اول کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 8

اوس دَ بُتانو دَ قُربانئ په حقله دا دے چه مُونږ خبر يُو چه مُونږ ټول عِلم لرُو، خو عِلم کبر پيدا کوى ليکن مينه دَ ترقئ باعث ده.
2 که څوک دا ګڼى چه زَۀ په څۀ پوهيږم نو څنګه چه پوهيدل په کار دى هغسے پرے تر اوسه نۀ پوهيږى.
3 خو څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى خُدائے هغه پيژنى.
4 نو دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ غوښے دَ خوراک په څپرکی مُونږ پوهيږُو چه بُت په دُنيا کښے هيڅ شے نۀ دے اَؤ سيوا دَ يو نه بل خُدائے نِشته.
5 سره دَ دے چه په مزکه اَؤ په آسمان ډير خُدايان بللے شى، دغه شان ډير خُدايان اَؤ مالِکان دى.
6 خو زمُونږ خو يو خُدائے دے، يعنے خُدائے پلار، چه دَ چا له طرف نه ټول څيزُونه دى اَؤ مُونږ دَ هغۀ دَ پاره ژوندى يُو، اَؤ يو مالِک دے، يعنے عيسىٰ مسيح دَ چا په وسيله چه دا ټول څيزُونه پيدا شول اَؤ مُونږ هم دَ هغۀ په وسيله ژوندى يُو.
7 خو ټولو ته دا پته نِشته بلکه دَ ځنو خو اوس هم دَ بُت پرستئ عادت دے، دَ دے دَ پاره هغه غوښه دَ بُت قُربانى ګڼى اَؤ خورى ئے اَؤ دَ هغوئ زړۀ چه کمزورے دے، هغه په خوراک پليت شى.
8 خوراک به مُونږ دَ خُدائے سره نۀ نزدے کوى. که وئے نۀ خورُو نو زمُونږ هيڅ نُقصان نِشته اَؤ که وئے خورُو نو هيڅ ګټه مُوٰ نِشته.
9 خو پام کوئ، داسے نۀ وى چه ستاسو آزادى په ايمان کښے دَ کمزورو دَ پاره دَ تيندک باعث نۀ شى.
10 ځکه که هغه سړے چه په ايمان کښے کمزورے دے، ستا په شان دَ عِلم خاوند په بُت خانه کښے په خوراک ووينى نو آيا هغه به زړۀ ور نۀ شى چه دَ بُتانو دَ قُربانئ غوښه وخورى؟
11 مطلب دا چه ستا دَ عِلم په وجه به هغه کمزورے سړے، يعنے هغه ورور چه دَ چا دَ پاره چه مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى.
12 اَؤ دغه شان تاسو به دَ وروُڼو ګُناه ګار شئ اَؤ دَ هغوئ کمزورے زړۀ به ژوبل کړئ اَؤ دَ مسيح ګُناه ګار به وګرزئ.
13 په دے وجه که زما دَ خوراک په وجه زما ورور تيندک خورى نو زَۀ به هيڅ کله هم غوښه ونۀ خورم چه دَ خپل ورور دَ پاره دَ تيندک سبب ونۀ ګرزم.