روميان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 6

نو بیا مونږ څه ووایو؟ ایا باید خپل ژوند ته په ګناهونو کې دوام ورکړو، ترڅو د خدای فضل زیات شي؟
2 هېڅکله نه! مونږ چې د ګناه په وړاندې مړه یو، نو بیا څنګه کولای شو چې په ګناه کې خپل ژوند ته دوام ورکړو؟
3 ایا تاسو نه پوهېږئ کله چې مونږ ټولو په عیسی مسیح کې د تعمید غسل واخیست، نو د هغه په مرګ کې ورسره شریک شولو.
4 نو مونږ د خپل تعمید په وسیله د هغه سره ښخ شولو او ورسره مړه شولو. لکه څنګه چې مسیح د پلار په جلال کې د مړو نه راژوندی شو نو مونږ به هم نوی ژوند ولرو.
5 ځکه که چېرې مونږ د مسیح په مرګ کې ورسره شریک شولو، نو په هماغه ډول به د هغه په بیا راژوندي کېدلو کې هم د هغه سره شریک شو.
6 مونږ پوهېږو چې زمونږ زوړ فطرت د مسیح سره په صلیب کې مړ شو، ترڅو ګناه زمونږ په ژوند باندې خپل قدرت له لاسه ورکړي او مونږ نور د ګناه غلامان نه اوسو.
7 ځکه څوک چې مړ شي، نو هغه د ګناه نه خلاص شوی دی.
8 که چېرې مونږ د مسیح سره مړه شوي یو، نو په دې ایمان لرو چې د هغه سره به ژوند هم کوو.
9 ځکه مونږ پوهېږو چې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی او بیا به هېڅکله مړ نه شي، یعنې مرګ نور په هغه باندې واک او اختیار نه لري.
10 کله چې مسیح مړ شو، نو هغه یو ځل او د تل دپاره د ګناهونو په خاطر مړ شو. خو اوس چې هغه ژوندی دی، نو هغه یوازې د خدای دپاره ژوند کوي.
11 نو تاسو هم خپل ځانونه د ګناه په وړاندې مړه وګڼئ، خو د خدای په وړاندې د عیسی مسیح سره په یووالي کې خپل ځانونه ژوندي وګڼئ.
12 نو مه پرېږدئ چې ګناه نور ستاسو په فاني بدن باندې حکومت وکړي او تاسو د خپلو نفساني غوښتنو تابع کړي.
13 د خپل بدن یو غړی هم د یوې وسیلې په توګه د بدۍ په اختیار کې مه ورکوئ، بلکې خپل ځانونه خدای ته وسپارئ او د هغو کسانو په شان چې د مرګ نه را ژوندي شوي دي، د خپل بدن غړي خدای ته د عدالت او رښیتنولۍ دپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړئ.
14 ځکه چې ګناه به نور په تاسو باندې حاکمه نه وي، له دې امله چې تاسو نور د شریعت تابع نه یئ، بلکې د خدای د فضل لاندې یئ.
15 نو بیا څه ووایو؟ ایا مونږ باید ګناه وکړو، ځکه چې د شریعت تابع نه یو، بلکې د خدای د فضل لاندې یو؟ نه، هېڅکله نه!
16 ایا تاسو نه پوهېږئ چې که چېرې تاسو خپل ځانونه د غلامانو په توګه د کوم چا په اختیار کې ورکړئ او د هغه تابع اوسئ، نو په حقیقت کې تاسو د هغه چا غلامان یئ چې اطاعت یې کوئ، که هغه د ګناه غلامي وي چې پای یې مرګ دی او یا د خدای تابعداري ده چې پایله یې عدالت دی.
17 نو د خدای شکر دی چې تاسو یو وخت د ګناه غلامان وئ، خو اوس تاسو د زړه له اخلاصه د هغه تعلیم اطاعت کوئ چې تاسو ته درکړل شوی دی.
18 اوس تاسو د ګناه نه ازاد او د عدالت غلامان شوي یئ.
19 زه ستاسو د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ساده خبرې کوم. لکه څنګه چې تاسو یو وخت خپل ځانونه د ناپاکۍ او د ټولو بدو کارونو غلامان کړي وو، نو اوس خپل د بدن ټول غړي د عدالت غلامان کړئ چې پاک او سپېڅلي شئ.
20 کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ، نو مجبوره نه وئ چې عدالت او رښتینولي وکړئ.
21 د هغو کارونو په کولو سره چې اوس ورباندې شرمېږئ تاسو کومه ګټه تر لاسه کړه؟ ځکه چې د هغو کارونو پای مرګ دی.
22 خو اوس تاسو د ګناه نه ازاد شوي یئ او د خدای غلامان یئ. د دې ګټه دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي شوي یئ او د دې پایله تلپاتې ژوندون دی.
23 ځکه چې د ګناه پایله مرګ دی، خو د خدای نعمت زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې تلپاتې ژوندون دی.