روميان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 16

زه تاسو ته زمونږ خور فیبي چې د کينخریه د کلیسا خادمه ده، درپېژنم.
2 تاسو هغې ته د عیسی مسیح په نوم لکه څنګه چې د خدای د خلکو سره مناسب دي، هرکلی ووایئ او هر شي ته چې اړتیا ولري ورسره مرسته وکړئ، ځکه چې هغې د ډېرو سره مرسته کړې ده او زما سره یې هم کړې ده.
3 پریسکیلا او اکیلا ته چې د عیسی مسیح په خدمت کې زما ملګري دي، سلام ووایئ.
4 هغوی خپل ځانونه زما په خاطر په خطر کې واچول، د هغوی څخه یوازې زه نه بلکې د غیریهودیانو ټولې کلیساګانې شکرګزاري کوي.
5 د هغې کلیسا غړو ته هم سلامونه ووایئ چې د هغوی په کور کې سره راټولیږي. زما ګران دوست اپنتوس ته چې د اسیا په ولایت کې اولنی کس ؤ چې په مسیح باندې یې ایمان راوړ، هم سلامونه ووایئ.
6 مریم ته چې ستاسو دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلام ووایئ.
7 اندرونیکاس او یونیاس ته چې زما وطنداران دي او زما سره په زندان کې وو، سلامونه ووایئ. هغوی په رسولانو کې مشهور خلک دي او زما نه مخکې یې په مسیح باندې ایمان راوړی ؤ.
8 همدارنګه امپلیاتوس ته چې په څښتن عیسی مسیح کې زما ګران ملګری دی، سلام ووایئ.
9 اوربانوس ته چې د مسیح په خدمت کې زمونږ ملګری دی او استاخیس ته چې په ما باندې ګران دی، سلامونه ووایئ.
10 اپلیس ته چې وفاداري یې مسیح ته ثابته شوې ده او د ارستبولوس کورنۍ ته زما سلامونه ووایئ.
11 زما وطندار هیرودیون او نرکیسوس د کورنۍ ایماندارانو ته سلامونه ووایئ.
12 تریفینا او تریفوسا ته چې د څښتن خدمت کوي او ګرانې پرسیس ته چې د څښتن دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلامونه ووایئ.
13 روفس ته چې د څښتن له خوا غوره شوی دی او د هغه مور ته چې ماته هم لکه د مور په شان ده، سلامونه ووایئ.
14 اسونکریتوس، فلیګون، هرمیس، پتروباس، هرماس او نورو خویندو او ورونو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ.
15 فیلولوګاس، جولیه، نیریاس او د هغه خور او اولیمپیاس او ټولو ایماندارانو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ.
16 یو بل ته سلام ووایئ او په پاکه مینه یو بل ښکل کړئ. د مسیح ټولې کلیساګانې تاسو ته سلام وایي.
17 ای خویندو او ورونو، زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې هغو خلکو ته مو پام وي چې بې اتفاقي رامنځته کوي او نور بې لارې کوي او د هغه تعلیم په خلاف دي چې تاسو حاصل کړی دی. د هغوی څخه ځان لېرې وساتئ.
18 ځکه چې داسې خلک زمونږ د څښتن مسیح خدمت نه کوي، بلکې د خپلې خېټې دپاره کار کوي او په خوږو خبرو او غوړه مالۍ سره ساده خلک غولوي.
19 ځکه چې د څښتن څخه ستاسو اطاعت کول ټولو خلکو ته معلوم دي او له همدې امله زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم. خو زه غواړم چې تاسو په ښه کار کې هوښیار اوسئ او په بد کار کې بې ګناه اوسئ.
20 خدای چې د سلامتۍ سرچینه ده، هغه به زر شیطان ستاسو د پښو لاندې ټوټې ټوټې کړي. په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.
21 زما همکار تیموتاوس او همدارنګه زما وطنداران لوسیوس او یاسون او سوسیپاتوس هم تاسو ته سلامونه وایي.
22 زه ترتیوس د پولوس منشي د دې لیک لیکونکی هم تاسو ته د څښتن په نوم سلامونه وایم.
23 ‏-
24 ګایوس چې زما او د هغه په کور کې د ټولې کلیسا کوربه دی، تاسو ته سلامونه وایي او د ښار خزانه دار اراستوس او زمونږ ورور کوارتس هم تاسو ته سلامونه وایي.
25 اوس دې خدای ته جلال وي چې کولای شي تاسو په ایمان کې د عیسی مسیح د زیري له مخې چې زه یې اعلانوم او د هغه حقیقت د څرګندولو له مخې چې د پېړیو پېړیو راهیسې پټ پاتې ؤ، قوي کړي.
26 اوس دا حقیقت د پیغمبرانو د لیکنو په وسیله څرګند شوی دی او د ابدي خدای د حکم له مخې د دنیا ټولو قومونو ته ښکاره شوی دی، ترڅو هغوی ایمان راوړي او د هغه اطاعت وکړي.
27 هغه واحد او یوازېني خدای ته دې چې په هرڅه پوهیږي د عیسی مسیح په وسیله تل ترتله جلال وي. امین.