روميان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 13

هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي.
2 له دې امله څوک چې د واکمنانو سره مخالفت کوي، نو د خدای سره چې هغوی یې ټاکلي دي، مخالفت کوي او څوک چې مخالفت کوي، هغوی به په خپله خپل ځان ته سزا ورکوي.
3 ځکه چې واکمنان د ښو خلکو د وېرې سبب نه ګرځي، بلکې بدکاران ترې وېریږي. نو که چېرې غواړئ چې د قدرت د خاوندانو څخه وېره ونه لرئ، نو بیا ښه کار کوئ او هغوی به ستاسو ستاینه کوي.
4 ځکه چې هغوی د خدای خدمتګاران دي او ستاسو د ښېګڼې دپاره دي. خو که چېرې تاسو غلط کار کوئ، نو بیا ووېرېږئ، ځکه چې هغوی د خپل ځان سره توره بې دلیله نه ګرځوي. هغوی د خدای خدمتګاران دي او د خدای د غضب له لارې بدکارانو ته سزا ورکوي.
5 له همدې امله باید د واک د خاوندانو تابع اوسئ، یوازې د خدای د غضب نه د ځان ساتلو دپاره نه، بلکې د خپل وجدان په خاطر.
6 له همدې امله تاسو هم خپله مالیه ورکوئ، ځکه چې د واک خاوندان د خدای خدمتګاران دي او په خپلو دندو کې بوخت دي.
7 د کومو خلکو نه چې مو پور اخیستی وي، هغوی ته خپل پور بېرته ورکړئ. د مالیې اخیستونکو ته مالیه ورکوئ او محصول د محصول اخیستونکو ته ورکوئ. څوک چې د درناوي وړ وي، د هغوی درناوی کوئ او د عزت د خاوندانو عزت کوئ.
8 د هېچا پور په ځان باندې مه پرېږدئ، ستاسو یوازېنی کار د یو بل سره مینه کول دي. ځکه څوک چې د نورو سره مینه کوي، هغه په شریعت باندې پوره عمل کړی دی.
9 ځکه چې دا حکمونه دي: «زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه» او نور حکمونه هم دي چې په دې حکم کې په لنډه توګه بیانیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
10 څوک چې د خپل ګاونډي سره مینه کوي، نو د هغه سره بد نه کوي. نو له دې امله مینه کول د شریعت پوره کول دي.
11 همدارنګه لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې همدا اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د خوب نه راویښ شئ. ځکه چې اوس زمونږ خلاصون د هغې ورځې نه ډېر رانژدې شوی دی چې کله مو ایمان راوړ.
12 شپه تېره شوې ده او ورځ رانژدې ده. نو راځئ چې د تیارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا د زغرو کالي واغوندو.
13 راځئ چې د هغو کسانو په شان چې په رڼا کې ژوند کوي، مناسب چلند وکړو، نه په عیاشۍ او نشو کې، نه په زناکارۍ او فساد کې، نه په جګړو او کینو کې.
14 د دې په ځای د څښتن عیسی مسیح د فطرت لباس واغوندئ او نور د خپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو په فکر کې مه اوسئ.