀ لاس نۀ يم، دَ دے دَ پاره دَ بدن نۀ يم، نو په دے سبب خو هغه دَ بدن نه بهر نۀ ده.
16 اَؤ که غوږ ووائى چه زَۀ سترګه نۀ يم نو دَ بدن نه نۀ يم، نو هغه په دے سبب خو دَ بدن نه بهر نۀ دے.
17 که چرے ټول بدن هم سترګے وے نو آؤريدل به چرته وُو؟ اَؤ که چرے ټول بدن غوږُونه وے نو بوئيول به چرته وُو؟
18 خو خُدائے په بدن کښے هر يو اَندام دَ خپلے مرضئ په مُطابق ايښے دے.
19 که هغه ټول يو اَندام وے نو بدن به چرته وو؟
20 خو اوس اګر که اندامُونه ډير دى ولے بدن يو دے.
21 نو سترګه لاس ته نۀ شى وئيلے چه زَۀ ستا مُحتاجه نۀ يم، اَؤ نۀ سر پښو ته وئيلے شى چه زَۀ ستاسو مُحتاج نۀ يم.
22 بلکه دَ بدن هغه اَندامُونه چه دَ نورو نه کمزورى معلُوميږى، ډير ضرورى دى.
23 اَؤ دَ بدن هغه اَندامُونه چه مُونږ ئے دَ نورو په نسبت سپک ګڼُو، هم هغو ته زيات اهميت ورکوُو، اَؤ خپل بدرنګى اَندامُونه زيات په حيا ساتُو.
24 حال دا دے چه زمُونږ ښکلى اَندامُونه مُحتاج نۀ دى. خو خُدائے بدن داسے جوړ کړے دے چه کُوم اَندام مُحتاج دے هم هغۀ ته زيات اهميت ورکړے شى،
25 دَ پاره دَ دے چه په بدن کښے بے اِتفاقى پيدا نۀ شى بلکه اَندامُونه دَ يو بل برابر خيال وساتى.
26 نو بيا که يو اَندام دړد ومُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه دړديږى، اَؤ که چرے يو اَندام عزت مُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه خوشحاليږى.
27 هم دغه شان تاسو ټول په يو ځائے دَ مسيح بدن يئ اَؤ بيل بيل اَندامُونه يئ.
28 اَؤ خُدائے په جماعت کښے بيل بيل کسان مُقرر کړل، اول رسُولان، دويم نبيان اَؤ دريم اُستاذان، بيا مُعجزے ښوُونکى، بيا شفا ورکوُونکى، مددګاران، اِنتظام کوُونکى اَؤ قِسما قِسم ژبے ويُونکى.
29 آيا ټول رسُولان دى څۀ؟ آيا ټول نبيان دى څۀ؟ آيا ټول اُستاذان دى څۀ؟ آيا ټول مُعجزے ښوُونکى دى څۀ؟
30 آيا ټولو ته دَ شفا ورکولو طاقت ورکړے شوے دے څۀ؟ آيا ټول قِسما قِسم ژبے وائى څۀ؟ آيا ټول تشريح کوى څۀ؟
31 تاسو دِ دَ ټولو نه دَ لويو نعمتُونو خواهش ولرئ. خو اوس به ئے زَۀ تاسو ته دَ ټولو نه غوره طريقه وښايم.