روميان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 15

مونږ چې په ایمان کې ټینګ یو، باید د کمزرو کمزورتیا وزغمو او یوازې د خپل ځان د خوشحالۍ په فکر کې ونه اوسو.
2 مونږ هر یو باید د خپل ګاونډي د ښېګڼې او خوشحالۍ دپاره مرسته وکړو ترڅو د هغوی ایمان ډېر قوي شي.
3 ځکه چې مسیح هم کوښښ ونه کړ چې خپل ځان خوشحاله کړي. خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «کومو خلکو چې ستاسو سپکاوی وکړ، هغوی زما سپکاوی هم وکړ.»
4 ځکه هرڅه چې پخوا لیکل شوي دي، هغه زمونږ د لارښوونې دپاره لیکل شوي دي ترڅو مونږ د صبر او هغې تسلۍ په وسیله چې د خدای کلام یې مونږ ته راکوي، هیله مند واوسو.
5 خدای چې د صبر او تسلۍ سرچینه ده، تاسو ته دې توان درکړي چې په داسې همغږۍ یو د بل سره ژوند وکړئ لکه څنګه چې د عیسی مسیح د پیروانو سره مناسب دي،
6 ترڅو تاسو ټول په ګډه سره په یو اواز د خدای یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د پلار ثنا ووایئ.
7 نو لکه څنګه چې مسیح تاسو ومنلئ، نو تاسو هم د خدای د جلال دپاره یو بل ومنئ.
8 ځکه چې زه تاسو ته وایم چې مسیح د خدای د رښتینولۍ د ثابتولو دپاره د یهودیانو خدمتګار شو، ترڅو هغه وعدې پوره کړي چې د هغوی د نیکونو سره یې کړې وې
9 او د دې دپاره چې غیریهودیان هم خدای ته د هغه د رحم په سبب ثنا ووایي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:له دې امله به د غیریهودیانو منځ کېزه ستا ثنا ووایماو ثنا او صفت د ستا د نوم به کومزه په سندرو سره
10 او په بل ځای کې وایي:ای نورو قومونوخوشحالي وکړئ د خدای د قوم سره
11 او بیا په بل ځای کې وایي:ای ټولو قومونو، د څښتن ثنا او صفت وکړئاو ای ټولو خلکو د هغه لویي بیان کړئ
12 او بیا اشعیا وایي: د یسي د اولادې څخه به یو څوک راشي او هغه به راپاڅیږي تر څو په غیریهودیانو باندې حکومت وکړي او هغه ته به د غیریهودیانو هیله وي.
13 خدای چې د هیلې سرچینه ده، هغه دې تاسو د خپل ایمان په وسیله د پوره خوشحالۍ او سولې نه ډک کړي چې د روح القدس په قدرت سره ستاسو هیله نوره هم زیاته شي.
14 ای زما خویندو او ورونو، زه په خپله ستاسو په هکله ډاډمن یم چې تاسو د نېکۍ نه ډک او پوره پوهه لرئ او د دې توان لرئ چې یو بل ته لارښوونه وکړئ.
15 خو ما په زړورتیا سره ځینې شیان تاسو ته لیکلي دي چې تاسو ته یې در په یاد کړم، د هغه فضل له امله چې خدای ماته راکړی دی
16 چې د غیریهودیانو دپاره د عیسی مسیح خدمتګار شم. هغه ماته د زیري د رسولو په خاطر د کاهنتوب دنده راکړې ده، ترڅو غیریهودیان لکه د یوې نذرانې په توګه چې خدای ته د قبلېدلو وړ وي، وړاندې کړم چې د روح القدس په وسیله پاکه شوې ده.
17 نو ځکه زه په عیسی مسیح کې د خدای دپاره په خپل خدمت باندې فخر کوم.
18 ځکه چې زه دا جرات نه کوم چې د کوم شي په هکله خبرې وکړم پرته له هغه څه نه چې مسیح زما په وسیله سرته رسولي دي، د دې دپاره چې زه غیریهودیان په خپلو خبرو او عمل باندې د خدای تابع کړم.
19 د نښو او حیرانوونکو کارونو په قدرت او د خدای د روح په قدرت سره هغوی قانع شول، ځکه چې ما د اورشلیم نه تر ایلیریکوم پورې په ټوله لاره د مسیح زېری په پوره توګه ورساوه.
20 دا زما مقصد ؤ چې زېری هغو ځایونو ته ورسوم چې تر اوسه یې د مسیح نوم نه دی اورېدلی، ترڅو زه په هغه بنیاد باندې داسې کوم څه جوړ نه کړم چې بل چا ایښی دی.
21 بلکې لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:«چې څه نه دي ویل شوي د هغه په هکله چاتهوبه یې ویني هغویاو چا چې څه نه دي اورېدلي د هغه په هکلههغوی به پوه شي»
22 له همدې امله څو څو ځلې تاسو ته زما د راتللو مخنیوی وشو.
23 خو اوس چې ما خپل کار په دې سیمو کې پای ته رسولی دی او کلونه کلونه کیږي چې زه په دې ارمان وم چې راشم او تاسو ووینم،
24 نو زه په دې هیله یم چې اسپانیې ته د سفر په وخت کې تاسو سره د لږ وخت دپاره ووینم او کله مې چې ستاسو سره لیدنه وکړه، نو بیا به ستاسو په مرسته خپل سفر ته دوام ورکړم.
25 خو اوس د خدای د خلکو سره د مرستې په خاطر اورشلیم ته ځم.
26 ځکه چې د مقدونیې او جنوبي یونان ایماندارانو د زړه له اخلاصه پرېکړه کړې ده چې په اورشلیم کې غریبو ایماندارانو ته یو څه پیسې د اعانې په توګه ورکړي.
27 هغوی خوشحاله وو چې دا کار وکړي او په حقیقت کې هغوی خپل ځانونه د یهودیانو پوروړي ګڼل. څرنګه چې یهودیانو خپل روحاني برکتونه د غیریهودیانو سره شریک کړل، نو غیریهودیان باید د دې په بدل کې د هغوی سره مالي مرستې وکړي.
28 نو کله چې زه دا کار سرته ورسوم او هغه پیسې چې راټولې شوې دي هغوی ته وسپارم، نو بیا زه اسپانیې ته ځم او په لاره کې به ستاسو سره لیدنه وکړم.
29 زه پوهېږم چې کله تاسو ته درځم، نو د مسیح د پوره برکتونو سره به درځم.
30 ای خویندو او ورونو، زه ستاسو نه د خپل څښتن عیسی مسیح او هغې مینې په خاطر چې روح القدس یې تاسو ته درکوي، غوښتنه کوم چې زما سره په هلوځلو کې خدای ته په دعا کولو سره یوځای شئ.
31 دعا وکړئ چې زه د یهودیې د بې ایمانانو څخه وژغورل شم او زما خدمت په اورشلیم کې د خدای خلکو ته د منلو وړ وګرځي.
32 نو که د خدای رضا وي، په خوشحالۍ به تاسو ته درشم او ستاسو په ملګرتیا او لیدنې سره به بېرته تکړه شم.
33 خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، هغه دې تاسو ټولو سره وي. امین.