روميان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 12

نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی.
2 د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې په خپل نوي فکر سره خپل ځان بلکل بدل کړئ. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.
3 د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ.
4 لکه څنګه چې زمونږ په بدن کې ډېر غړي دي او د ټولو غړو کار یو شان نه دی،
5 نو مونږ چې ډېر یو، خو په مسیح کې یو بدن یو او د یو بل غړي یو.
6 مونږ باید د هغو مختلفو نعمتونو څخه چې خدای راته د خپل فضل له مخې راکړي دي، کار واخلو. که چېرې هغه د خدای د پیغام رسول وي، نو هغه باید د خپل ایمان له مخې سرته ورسوو.
7 که خدمت کول وي، نو باید خدمت وکړو. که هغه تعلیم ورکول وي، نو باید تعلیم ورکړو.
8 که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د اعانې یا مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.
9 ستاسو مینه دې رښتینې او سوچه وي. د بدو نه کرکه کوئ او په نېکۍ کې ټینګ ودرېږئ.
10 یو د بل سره د ورورولۍ مینه کوئ او هر یو دې د خپل ځان نه زیات د نورو درناوی وکړي.
11 په خپل کار کې تنبلي مه کوئ او په روحاني شوق سره د څښتن خدمت کوئ.
12 ستاسو هیله دې تاسو خوشحاله ساتي، په مصیبت کې صبر او زغم ولرئ او هر وخت دعا کوئ.
13 د محتاجو ایماندارانو سره مرسته کوئ او مېلمه پالونکي اوسئ.
14 څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره برکت غواړئ، نه لعنت.
15 څوک چې خوشحاله وي، نو خوشحالي ورسره کوئ او څوک چې ژاړي، نو ورسره ژړا کوئ.
16 یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان هوښیار مه ګڼئ.
17 د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي.
18 ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ.
19 ګرانو دوستانو، هېڅکله خپل بدل مه اخلئ، بلکې هغه د خدای قهر او غضب ته پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څښتن وایي: «بدل اخیستل زما کار دی، زه بدل اخلم.»
20 د دې په ځای لیکل شوي دي: که چېرې ستا دښمن وږی وي، نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري، که چېرې تږی وي، نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي ځکه چې په دې کار به هغه وشرمیږي.
21 مه پرېږده چې بدي درباندې غالبه شي، بلکې د نېکۍ په وسیله په بدۍ باندې بری ترلاسه کړه.