روميان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 11

زه پوښتنه کوم چې ایا خدای خپل قوم رد کړی دی؟ هېڅکله نه! زه خپله هم اسراییلی یم، د ابراهیم د نسل نه او د بنیامین د قبیلې څخه یم.
2 خدای خپل هغه قوم نه دی رد کړی چې د مخکې نه یې غوره کړی ؤ. ایا تاسو نه پوهېږئ چې د خدای کلام د الیاس پیغمبر په هکله څه وایي چې هغه څنګه د اسراییلو په خلاف خدای ته شکایت کوي او وایي:
3 «څښتنه، هغوی ستا پیغمبران وژلي دي، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او زه یوازې پاتې یم او هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.»
4 خو خدای هغه ته څه ځواب ورکړ؟ هغه دا ځواب ورکړ: «ما د خپل ځان دپاره اووه زره کسان چې د بعل بت ته یې سجده نه ده کړې، ساتلي دي.»
5 همدارنګه په دې اوسنۍ زمانه کې هم یو شمېر خلک پاتې دي چې د خدای په فضل سره غوره شوي دي.
6 خو که چېرې دا د فضل په وسیله وي، نو بیا د انسان د عملونو په وسیله نه دی. که نه، نو بیا فضل کومه معنی نه لري.
7 نو بیا دا څه معنی؟ د اسراییلو خلک چې د کوم شي په لټه کې وو، هغه یې تر لاسه نه کړ. د خدای غوره شویو کسانو تر لاسه کړ، خو د نورو زړونه سخت شول.
8 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: خدای هغوی په روحاني درانه خوب ویده کړل چې تر نن ورځې پورې نه څه لیدلی شي او نه څه اورېدلی شي.
9 او داود وایي:پرېږده چې شي یې دسترخوان ورته تیلک او داماو شي تیږه ورته داسې چې پرې وښوییږياو سزا وویني د خپلو کارونو
10 سترګې یې ړندې شي چې ونه ویني هېڅاو کړوپې شي ملاګانې یې د تل دپاره
11 نو زه پوښتنه کوم، ایا هغوی داسې وښویېدل چې بیا به هېڅکله راپورته نه شي؟ هېڅکله نه، بلکې د هغوی د سرغړونې په سبب خلاصون د غیریهودیانو په برخه شو او له همدې امله د اسراییلو سره کینه پیدا شوه.
12 اوس که چېرې د هغوی سرغړونه د دنیا د برکت سبب شوه او د هغوی روحاني ماتې د غیریهودیانو دپاره د برکت سبب شوه، نو بیا به د هغوی برکتونه نور څومره زیات شي چې کله ټول اسراییل په کې شامل شي.
13 اوس تاسو غیریهودیانو ته وایم چې زه د غیریهودیانو دپاره رسول یم او په خپل کار باندې فخر کوم.
14 ځکه کېدای شی چې په دې ډول وکولای شم د خپل قوم حسد او بخیلي راوپاروم او د هغوی څخه ځینې یې وژغورم.
15 ځکه که د هغوی رد کېدل د دنیا سره د خدای د پخلا کېدلو سبب شو، نو د هغوی منل به لکه د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په معنی وي.
16 که چېرې د اوړو اولنۍ پېړه چې خدای ته د نذرانې په توګه وړاندې شي، سپېڅلې ده، نو بیا ټوله خمیره هم سپېڅلي ده. او که د ونې ریښې سپېڅلې وي، نو څانګې یې هم سپېڅلې دي.
17 خو که چېرې ځینې څانګې پرېکړل شي او ته چې د ځنګلي زیتون یوه څانګه وې، په نورو څانګو کې پیوند شوې او د اصلي زیتون د ونې په ګټوره ریښه کې شریک شوې،
18 نو خپل ځان د نورو څانګو نه لوړ مه ګڼه. که چېرې خپل ځان لوړ ګڼې، نو یاد ساته چې ریښه په تا باندې ولاړه نه ده، بلکې ته په ریښې باندې ولاړ یې.
19 خو ته به وایې: «څانګې د دې دپاره پرېکړل شوې چې زه په کې پیوند شم.»
20 دا رښتیا ده. هغوی د خپلې بې ایمانۍ له امله پرېکړل شوې، خو تاسو د ایمان په وسیله هلته پاتې کېږئ. نو مغرور کېږئ مه، بلکې ووېرېږئ.
21 ځکه که خدای هغه طبیعي څانګې په خپل ځای پرېنښودلې، نو تاسو به هم پرېنږدي.
22 نو د خدای مهرباني او سخت قضاوت په پام کې ونیسئ. خدای د هغو خلکو په وړاندې سختګیره دی چې لېرې لوېدلي دي، خو ستاسو په وړاندې مهربانه دی، که چېرې ته د هغه په مهربانۍ کې پاتې شې. که نه، نو ته به هم پرېکړل شې.
23 که چېرې یهودیان په بې ایمانۍ کې پاتې نه شي، نو هغوی به بیا پیوند کړل شي، ځکه چې خدای قدرت لري چې هغوی یوځل بیا سره پیوند کړي.
24 ځکه که چېرې تاسو غیریهودیان د ځنګلي زیتون د ونې نه پرېکړل شوي یئ او د خپل فطرت په خلاف د اصلي زیتون د ونې سره پیوند شوي یئ، نو بیا به هغه اصلي څانګې څومره په اسانۍ سره پیوند شي چې د اصلي زیتون د ونې خپلې څانګې دي.
25 ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو د دې پټ راز نه بې خبره پاتې شئ او په خپلې پوهې باندې مغرور شئ. د ځینو اسراییلیانو زړونه سخت شوي دي او دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، ترڅو د هغو غیریهودیانو شمېر پوره شي چې خلاصون مومي.
26 په دې ډول به ټول اسراییل خلاصون ومومي. لکه څنګه چې لیکل شوي دي: خلاصوونکی به د صهیون څخه راشي او هغه به د یعقوب د نسل څخه بې ایماني لېرې کړي.
27 زه به د هغوی سره لوظ وکړم چې د هغوی ګناهونه لېرې کړم.
28 د زېري په خاطر یهودیان د خدای دښمنان شول او دا ستاسو په ګټه دی. د خدای د خوښې له امله هغوی اوس هم خدای ته د هغوی د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب په خاطر ګران دي.
29 ځکه چې د خدای نعمتونه او بلنه نه بدلېدونکي دي.
30 لکه څنګه چې تاسو غیریهودیانو یو وخت د خدای په وړاندې نافرماني کوله، خو اوس په تاسو باندې د یهودیانو د نافرمانۍ له امله رحم وشو،
31 نو اوس هغوی نافرماني کوي او په تاسو باندې د خدای رحم وشو، نو له دې امله په هغوی باندې به هم د هغه رحم وشي.
32 خدای ټول خلک په نافرمانۍ کې راګېر کړل، ترڅو په ټولو باندې رحم وکړي.
33 واه، د خدای شتمني څومره زیاته ده او د هغه حکمت او پوهه څومره ژوره ده! د هغه قضاوتونه څومره پټ او د هغه په لارو پوهېدل څومره سخت دي.
34 ځکه د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څوک د څښتن په فکرونو باندې پوه شوی دی؟ یا څوک د هغه مشاور دی؟
35 یا چا خدای ته کوم څه ورکړي دي چې هغه ترې بېرته واخلي؟
36 ځکه چې ټول شیان د هغه له خوا دي او د هغه په وسیله پیدا شوي دي او د هغه دپاره دي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.